کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوباما ویلی چه نړی به بی له اسامه امنتره وی

اوباما ویلی چه نړی به بی له اسامه امنتره وی

که دامریکې جګړې نه وي نوره به هم امنتره وي
( دوهمه برخه )


امنیت ذاتی غو ښتنه دهر انسان دی او دانسان له ژوند سره نه شلیدونکی اړیکی لری  چه له فرد څخه نیولی بیا تر نړی پوری ټول امنیت ته اړمند دی یا په بل عبارت سره که ووایو چه هر زنده جان په نړی کی که وړوکی دی یا عټ  ظالم دی که مظلوم دامنیت په لټه کی دی او دژوند لپاره جونګړه لټوی .
داو باما هغی نطریی چه ویلی یی دی چه نړی بی له اسامه به امنتره وی دا منومګر که په خواکی دامریکی جنګی ماشین چه دڅو امریکا یی میلونرانو او یا ځینی متعصبو مذهبی سر مایه دارو کړیو دګټو لپاره دنړی په ګوټ ګوټ کی په وینو تویولوبو خت دی ودروی نړی به نوره هم دامن ځای شی .
په لمړی سر کی به دلته دامریکی  او پاکستانی چار واکو ضد اونقیض څرګندونی را واخلو .
اصف زرداری  دپاکستان جمهور ریس چه په نړی واله کچه یی د(۱۰٪)په نوم شهرت موندلی دی او تیر ژوند یی هم په جنایی جرمونو تردی چه زندانی  شوی هم دی هغه دیوی غربی راډیوله قوله چه ویلی  دی  داسامه دپټن ځای په هکله مونږ هیڅ معلومات نه درلوده او نه مو پدی عملیاتو کی ګډون درلوده  مګر په خواکی یی وزارت خارجه ویلی چه دتیر اپریل تر نیمایی پوری  یی دامریکی او نورو دوستو هیوادو سره  دایبټ اباد او شاوخواسیمو کی دبهرنیانو د تګ اوراتګ په اړه پټ معلومات شریک کړی وه چه دهمدی معلوماتو پر بنسټ د امریکی  سی آی ای د اسامه تر کوره ورسید ل  چه پدی هکله اوباما دپاکستانی چار واکو همکاری ته اشاره وکړه او هم هیلری کلنټن دامریکی خارجه وزیری دپا کستان همکاری پدی برخه کی منلی دی  اوس دلته داثابتیږی چه زرداری مظلوم له هیڅ نه خبر ندی سمبول په شان ناست دی او په شوکو لګیا دی  لکه دکرزی اداره چه هیواد کی هرڅه پیښیږی د وی به دتروریزم سازوهی که دانه وی بیا په څو نورو کلمو هم  پو هیږی لکه دیموکراسی  دښځو حقوق  ازادی بیان تر نامه لا ندی ملت ته فریب ورکوی اوخپله او  د پری را ټولی مافیا سره په ګډه هر څه یی په هیواد کی لوټ کړه او دبانکونو  چور هم پای ته ورسیده  .
او با ما  په خپله وینا کی دا هم ویلی دی چه امریکه څه وغواړی هغه کولای شی    جان برنن په سپینه ماڼی کی دتروریزم  ضدمبارزی مشرویلی چه د پاکستانی کړیو حمایه داسامه سره  وه چه هغه په ایبټ اباد کی    ژوند اختیار کړی وه  او دسی آی ای مشر ویلی چه موږ ځکه پآکستان ته ددی عملیا تو په هکله څه نه وه ویلی چه  پر پاکستان بد ګومانه وه .
دلته چه له سیمی څخه تصویری رسنیو او یاهم نورو کسانو څر ګندونی کړیدی  په لمړی سرکی ویلی دی چه دا نا ممکنه دی چه اسامه پدی ځای کی وه دو هم ویلی چه دا ټوله یوه شو شا دی دریم دسیمی او سیدونکو ویلی دی چه له عملیاتو څخه یو سا عت مخکی دپاکستان فوځی کسان کورو ته ور غلی او ورته  ویلی دی چه له کورو څخه را بهر نشۍ  او څراغونه مو هم ونه لګوی .
له یوه لوری داسی معلومیږی چه دا فلمی ډرامی دی اودواړه هیوادونه غواړی چه دخپلو ملتونوا ونړی والو څخه حقا یق پټ وساتی  دبل لوری امریکه نړی ته په ډاګه کوی چه موږ هر څه وغواړو په خپل سر      دنړی په هر ګوټ کی تر سره کولای شو تردی چه پا کستان یو اتومی طاقت دی موږ یی په خپل سر قلمرو ته داخلیږو  پاکستان خپل دخالت ځکه پټوی چه دالقا عده  اوطالبانود راتلونکوحملو ځخه ځان وژغوری .
