کور / سياسي / دمصربدلون …..که دفلسطینی ډلو د یووالی راز

دمصربدلون …..که دفلسطینی ډلو د یووالی راز

دمصرپخوانئ رژیم اوپه تیره بیا حسنی مبارک دعربی اواسلامی نړئ هغه لومړئ رژیم اوحکومت وه چی داسرائیلود دولت او چارواکو سره یی بی کچی ښه اوهراړخیزتعلقات درلودل اوتل یی هڅه کوله ترڅود فلسطین دلانجی په هکله د دوه مخیز سیاست رول ولوبوی چی په دی سره له یوی خوا دګاونډی (اسرائیلی دولت) خواخوږی جلب کړی اوله بلی خوا دنړیوال استکبار(امریکا) مادی مرستی اود خپل اوږد مهاله بادشاهئ موده لا نوره هم وغزوی اوخپل سیاسی مخالفین یی ونه شی کولای ترڅو دده پرضد کوم قدم پورته کړی خو داچی هرڅه دالله تعالی په اراده کیږی نو هماغه وه چی دمصرخلکو دخپل هیواد برخلیک په خپلو لاسو کښی واخست او اوس یی ټوله نړئ د ښو او مثبتو لاسته راوړنو شاهده ده.
له دی لاسته راوړنو نه یوه هم د فلسطین دازای خوښو ګوندونو (حماس او فتح ) ترمینځ د سولی د تړون لاسلیک ده چی دڅوکلونو خپل مینځی تاوتریخوالی دلری کولو به خاطر تیره اونئ دمصر دقاهری به ښار کښی ددواړو خواوو دمشرانو او دمصردنوی موقت حکومت دمشرانو په حضورکښی امضا ء شو او په نتیجه کښی یی دواړی خواوی په یوه داسی کمیسیون راضی شوی ترڅوپه راتلوونکی کښی دغه تړون وڅاری او دعمل جامه ورواغوندی اوحقیقت دادئ چی دغه تړون په داسی وخت کښی امضا کیږی چی دعربی نړئ ډیرئ هیوادونه دلاریونونو اوخپل منځی جګړو د طوفان له څپو خوندی نه دی پاته سوی چی داتړون په رښتیاهم داسلامی اوعربئ نړئ دپاره یوښه زیرئ دئ او همدارنګه دهغو امیدونو اوخوبونو تعبیر ده چی دمصردبدلون پوری تړل شوی وه.
دی کښی شک نشته چی دحماس ډله چی داخوان المسلمین له نړیوال اسلامی تنظیم سره اړیکی لری اودفلسطین دازادولو لپاره جهاد دټولونه ښه لاره بولی او له هغو ډلونه شمارل کیږی چی په هیڅ صورت کښی هم داسرائیلو اشغالګردولت په رسمیت نه پیژنی او تل یی داسرائیلی زورواکئ اوظلم خلاف خپل مقاومت ته دوام ورکړئ اوپه دی لاره کښی یی ډیرملګری اوحتی مشران په شهادت رسیدلی لکه شیخ احمدیاسین،دکتورعبدالعزیزرنتیسی،دکتورمحمد نزال ،داخله وزیرسعیدالصیام اوداسی نور اودالړئ لا روانه ده خوبل خواته دفتحی ګوند دئ چی دغه ګوند دخدای بخښلی یاسرعرفات ډله ده چی مشری یی دفلسطین دحکومت مشرمحمود عباس کوی او دا ګوند یوازی په سیاسی لاروچارو عقیده لری نه په جهاد او داسرائیلو دمقابلی اودفلسطین دازادولو لپاره دیپلوماتیک میدان کافی بولی اوهمدا سبب دئ چی دغه ډله په اسانئ سره داسرائیلوله لاری کولای شی ددنیا هرګوټ ته سفر وکړی اواسرئیلیان یی دلاری خنډ نه جوړیږی او بلکه دحکومت ډیری چاری یی د اسرائیلیانو په واسطه پرمخ ځی
کله چی په کال ۲۰۰۶م کښی دفلسطینی ډلو ترمینځ عام انتخابات ترسره شول اوحماس ډلی اکثریت ترلاسه کړاوښاغلئ اسماعیل هنیئه یی د صدراعظم په توګه وټاکه نوهمدا دفتحی ګوند وه چی د امریکا په لمسه یی داسی حالات رامنځ ته کړه ترڅویی په کال ۲۰۰۷ م کښی دحماس ډلی حکومت ونړاوه او په نتیجه کښی ښاغلئ اسماعیل هنیئه اوملګری یی مجبور شوه ترڅودفلسطین بیلی شوی حصی (دغزی سیمی)ته ولاړ شی اوهلته خپلی چاری په مخ بوزی اوهمدالامل وه چی دفتحی اوحماس ډلوترمینځ خپل منځی اختلاف ان چی په جګړو او یودبل په خلاف په دسیسوجوړولو واووښته چی ګډ دښمن (اسرائیلو) ترینه ډیره فایده واخیسته اوپه نتیجه کښی یی دغزی په خاوره یوځل بیا فوځی یرغل وکړچی په زرونو بی ګناه فلسطینیان یی شهیدان او زخمیان کړه اوټوله غزه یی ونړوله .
داهغه وخت وه چی له یوی خوا ظالمو اسرائیلیانو دهوا اوځمکی له لاری دغزی په خلکو بریدونه کول او غزه یی داسی کلابنده کړی وه چی هیڅ یی نه ورپریښودل او له بل لوری دحسنی مبارک مستبد رژیم وه چی د غزی سرحد (د رفح بندر) یی د فلسطینی زخمیانو اومهاجروپه مخ بند کړئ وه او حتی هغه اولیه دواګانی او دضرورت وړ شیان چی نورو بشردوسته ټولنو اوحکومتونو په راوړل هم نه ورپریښودل .
په دی تیروکلونو کښی څوځله دفتحی اوحماس ګوندونو ترمینځ دحسنی مبارک د رژیم په منځګړتوب دسولی خبری روانی وی چی نتیجه یی نه ورکوله داځکه چی امریکا اواسرائیلو نه غوښتل ترڅو دغه ډلی خپلو کښی سره نژدی شی او تل به یی دغه خبری زنډولی ترڅوچی په دی وروستیو کښی حسنی مبارک او رژیم یی د خلکو ترشدید فشارلاندی راغئ اوپه نتیجه کی دمصرفوځي قیادت حسنی مبارک له قدرته لری کړ اودخلکو په خوښه یی موقته اداره جوړه کړه او همدا وه چی د فلسطین د مخالفو ډلو ترمینځ هغه تاریخی تړون چی ټوله اسلامی نړئ یی دانتظار شپی او ورځی څارلی لاسلیک شو او دامریکا هغه پټ لاسونه یی ورلنډ کړه چی داسلامی نړئ زړه ته یی غزولی وه اوکله چی دامریکا چارواکی په دی وپوهیدل چی اوس نو هغه ماموریت چی دسولی په نامه یی شروع کړئ وه بی نتیجی ثابت شو نو همداوه چی دمنځنی ختیځ لپاره ټاکلئ نماینده (جورج میشیل ) یی هم دخپلی چوکئ نه لری کړ او په دی امید دی چی ګواکی په سیمه کی دخپلو موخو دپاره بله کومه څیره راوړاندی کړی خو اوس به دالله په مرسته اسلامی نړئ د یو ښه بدلون په لوری ځی او د نړیوال استکبار ټولی دسیسی دشنډیدو په درشل کښی دی انشاآلله تعالی