کور / سياسي / امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې دريمه بر خه

امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې دريمه بر خه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


امريکايي چوڼۍ او په افغانستان کي د تنظيمي جگړو د تکرار اندېښنه


د امريکايي چوڼيیو د تداوم ډېری پلويان وایي،که امريکايي پوځونه نه يي (وي)، نو په افغانستان کي به يو پلا بيا د ۱۹۹۲ع کال دکورنييو جګړو په شان د وينو والې وبهېږي؛ د خلګو پر نواميسو به تېری وسي؛ دا نیم ودان، نيم کنډواله ښارونه به بيا د بېلابېلو جنګي ډلو د سیاسي اقتدار په ليونييو لوبوکي له خاورو سره خاوري سي؛ او داسي نوري اندېښنې، چي فهرست يې خورا اوږد دئ .


 


 زه د يوه داغدار افغان په توگه ،چي د کابل په تنظيمي جگړوکي مي د پښتونوالي په گونا سکه ورور وژل سوی؛ او د زرونو نورو کابليانو په  شان مي پلرنی کور په توغندييو نړول سوی، د کابل ښار په خونړيیو او زړه لړزونکو پېښو ډېر ښه خبر يم . لوی څښتن دي هغه توري او خونړۍ ورځي د نړۍ پر هيڅ ملت نه راولي . له دې سببه، فکر نه کوم هيڅ دردمن او با احساسه افغان د کابل د تنظيمي جگړو د تکرار خطر ته په سپکه سترگه وگوري . موږ ټول افغانان بايد په عمل، خبرو او قلم د کابل  د تېرو وحشتناکو جنگو د مخنيوي له پاره په گډه کار او مبارزه وکوو. اما په هيواد کي د امريکايي عسکرو همېشنۍ چوڼۍ د دغه راز ستري غميزي د مخنيوي معقول او منطقي حل نه دئ؛ ځکه امريکايانو د کابل وحشتناکو تنظيمي جگړو ته په پام سره، په تېرو لسو کالو کي مسووليت لاره، چي د داسي جهنمي او شيطاني جنايتو مسببين نړۍ والي جنايي محکمې ته بوزي؛ له سياسي واک څخه يې لاسونه لنډ کړي؛ د تورو پيسو او تورو معاملو پوښتنه يې وکړي؛ او په دې توگه د کړېدلو افغانانو له زړوهغه اندېښنه مخکي له مخکي ليري کړي ، چي نن يې د خپلو پوځي اډو د ځای پر ځای کولو له پاره د يوې مهمي او ظاهراً مؤجه پلمې په توگه استعماليي .


 


زه د امريکا د لښکرکوټو له درنو او محترموپلويانو څخه پوښتنه کوم، چي په داسي شرايطو او حالاتو کي نو د کابل د وحشتناکو جگړو د تکرار مسووليت د چا په غاړه دئ؟


 ايا همدې يرغلگرو لښکرو د تېرو لسو کالو په بهير کي د هيواد بېلابېلو جنگي او مافيايي ډلو ته د هر راز امکاناتو په برابرولو سره  په لوی لاس د کابل د وحشتناکي فاجعې تکرار ته لاره نه ده هواره کړې؟


 که امريکایانو او نورو ايتلافي ځواکو ريشيتا هم  له تنظيمي ايله جاريانو او نورو خاينو عناصرو څخه د افغانانو د ژغورني مينه لرلای، له لويه سره به يې دې بې مسووليته جنگي ډلو ټپلو ته د انسان وژني او تباهۍ امکانات نه برابرول؛ هماغه وخت به يې د پاکستاني پوځيانو، ايراني اخوندانو او شرمېدلو روسانو د ډول ډول لاسوهنو مخه نيولې وای؛ او له رټېدلو افغانانو سره به يې د يوه ريښتیني ملي او اولسي حکومت په جوړولو کي مرسته کړې وای .


 


 په خواشينۍ سره امريکايي استعمارګرانو د خپلو ناولو مقصدو تر پوره کولو وروسته افغانانو ته شا ورواړوله؛ او افغانستان يې د ګاونډيانو او کورنييو لېوانو وخولو ته ور وغورځاوه . ښه! تېر پر تېر هېر پر هېر . راسئ د ۲۰۰۱ع کال په اکټوبرکي د امريکايانو تر پوځي يرغل وروسته شرايط او حالات په پام کي ونيسو. دا ځل خو د ټولو ناخوالو مسووليت مستقيماً د امريکايي واکمنانو پر اوږو پروت دئ . موږ او تاسو ټولو ته مالومه ده، چي له څه کم لسو کالو راهيسي يې د دې ملک ښه او بد ټول په خپلو لاسوکي اخيستي دي . دا وار يې بيا ولي څه ونکړه ؟!