هغه عکسونه چه دګران افغانستان لخوا خپاره شویدی چه دوه تنه دوینو په حمام کی  لمبیږی دپاکستان اد عا ګانی ردوی  چه وایی موږ په عملیاتو کی  برخه ندی  اخیستی عکسونه یی  څرنګه اخستل او بیا یی په  رویتر پلورل .
دبریتا نیا صدراعظم اود فرانسی   خارجه وزیر د پاکستان څخه داسا مه مو دجودیت په هکله   دمعلو ماتو غوښتنه کړی مګر بیا دچین هیواد دامریکی داعمل ښکاره دبل هیواد په حریم تیری ګڼی  لدی څخه  څرګندیږی چه پاکستان دچین رښتینی هم پیما نه دی او دبل لوری دامریکی دا یکه تازی نوره نشی زغملای .
د لته یوه بله مسله هم روښانه کیږی چه هغه داسامه دنیولو یا وژلو لپاره لس کاله دامریکی سل زره عسکر دنا تو او نو رو هیوادو پنځوس زره عسکر  په میلیاردونو ډالرو لګول دپر مختللی تکنا لو ژی له لرلو سره څه لاسته راوړنی لری او  که مطلب یی د تروریزم څخه وی ملا تړدۍ   مثال داسرایلو ترورستانو دامریکی  جرمنی  فرانسی   انګلستان  استرالیا  او ځینی نورو هیوادو له پاسپورتونو څخه په ګټه اخستلوسره  عربی هیوادو کی وژنی کوی او بل مثال یی د ډاکتر (اوریلانډ ) چه په یوه کیوبایی ملکی الوتکه کی یی بمب ګذار ی کړی وه چه (۷۳ )تنه ملکی بی ګناه وګړی پکی ووژل شول نن ورځ یی نوموړی په خپله غیږ کی ساتلی دی چه دکیوبا حکومت د هغه دتسلیمیدو غو ښتنه کوی مګرامریکه وایی هغه  د فیدل کاسترو مخالف دی او د(۷۳) انسانانو ژوند ی دخپلونا مشروع ګټو قربانی کړ .
دامریکی خارجه وزیری اغلی کلنټن ویلی دی چه دتروریزم په ضد جګړه به دوام لری مطلب یی دافغانستان اشغال  او داسلامی نړی په ضد جګړه به روانه وی .
 داو باما له واک ته رسیدو دمخه امریکی افغانستان کی (۳۴۰۰۰) زره عسکر درلودل مګر نن یی دعسکرو شمیره له سل زروڅخه  اوښتی دی داچه دقرار دادیانو  امنیتی کمپنیو اونورو ادارو شمیره یی څوته رسیدلی دی نامعلومه او کرزی یی دامنیتی کمپنیو په تړلو کی پاته راغی چه په خواکی  دنا تو غړو او نورو هیوادو دعسکرو شمیره هم له (۵۰) زرو څخه اوړی په افغانستان کی غوبل جوړ هرڅه یی چه زړه غواړی که وژنی دی او که زندانونه  دژنیو دکنوا نسیون د(۳۳) مادی څخه په ښکاره تیری یعنی ویل شویدی چه  ډله ایزی وژنی دانسانیت  په وړاندی جرم دی چه افغا نستان کی دا ماده هره ورځ تر پښو لاندی کیږی  ماشومان په ډله ایزه توګه شهیدانیږی کلی او بانډی دخاورو سره برابر یږی لکه دفراه  قندهار کنړ  پکتیا  کی یی سلامت کلی  دانسانانو سره دخاورولا ندی  کړل .
اوبا ما داسامه دمړینی څخه وروسته په خپلو څرګندونو کی وویل چه زموږ جګړه داسلام پر ضد ندی مګر موږ یو متل لرو چه وایی (شرعه حاضر ګوری ) جورج بوش دامریکی تیر ولسمشر په(۲۰۰۱)کال سپتامبر
کی وویل چه له نن څخه د امریکا ملت جګړه دمسلما نانو په ضد پیل کړه یو ځل نه بلکه تکرار یی وویل چه پدی کی کوم شک نشته .
په(۲۰۰۶) کال په یوه نظرپو ښتنه کی چه مصر اندونیزیا  مراکش او پاکستان چه دریمه برخه نفوس داسلامی نړی جوړوی  کی تر سره شوی وه خلک په غوڅ اکثریت پدی نظر وه چه امریکی داسلامی نړی دتباهی لپاره ملا تړلی دی او د حملو پلوی پر امریکایی اهدا فوباندی  کوله .


