کور / تازه خبرونه / د کورنۍ شخړي له امله ٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کورنۍ شخړي له امله ٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن سهار څه باندي درې بجې د کندهار په پنجوايې ولسوالي کي د دوو کورنيو ترمنځ د شخړي له امله دوه تنکي ځوانان ووژل سول او د ښځو په ګډون څلور نور ژوبل سول.
پېښه ددې ولسوالۍ د رود په کلي کي د علي ګل او امان الله په نومونو د دوو کورنيو د غړو ترمنځ رامنځ ته سوې ده او په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
ژوبل سوي کسان روغتون ته وړل سوي او پېښه د دې ولسوالۍ د جنامي جرمونو د مديريت تر پلټنو لاندي ده .