 


واقعيت دا دئ، چي دکابل په تنظيمي جگړو کي نغښتي جنايتکاري او ورانکاري ډلي ټپلي د اوسنييو يرغلگرو لښکرو او گاونډييو جاسوسي سازمانو تېروني ملگري دي . ټولو افغانانو ته څرگنده ده، چي ايتلافي پوځو په تېرو لسو کالو کي نه د خپلو پاکستاني متحدینو پر خلاف څه اغېزمن او گټور اقدام وکړ؛ او نه  تر اوسه تيار دي د افغانستان پخوانۍ جنگي ډلي ټپلي له ځانه مروري کړي . په دليل يې هم د هر چا ښه سر خلاصيږي . سبا په چين، هند، مرکزي آسیا، روسيې او نورو هيوادوکي د اور لگولو او اوبو خړولو له پاره د هغو مخلصانه خدمتونه ته اړ دي . په داسي حال کي، چي ريښتيني روښانفکران، ملي او هيوادپال شخصيتونه او خپلواکۍ غوښتونکي خلګ د استعمارګرانو دانساني ضد نخشو په عملي کولو کي هيڅ راز مرستي ته زړونه نه ښه کيي، امريکا او نورو ايتلافي دولتونه هيڅکله دا همېشني ملګري يا ګټوره ستراتېژيکه پانګه له لاسه نه باسي .


 


که امريکايانو او نورو ايتلافي دولتو په افغانستان کي د جگړې او ورانکارۍ اورونه مړه کړي وای؛ خلگو ته يې کار او روزگار برابر کړی وای؛ او د يوه ريښتيني ملي او ولسي دولت و راوستلو ته يې د اسانتياوو  برابرولو له لاري د روانو شخړو او ناخوالو مخه نیولې وای، بيا به هيڅکله د تنظيمي جگړو او نورو غميزو د تکرار بېره او اندېښنه نه پاتېده . جنګ ځپلوافغانانو به  د هیواد په تېر دو دېرش کلن تاريخ، په تېره بيا تنظيمي جنګوکي د خپلو بدو ورځو او خونړييو پېښو په ور یادولو سره د ايتلافي عسکرو د بيرته ستنېدو له امله د زړه له کومي خواشيني کولای؛ خو نن هر څوک گوري،چي له څو مزدورو واکمنانو، جاسوسانو، جنګي او مافيايي ډلو پرته  ټول ربړېدلئ افغان  اولس په بې صبرۍ سره د يرغلگرو لښکرو د وتلو شپې او ورځي شمېري . دليل يې هم لمر غوندي روښانه دئ : له يوې خوا د افغانستان د تېر دو دېرش کلن تاريخ تر ټولو خطرناک جنايتکاران، وطن پلورونکي، غله او مفسدين د امريکايانو او نورو اشغالگرو تر وزرو لاندي د واک پرگدۍ ناست دي؛ وسلې، پيسې او سړي لري؛ او له بلي خوا هيچا د دې رنځېدلو خلگو د ارامۍ او سوکالۍ له پاره په ريشتيا کار و نه کړ . 


 


زموږ  مظلوم خلگ هره ورځ د هيواد په گوټ گوټ کي د ۱۹۹۲ع کال تر تنظيمي جگړو وحشتناکي غميزي گوري . د کونړو،  شينوارو، عزيز آباد، چپرهار، کندوز، خوست، پکتيکا، روزګان،  هيلمند، کندهار ، زابل، غزني، لغمان، او لسګونو نورو سيمو تراژيدۍ په څه لحاظ تر پخوانيیو پېښو کوچنۍ او بې ارزښته دي؟ 


ايا په هره پېښه کي زموږ پر بې ګونا هيوادوالو د قيامت شېبې نه سوې تېري او لا نه تېريږي؟  البته، په دې زړه لړزوونکو دردو يوازي د زړو خاوندان پوهېدای سي؛ هغه کسان چي انساني مينه او عاطفه ولري؛ درد او مصيبت يې لېدلئ يي(وي).