د ليکني دوهمه برخه :


په ننی عصر کی دهیوادونو تر منځ اکثره مسایل دد یپلوماتانو او یا هم داستخباراتی کړیو له لوری پر مخ وړل کیږی پدی کی شک نشته او رسنیوته   معلو مات ډیر لږ او ناوخته   رسیږی . 
امریکایی منا بعو داسامه دمرګ به هکله  لمړی سرکی وویل چه اسامه دمقاومت له امله ووژل شو او یوه ښځه یی دسپر په توګه نیولی وه مګردوهم ځل یی وویل چه اسامه وسله نه درلوده او نه یی کومه ښځه دسپر په توګه نیولی وه بیا پوښتنی پیدا کیږی چه ولی ووژل شو او ژوندی ولی ونه نیول شو چه  ډیر مسایل به روښانه او ډیری پوښتنی به ځواب شویوی مګر نن دهری نوی څرګندونی سره نوی پوښتنی را منځ ته  کیږی چه هغه پرونۍ اسامه په افغانستان کی وه که پاکستان کی که سرحدی سیموکی ایران کی که یمن او که امریکا یانو سره بندی وه  او دنورو بیماریو تر څنګ دپښتورګو په بیماری اخته اسامه له پخوا په حق مرګ مړشوی وه که نن وژل شوی  دی مړی یی ولی ونه ښودل شو ؟
داسامه او تروریزم ډرامی سره دولسونو په منځکی یو ډول حساسیت پيدا شویدۍ ځکه دا لس کاله پدی هکله پاکستانی او امریکایی چارواکو ولسونه ځورولی او دروغ ویلی چه نن ورځ  یی په رښتیا هم باور نه کوی دبل لوری دهری ورځی په تیریدو سره داسامه دژوندانه اومړینی په اړه نور غیر عادی معلومات را بر سیره کیږی .
امریکی اسامه سره دافغانستان جهاد په دوران کی په مستقیم او غیر مستقیم ډول ددی په خاطر مرستی کولی چه پخوانۍ شوروی په افغانستان کی  مات اوسړه جګړه دافغانانو په وینو غرب وګتی .                           دپا کستان صد راعظم دخپل هیواد پارلمان ته دڅبرو پروخت وویل چه امریکی  دالقا عده په جوړولو کی مرسته کړیدی که دا خبره  حقیقت نه وی اوتهمت وی ولی امریکایی سفارت او یاهم نورو ادارو غبرګون ونه ښود دلته دسکوت اختیارول دحقیقت په معنی دی . 
داسی ګمان کیږی چه دپاکستان د آی اس آی  اداری له( ۲۰۰۱) کال څخه را پدی خوا دالقاعده په تنطیم کی نفوس کړی وی او نن ورځ دپاکستان استخباراتی شبکه په القا عده کی برلاسی وی .
دنړی یو شمیر هیوادونه  په جنګی یا بشری ضد جنایتونو باندی تورن دی چه دژنیو دکنوانسیون خلاف له خپلو تیرو کړنو څخه په ویره کی دی او دبین المللی جنایی محکمی له غړیتوب څخه هم ډډه کوی لکه امریکا  چین  اسرایل  شمالی کوریا  اود لیبیا هیوادونه دی  مګر امریکا جنګی مجرمین نوموړی محکمی ته ور پیژنی مثال دبالکان سیمی په جنګی جرمونو ککړ کسانو به نیولوکی دجنایی محکمی سره همکاری کوی  .
دامریکی ولسمشر بارک حسین او باما کورنی او بهرنۍ ستونزی ورځ تر بلی مخ په زیا تیدو دی  دمثال به توګه لمړی سرکی دهغه عربی اسلامی ریښی   درنګ  یعنی تور پوست چه مخالف ګوند ورته ستونزی جوړی کړی   بل یی دبودجی ستونزه دی چه مخالف ګوندونه  ددفاعی بودجی د کمښت غوښتونکی او له بهرنیو هیوادو څخه دعسکرو را ایستل غواړی .
داو باما د ډیرو نورو بهرنیو ستونزو او دری بی انجامه جګړوڅخه علاوه یوه بله د الفتح  او حماس  فلسطینی دو ډلو بیا یوالی دۍ چه داسریلولپاره ښه خبرندی  اوهم مصری منابعو ویلی چه دغازی سیمی بند یزونو ته به د همیشه لپاره دپای ټکی کیږدی او خپله پو له به نوره ونه تړی .
  دمصر ولس خوا خوږی دفلسطینیانو سره مخ په زیاتییدو دی  مګر حسنی مبارک  داسرایلو دګټو په خاطر دفتح او حماس ډلود یوالی مخالف وه  او نن ددی انتظار هم کیدای شی چه امریکه او اسریل په ګډه دبنیاد ګرایی سره دمبارزی  تر نامه لاندی دمصرلپاره کوم نوی پلان جوړ کړی ولری  مګر دابه ډیره ګرانه وی چه دعمل جامه ور واغوندی ځکه ننۍ مصر پرونۍ مصر ندی د بل لوری دمصر اخوان المسلمین ډله ډیره اوږده سیاسی سابقه او تجربه هم لری .
دامریکایانو دتروریزم پر ضد جګړه کی دپاکستان پر صداقت بی باوری مخ په ډیر یدو دی مګر ددی سره سره بیا هم امریکا کوشش کوی چه پاکستان راضی وساتی او پا کستان هم دامریکی مرستو او تخنیک  ته اړتیا لری مګر د پا کستان ولس دامریکی پر ضد پاریدلۍ اود حکومت بی با وری هم پر امریکی مخ په زیاتیدو دۍ .
پاکستان دامریکی دبی پیلوټه الو تکودحملو څخه نا راضه اواعتراضونه کوی  اقدام  ځکه نشی کولای چه د امریکی سره پدی مورد کی  تړون  لری  چه تیر کال یوه امریکایی سناتورویلی وه چه دا حملی د یوه تړون پر بنیاد تر سره کیږی    
څینی منا بعو  داسی ښودلی  وه چه امریکی داسامه په عملیاتو کی  دپا کستان رادار سیستم غیر فعاله کړی وه  چه داڅر ګندونی  پاکستانی منابعو بی بنیاده ګڼلی او ویلی یی دی چه که موږ وغواړو دامریکی بی پیلوټه الو تکی په نښه کړو هم کولی شو لدی څخه معلومیږی چه دکستان حکومت اعتراضونه دامریکی په وړاندی ملت ته دفریب ور کولو په خاطر سره دی  اوهم پاکستان دامریکی عملیات داسامه د وژل کیدوپه خاطر هم خبر شوی وه یعنی دامریکی الوتکی دپاکستان له را دار څخه پټی نه وی  .
 
