کور / سياسي / د اسامه بن لادن کونډې او د پاکستان ستونځه

د اسامه بن لادن کونډې او د پاکستان ستونځه

کله چې د روانې میاشتې په سر کې د متحده ایالاتو د سمندري پوځ یوه ځانګړې ډله The Elite Navy Seale د اسامه بن لادن د مړي سره یوځای د پښتونخوا له پولو واوښته نو د پاکستان حکومت یې په ایبټ اباد کې له خپلې یو ساعته بوختیا نه خبر کړ.
د امریکایي یرغل نه یو څو ګړۍ وروسته پاکستاني پوځیان د اسامه بن لادن له پټنځي نه په همغه ګهیځ د یو ناڅرګند شمېر لویانو او ماشومانو ترڅنګه د اسامه بن لادن درې کونډې هم د ځانه سره بوتلې. دا کسان امریکایانو په ښکاره د خپلې دویمې الوتکې د ناکاره کېدو له کبله د ځانه سره بونه تلی شوې، او اوس د مالوماتو د یوې ارزښتمنې خزانې په توګه د پاکستانیانو په ولکه کې دي.
که څه هم د متحده ایالاتو یو حکومتي ویاند اوس منلې ده چې  د اسامه بن لادن د وژنې د عملیاتو نه نږدې دوه اونۍ وروسته ورته پاکستانیانو اوس د اسامه بن لادن کونډو ته لاس رسی ورکړی دی، خو د دې لاس رسي نه د ترلاسه شوو مالوماتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د روانو چارو څېړونکي او د نظر خاوندان په دې باور دي چې پاکستان ته په لاس ورغلې دا درې بنې د دې هېواد لپاره ډېر ارزښت لري.
دا اوس د نړیوالو څارګرو او غیر څارګرو کړیو تر منځ یوه منل شوې کیسه ده چې اسامه بن لادن ته ناشونې وه چې د پاکستان پوځ او څارګرو ادارو، او یا ددې ادارو د غټو کړیو د مرستې نه پرته د دې هېواد په یو داسې مهم پوځي ښار کې شپې تېرې کړي. که چېرې د اسامه بن لادن کونډې خپل مېړه سره د پاکستان د څارګرو ادارو له دې مرستو څخه خبرې وي نو د پاکستان پوځ به دا هڅه کوي چې داسې هر هغه څه وکوي چې دا درې بنې، اوس یا په راتلونکې کې، نړیوالو او په تېره امریکایانو ته د دې مرستو په اړه څه ونه وایی.
اټکل شوې ده چې دا درې مېرمنې د ځانه سره د پټو مالوماتو داسې آمیانۍ په واک کې لري چې په مټ یې نه یوازې القاعدې سره د پاکستاني دولتي کړیو له مرستو نه پرده پورته کېدای شي، بلکې پاکستان او افغانستان کې د امریکایانو د نورو دښمنانو په لاندې کولو کې هم مرسته کولی شي. د اسامه بن لادن  ترټولو  ځوانې مېرمن امل سدا پاکستانیانو ته ویلي دي چې دا او مېړه یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په دې ودانۍ کې اوسېدلي دي. که داسې وي نو دا به هرومرو په ډېرو داسې خبرو هم خبره وي چې څارګریز ارزښت یې د پام وړ دی. د بېلګې په توګه دا به په دې پوهېږي چې مېړه یې د باندنۍ نړۍ سره څنګه اړیکه ساتله، پیسې او خواړه یې چا او څنګه برابرول، درملنه او هوساینه یې چا کوله، او تر ټولو غټه خبره دا چې څنګه یې د پاکستان له خروړو پوځیانو او څارګرو ادارو سره پالل. دا ټول هغه څه دي چې د متحده ایالاتو څارګرو ادارو ته یې ارزښت بې بریده دی.