 


ايا د کندهار په ارغنداو، ژړۍ او پنجوایي کي د زرګونو کنداريانو په دردونکي حال خبرياست، چي همدې امريکايي او ايتلافي لښکرويې د ۲۰۱۰ ع کال د مني په وحشيانه عملياتو کي له نارينه وو، ښځو، کلو، باغو، ماجتو، دوکانو او نورو شتمنييو سره څه وکړه؟!


که نه ياست خبر، زه به مو خبر کړم . ايتلافي فرعونانو دغو بشري ضد عملياتو ته د« هيلي! » نوم ورکړی ؤ. هو! د بې گونا خلگو د بې رحمانه وژني او چنگېزي  تباهۍ« هيله! »


امريکايي پوځ د همدې عملياتو په ترڅ کي د ارغنداو ولسوالۍ د خُسرو په سيمه کي يوازي د  ترکو پر کلاچه پينځه ويشت ( ۲۵) ټنه چاودېدونکي مواد و غورځول؛ او په دې توگه يې دکلي ټول اووه ويشت کورونه د لاس  د ورغوي په څېر هوارکړه . د دې بې ساري جنگي جنايت تصويري بيان او نور جزييات په دغو ويبپاڼو کي ولولئ :


http://www.wsws.org/articles/2011/apr2011/afgh-a19.shtml


http://www.benawa.com/details.php?id=41909


http://www.surgar.net/-news-pg-Hot-News-1651.html


http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=24444


 


د ترکو کلاچه  يوازنی کلی نه دئ، چي د مځکي له مخي نابود سو.  په دغو عملياتو کي  ډېر ودان او سمسور کلي د بمو او باروتو په زورپه سپېرو دښتو او وحشتناکو کنډوالو واوښته . د بې غيرته او مزدور کرزي له خوا ټاکل سوي کميسيون هم په دغو وحشتناکو علمياتوکي د خلگومادي شتمنييو ته اوښتی زيان سل ( ۱۰۰) ميليونه ډالر وباله . د دې حقيقت تفصيل دلته وگورئ :


www.reuters.com/article/idUSTRE70A3B620110111


 


البته، دا خو د امريکايي پوځ په دې کاوبايي سټايل عملياتوکي يوازي د مادي تاوان خبره وه؛ ځکه زموږ بې گونا خلگو ته اوښتي ځاني تلفات او د عملياتو په ترڅ کي بېره ، وحشت، سپکاوی او بې عزتي خو په سلګونو ميليونو ډالرو هم نسي محاسبه کېدای . ايا د ودانو کلو داسي ظالمانه هوارول او ويجاړول د هغه پروگرام يوه برخه ده، چي امريکايان او نور ايتلافي پوځونه يې په دې کچول او جنگ ځپلي هيواد کي د بشري حقوقو ، ډيموکراسۍ، سولي، امنيت او ترقۍ په نامه  پر مخ بيايي؟


         


 البته د ارغنداو، ژړۍ او پنجوايي عمليات د ايتلافي قواوو لومړني او وروستي عمليات نه دي . هره ورځ، هره شېبه، دوري هوري، د دغه راز خپلسرو او بې پروا عملياتو په ترڅ کي زموږ پر بې کسه او بې وسه افغانانو داسي چپه مېچني تاويږي، چي د دې خاوري په تاريخ کي يې ډېر لږ مثالونه تر سترگو کيږي .


 


په داسي شرايطو او حالاتو کي خو ماته د تنظيمي ملېشو او فرعوني لښکرو د بې رحمانه وژنو او چنګېزي ړنګونو تر منځ هيڅ توپير نه مالوميږي؟  مګر دواړه د افغانانو په وژنه او تباهي کي يو تر بل بتر نه دي؟


سربېره پر دې، ايا دواړي خواوي همدا اوس د لېوانو په څېر زموږ  د بې دفاع خلگو د حلالولو او کور ورانو له پاره په يوه مورچل کي ناست نه دي؟


اې خلګو!


چيري چا لېدلي، چي يو لېوه د رمې د ژغورني له پاره د بل لېوه و مخ ته ودرېږي؟!


ما خو په تېرو لسو کالو، بلکي دو دېرش کالوکي داسي پېښه ونه لېده . که د امريکا د پوځي اډو د دوام  ښاغلو پلويانو ته داسي حقيقت مالوم وي، موږ دي هم په خبرکي!


 


په دې توگه گورو، چي امريکايي لښکرکوټونه هيڅکله ربړېدلي افغانان د بلاوو له  منگولوڅخه نه ژغوري .