دپاکستان او امریکی بی باوری مخ په زیا تیدو دی امکان لری چین پا کستان ته ډاډ ګیرنه ور کړی وی او دټکر زمینه را منځ ته شی لکه چه( لیمور هرش )امریکایی لیکوال چه دڅیړنو  په راپور کی بی پردی ویلی چه همدا اوس دامریکی یوه لویه کما ندویی قطعه داو باما امر ته په انتظار دی چه دپاکستان پر اتومی          تأ سیساتو برید  وکړی  لیمورهرش  دا خبره به هغه میلمستیا کی چه دپاکستان سفیر دامریکی لپاره ښاغلی حقانی  د کشمیرکنفرانس دغړو په ویاړ کړی وه وکړه اودا یی هم زیا ته  کړه چه امریکا تر څو (۱۰۰٪) مطمینه نشی قو مانده به ور نکړی .
د امریکا یی منابعو دڅرګندون په اساس چه اوس داسامه دکمپیوټر په پلټلولګیا دی وبه لیدل شی چه دتروریزم او اسامه پر ضد جګړی ته نور دپای ټکی کیښودل کیږی   جګړه ګړندۍ کیږی      ددی جګړی نوم بدلیږی  اشخاص او کمپنۍ پکی راګیریږی   او یا هم نور هیوادونه ددی جګړی  په لمبو کی را ګیریږی  .


نوربیا