متحده ایالاتو د تېرو دوه اونیو په اوږدو کې د رسنیو له لارې څرګنده کړې ده چې له پاکستان نه یې غوښتي چې دوي د اسامه بن لادن د کونډو ګروېږنې ته پرېږدي، خو د پاکستان حکومت د داسې یوې غوښتنې له ترلاسه کولو نه ناخبري ښودلې ده. اوس چې پاکستان نږدې دوه اونۍ وروسته امریکایان د اسامه کونډو ته د څېړنې لپاره پریښي دي نو دروانو چارو څېړونکو لاندې انګېرنې کړي دي:
 لومړی دا چې یا خو به د دې درې بنو مالومات ډېر سرسري وي او له هغو پټو راکړو ورکړو نه به خبرې نه وي چې اسامه بن لادن او نږدې ملګرو یې د پاکستان څارګرو ادارو سره درلودلې. ځکه خو د پاکستان  پوځ له دې اړخه ډاډه ده او امریکایانو ته یې د دې مېرمنو د ګروېږنې وخت ورکړی دی. خو دا احتمال ډېر کمزوری په دې دی چې اسامه بن لادن د ځان چاپېره ډېر کسان نه درلودل، نو هروهرو یې ښځې د ځینو چارو په ترسره کولوکې د خپل مېړه مرستندویه وې او په دې توګه د اسامه بن لادن له هغو اړیکو نه هم خبرې وې چې له کلا نه د باندې یې درلودې.
بل دا هم کېدی شي چې دا درې بنې د پاکستان څارګرو ادارو سره یوې داسې هوکړې ته رسېدلي وي چې په پایله کې یې د بن لادن مېرمنې د آی ایس آی د تېرو مرستو او احسانونو په پام کې نیولو سره د دې ادارې د رازونو د ساتلو ژبه کړې وي او په بدل کې به یې آی ایس آی د القاعدې د ۲۵۰ نورو فعالو غړو د ساتنې او نه نیولو وعده کړې وي. د دې خبرې شونتیا ډېره په دې ده چې  دا درې مېرمنې، خپل روي خاوند هرو مرو د القاعده د نورو غړو په څېر داسې روزلي دي چې د داسې یو ستراتېژیک تصمیم د نیولو جوګه وي.
دا هم شونې ده چې دې مېرمنو په خپله په تېرو کلونو کې دآی ایس آی سره اړیکې ساتلې وي او د تېرو دوه اونیو په اوږدو کې د همدې څارګرې ادارې سره یې یو داسې پلان جوړ کړی وي چې نه سیخ وسوځی او نه کباب، نه آی ایس آی رسوا شي او نه د القاعدې په اړه امریکایانو ته څه په لاس ورشي.
لنډه دا چې پاکستان به  هره هڅه وکوي چې د بن لادن کونډې د خپلو څارګرو ادارو د  پټو رازونو له رسوا کولو نه ستنې کړي. خو دا هڅې د کاڼي هغه کرښې نه شي ړنګولی چې د پاکستان اسټبلیشمنټ یې د نړیوالې ترهګرۍ سره غوټه کړی دی.
په لوېدیځو هېوادونو کې و ګړو او ټولټاکلو استاځو په خپلو حکومتونو زور ډېر کړی دی چې پاکستان د یو یاغي دولت په توګه وپېژني. د متحده ایالاتو کانګرېس له خپل حکومت نه غوښتي چې پاکستان سره د بلیونونو ډالرو روانې مرستې ژر تر ژره ودروي. ورته کړو وړو د پاکستان هېواد د خپل ژوندانه په ډېر سخت کونج کې ایسار کړی دی.
خو ځني څېړونکي په دې اند دي چې د تېرو لسو کلونو پېښو ښودلې ده چې پاکستان تل د داسې یو سخت اکر نه د وتلو دویم پلان لري. د پاکستان راتلونکی ګام کېدی شي دا وي چې د افغان اپوزېسیون غړي، لکه ګلبدین حکمتیار، ملا محمد عمر، حقاني ورونه، او یا له هغو لسګونو یاغیانو څخه یو،  چې د ځانه سره یې ساتلي، را پورته کړي او لاس تړلی یې امریکا ته په ګوتو ورکړي، او په دې توګه په ترهګرۍ کې له ککړتیا نه د ځان سپینولو هڅه وکړي. په سیمه کې د لوېدیځ د کمزوري سیاست لس کلن تاریخ وایي چې کېدی شي پاکستان په داسې یو چل کې بریالی هم شي، او یو ځل بیا لوېدیځ هېوادونه وغولوي. خو که داسې وشي متحده ایالات به په سیمه کې بریالیتوب په سترګو ونه ګوري.