زما په قاصر نظر خو د يوې بلا له منګولو څخه د ژغورني له پاره بايد هيڅکله د بلي بلا غېږ ته پناه يو نسو.  له لويي او کوچنۍ بلا څخه د ژغورني په خاطر بايد تر هر څه مخکي د کلي اوکور خلګ راويښ کړو؛ او له هغو سره په ګډه د بلاووپر ورکولو کي غوَر او فکر وکوو.  هو! په دې کار کي بايد له پوره هوښ او حکمت څخه کار واخلو. ماته د دې خبري په ريشتياوالي کي هيڅ شک نه ښکاري: تر څو کورنۍ او بهرنۍ يا لويي او کوچنۍ بلاوي له دې وطنه ورکي نسي ، د سولي، ارامۍ او سوکالۍ هيله  د اوبو پر مخ کرښي دي .


 


د امريکايي چوڼييو نن او سبا


دامريکايي چوڼييو د تداوم ځیني پلويان ادعا کيي(کوي)، چي ګواکي امريکايي چوڼۍ اصلاً د نن خبره نه ده، بلکي دغه راز چوڼۍ په واقعيت کي تر ۲۰۱۴ع کال وروسته جوړيږي . دوی  استدلال کيي، چي تر هغه مهاله به په هيواد کي سوله او امنيت هم په بشپړه توگه ټينگ سوی يي . دغه ښاغلي همدغه راز ادعا کوي، چي هغه مهال به د امريکايي چوڼييو عسکر د افغانانو دکوروپه تلاښۍ او نوروکورنييو امنيتي چاروکي هم برخه نه اخلي، بلکي يوازي به د هيواد د سياسي پولو ، ملي خپلواکۍاو سياسي استقلال د دفاع چاري پر مخ بيايي .


 


زما خو په دې تعقل او منطق هيڅ سد نه رسيږي . که څوک استدلال کيي، چي امريکايي چوڼۍ به د بهرني تيري په وړاندي د افغانستان د دفاع مسووليت په غاړه لري، زه يې په جواب کي وايم، چي دا بهرني تېري او بهرنۍ لاسوهني خو له کلونو کلونو راهيسي رواني دي؛ هر څوک يې د سر په سترگو گوري . د هيواد په  گوټ گوټ کي د جنګ او وحشت اورونه بل دي؛ شپه او ورځ د افغانانو ويني بهيږي؛ ورانۍ او تباهۍ رواني دي؟دا چي امريکايي او ايتلافي لښکرو له تېرو لسو کالو څخه د دغه راز تېريو او لاسوهنو په شنډولو کي هيڅ مرسته نه کړې، هغه کاملاً بېله خبر ده .


عجبه خو دا ده چي امريکايي لښکروخو د خپل يرغل له همغي لومړۍ ورځي څخه غټي غټي ادعاوي کولې، چي د القاعدې، طالبانو او نورو تروريستانو د ورکولو له پاره افغانستان ته تللي دي .که دا خبره ريشتيا وای، نو ولي يې تر دې دمه د سولي او امنيت په راوستو کي ريښتينې، فعاله او رغنده برخه وانخيسته؟ تېر لس کلن ريکارډ خو له ورايه ښيي، چي يرغلګرو لښکرو، نه يوازي افغانستان ته سوله او امنيت، ولسواکي او قانونيت را نه وست، بلکي په ټوله سيمه کي يې د دوښمنييو او نفرتو لمبې بل کړې؛ او دا دئ نن ټول گورو، چي دا لمبې د هري ورځي په تېرېدو سره لا پسي غزېږي او تونديږي . که سبا په هيواد کي سوله او امنيت ټينگ سي، بيا نو پردو عسکرو او پردو چوڼييو ته څه ضرورت دئ؟


 


  ايا په اوسنيیو شرایطو کي څوک د افغانستان دکورني او بهرني امنيت ترمنځ د بېلتون کرښه ايستلای سي؟ ايا زموږ  دهيوادکورنی او بهرنی امنيت د يوې سيکې د دوو مخو په شان يو له بله نه دي تړلي؟


امريکایي او ايتلافي لښکرو که زموږ د ژغورني له پاره توره کولای، خو بايد پرون او نن يې کړې وای، چي د جنگ او ناامنييو، زور زياتييو او بې عدالتييو له کبله د مظلومو افغانانو کرږي تر اسمانو رسېدلي دي .


