د ليبيا حکومت وايي د معمرالقذافي، سيف الاسلام قذافي او عبدالله السنوسي د نيولو امر چي نړۍ والي ټولني يې وړانديز کړى پر ناقصو معلوماتو ولاړ دئ.
د ليبيا د حکومت وياند ويلي چي داسي شواهد نسته چي له مخي يې ولسمشر قذافي، د هغو زوى سيف الاسلام او د استخباراتو رئيس عبدالله السنوسي د ولسي وګړو د وژلو امر کړى وي.
د ليبيا حکومت ويلي لويديځ مطبوعات د امريکا او ناټو په ګټه نشرات او د ده د حکومت خلاف نشرات کوي.
بايد وويل سي چي پرون د نړۍ والي څارنوالۍ له خوا د معمر القذافي ، د هغه د زوى او د استخباراتو د رئيس د نيولو حکم صادر سو چي ياد سوي کسان يې د ليبيا د ولسي وګړو په وژني تورن کړي ول.