ایا دا خبره منطق لري، چي امريکايي او نور ايتلافي پوځونه اوس هيڅ مسووليت نه لري؛ خو سبا بيا تيار دي د افغانستان د دفاع له پاره ويني کړي؟  په دې استدلال خو باور وکئ د لومړني ښوونځي هلکان هم نه تېروزي .


 


له بله پلوه، آیا دا به په دووگوتو د لمر پټول نه دي، چي څوک ادعا وکړي، امريکايي چوڼۍ تر ۲۰‍۱۴ع کال وروسته جوړيږي؟  مګر دا خاوره  له تېرو لسو کالو راهيسي د امريکايي او ايتلافي لښکرو د بې رحمانه تاړاکو ميدان نه دئ؟


  ايا همدا اوس د امريکا څه دپاسه يو لک تر غاښو سمبال پوځ او د يو لک په شا وخوا کي نور وسله وال ( د استخباراتي او امنيتي شرکتو غړي) د څه دپاسه پينځوسو زرو نورو ايتلافي قوتو تر څنګ په دې جنګ ځپلي هيواد کي چپه او راسته غوبلونه نه کيي؟


 زه نه پوهېږم امريکايي چوڼۍ ښکرونه لري که لکۍ؟ 


ايا د چوڼييو او لکونو پوځيانو، امنيتي شرکتو او عسکري مُخبرانو تر منځ په مانا کي څه توپير سته ؟


اساسي پوښتنه دا ده، چي دغو ټولو نابللو مېلمنو په تېرو لسوکالوکي دکورني او بهرني تېري په وړاندي زموږ د خلگو او هيواد د ساتني له پاره څه توره وکړه، چي تر ۲۰۱۴ع وروسته به يې بيا نور وکي؟


 


ايا دا خبره منطق لري، چي امريکايي پوځونه اوس د خپلسرو ايله جاريانو په څېر عمل کيي، خو تر ۲۰۱۴ع کال وروسته به يې صلاحيتونه او مکلفيتونه د يوه حقوقي او قانوني نظام په چوکاټ کي تنظم سي؟


که داسي وي، نو پوښتنه دا ده،چي په تېرو لسو کالو کي يې ولي د يوه منظم حقوقي نظام په جوړولو سره د خپلسرييو او سرغړونو مخه نه نيول کېده؟ له بلي خوا څوک د اتضمين ورکولای سي، چي دا فرعوني ځواکونه به تر ۲۰۱۴ع کال وروسته وضع سوو قواعدو او مقراراتو ته غاړه ايږدي؟


 


د افغانستان او سيمي سياسي شنونکي له لومړۍ ورځي څخه په دې باور دي، چي امريکايي عسکر  افغانستان ته د سولي او امنيت، ډيموکراسۍ، بشري حقوقو او قانونيت  په مقصد نه دي تللي؛ او تر دې وروسته به هم زموږ  دجنگ ځپلي خاوري د ساتني او خونديتوب هيڅ غم ونخوري . د دوی هدف د يرغل له همغه لومړۍ ورځي څخه ترننه، خپلي استعماري گټي دي اوبس .


 


دامريکايي چوڼيیو د دايمي حضور له ښاغلو پلويانو څخه زما بله مهمه پوښتنه دا ده، چی که د پردو لښکرو همېشنی حضور د وطن او خلگو په گټه کار يي(وي)، نو ولي مو سور پوځ له ملکه وشړئ؟


 ولي مو روسانو ته د دايمي لښکرکوټو د جوړولو اجازه ور نکړه، چي له يوې خوا مو لاس په لستوڼي همسايگان وه؛ او له بلي خوا يې په تاريخ کي هم له افغانانو سره د پرنګيانو په اندازه وحشيانه ظلمونه نه وه کړي؟


 


که د بهرنييو پوځو حضور او لښکرکوټونه معقول او ګټور کار وای، نو زموږ پلرو او نيکو ولي د وينو په تويولو او د سرونو په ښندلو سره هيڅ  پردي پوځ ته د پښې ايښوولو ځای نه ورکاوه؟ موږ ولي د ميرويس نيکه، شاه محمود، شاه اشرف، احمدشاه بابا، وزير اکبرخان، عبدالله خان اڅکزي، امين الله خان لوگري، ميربچه خان کوهدامني، ميرمسجدي خان، محمدجان خان وردگ، ملا مشک عالم اندړ، ايوب خان، سپيني ادې، ملالۍ، غازي امان الله خان او سلگونو نورو ملي اتلانو په حماسو او کارنامو وياړو؟!


 


جواب کاملاً روښانه دئ . هغوی دا خاوره د  خپلو سرونو او وينو په بيه د پردو له کرغېړنو قدموڅخه پاکه کړې؛ او موږ ته يې د يوه ارزښتناک ميراث په توگه  پريښې ده.  ښايي د پردو ځيره خواره  بالاخره په دې اعتراف  هم و نه شرميږي، چي زموږ پلرونه او نيکونه تېروتلي وه؛ ناحقه يې له پرنگيانو او نورو يرغلگرو سره ډغري وهلي دي؛ بايدپريښي يې وای، چي انگرېزانو یا نورو پردو دې ملک ته « ترقي » او«  پرمختگ » راوستی وای .


 


د دې فکر خاوندان، لکه څنګه چي ګورو، غواړي د افغانستان  تاريخ له سره وليکي؛ خو دا پلا نه په مېړانه او بې باکۍ، بلکي په سپيتانه او بې ننگۍ.  زموږ خپل رزمي او حماسي ادبيات، دودونه او وياړونه خو يوې خواته پرېږدئ، تاسي د شرق د نامتو فلسفي او عرفاني شاعر –  علامه اقبال لاهوري (۱۸۷۷- ۱۹۳۸ع) پارسي شاعري وگورئ، چي زموږ د  توريالي ملت او ملي اتلانو په وياړ يې څه څه نه دي ليکلي :


آسيا يک پيکر آب و گِل است


ملت افغان در آن پيکر دل است


از فساد او فساد آسيا


درگشاد او گشاد آسيا ( لاهوری، کليات : آنسوی افلاک ۱۷۷- ۱۷۸ ) . وروستی بيت د ځينو افغان ليکوالو په آثارو کي په نسبتاً بېله بڼه راغلئ دئ .


 


که زموږ بې باکو وروڼو، پلرونو او نيکونو هر يرغلګر  ته لاسونه پورته کولای، بيا به افغان ملت هيڅکله هم د آسيا د زړه په توګه نه يادېده .


 


که د سيد جمال الدين افغاني استعماري ضد مبارزو د هند، منځني ختيځ، ايران او تورکيې بيده ولسونه نه وای را ويښ کړي، علامه اقبال به هيڅکله هغه د امام په لوړ او ستر لقب نه نازاوه :


رفتيم و ديديم دو مرد اندر قيام


مقتدی تاتار و افغانی امام ( شاد روان ۲۴۷)


 


درنو لوستونکو!


ستاسي به ښه ياد يي، چي د روسانو لاس پر نامه نوکر –  ببرک کارمل او ځينو نورو روس پلوه نوکرانو به تل ادعا کوله، چي که د شوراگانو ستر هيواد نه وای، امپريالستي ښامار به افغانستان  د مځکي له کُرې څخه نابود کړی  وای؛ خو  واقعيت داسي نه ؤ . موږ او تاسو ټولو وليده، چي سره پوځونه په فضيحت او شرمندگۍ سره ووته؛ د ببرک کارمل په وينا د شوراګانو لوی هيواد ټوټه ټوټه سو؛  د شوروي استعمار په ځنځيرو تړلئ تش په نامه سوسياليستي بلاک د سترگو په رپ کي را وپرزېد؛ خو د زمرو او ننګيالو تاريخي هيواد –  ګران افغانستان د جگو او پياوړو غروپه څېر همغسي سرلوړی ولاړ دئ؛  نه چا د مځکي له کُرې نابود کړ؛ او نه يې چا د خپلواکۍ ، ملي غرور او افغانيت روحيه مړه کړه .


 


نن د امريکا او نورو يرغلگرو پوځو مزدوران هم کټ مټ  د روسي مزدورانو همغه پوچه خبره تکراروي : « که امريکايي پوځونه نه يي، پاکستانيان او ايرانيان به دا ملک په دوو ورځو کي تر ستوني تېرکړي . . . »


ريشتيا خبره خو دا ده، چي که امريکايان نه وه، انشاء الله سرلوړی افغانستان به بيا هم د پخوا په شان پر خپل ځای ولاړ يي. هغه څه چي د امريکايانو په ستنېدو سره به هرومرو له منځه ځي، د جنايتکارو، خاينانو او غلو اوسنی مزدور نظام دئ اوبس .


پاته لري