دغه پروګرام چې دپكتيا ولايت دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز له خوا دکمپيوټردهارډوييرد زده کړې په خاطربرابرشوی وويوه مياشت دمخه پيل شوی وونن يې لومړۍ دوره زده کوونکي د ټولنې غېږې ته دخدمت په موخه ورکړل . لومړۍ ځوانانوته دښه راغلاست او د ځوانانو دهڅونې لپاره دپكتيا ولايت دځوانانوداړيكواومعلوماتو مركزمشرسيدجمال آصف خېل وينا واوروله ده وويل : ډېرخوښ يم چې دپكتيا ولايت ځوانان ديوه داسې ګټورپروګرام څخه برخمن شول چې دهېواد په ودانولوكې ورته ډېره اړتيا لېدل كيږي موږبه په دې هڅه كې يوچې دځوانانود ذهنونو دلوړولوپه موخه ډېرىد پروګرامونه پلي كړوچې يوله همدغو پروګرامونوڅخه همدا دكمپيوټردهارډوييرښوونيزكورس دی . داښوونيزکورس چې دپکتیا ولايت دځوانانوچاروآمريت
دځوانانوداړيكواومعلوماتومركزله خوا په لاره اچول شوى درې پړاوه به ولري په هرپړاوكې به ۲۰شل تنه زده كوونكي فارغان وركړي اوهرپړاو به يوه مياشت دربر ونيسي، چې ښکاره بېلګه يې دنن ورځې ديوې دورې دفارغينونمانځغونډه ده . ددې ترڅنګ نورپروګرامونه هم په نظركې لرو چې هغه دانګليسي ژبې زده كول،پروپوزل جوړونې ،دورزشكارانولپاره دسپورت په برخه كې مرسته كول اوداسې نورپروګرامونه چې په راتلونكي كې به پلي شي . ده له دولت اونړيوالې ټولنې وغوښتل چې دځوانانولپاره په پكتياكې خپلې مرستې نورې هم وغځوي ترڅودهغوځوانانوستونزې حل كړي كوم چې په نېشه يي توكو روږدي دي اوياهم بې وزلۍ سره لاس اوګرېوان دي. ورپسې دپكتيا ولايت ولايتي شورا غړي وکيل مياخېل ځاځي له ځوانانو وغوښتل هغه کسان چې يوه دوره يې په دې ښوونيز کورس کې برخه اخېستې وه غوښتنه ترې کووچې په حکومتي اداروکې دندې اجراکړي ترڅو د دولت ادارې په ښه اواسانه توګه خپل اداري کارونه پرمخ بوزي هغه ځوانان چې دمګړۍ دې ښوونيزکورس سره د دوهمې دورې لپاره يوځای کيږي له هغو هم غوښتنه کووچې په ډېره مينه دا پروګرام تعقيب كړي ده زياته كړه زما په شمول دپکتیا ولايتي شورا ټول وکيلان به په دې هڅه کې يو ترڅوداسې ډونران پيداکړوچې په پکتیاکې دځوانانولپاره ښوونيز اوروزنيزپروګرامونه پر لاره واچوي ده له دولت اوخيريه موسسو وغوښتل دپکتیا ځوانانولپاره دې دانټرنېټ زمېنه هم برابره کړي ترڅوځوانان دنوې ټکنالوژۍ سره بلد شي. له هغه وروسته دياد ښوونيز كورس زده كوونكی نورمت خان څمکنی چې دبری ليک اخېستو په وخت کې ډېرخوښ وو دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز نه په مننې وويل :ډېرښه اوپه زړه پورې پروګرام يې په لاره اچولی دی په زړه پورې ځکه دی چې تر اوسه په پكتياكې داډول گټورپروګرام نه دى پلى شوى داښوونيزكورس چې په ډېرښه ميتود اولوړه كچه يې موږته ديوه تکړه ښوونکي له خوا تدريس كېده ډېرڅه مو ترې زده کړل .ځوانان چې راتلونكى ددوى په لاس كې دى په اداروكې چې كله هم دوى كاركوي هغه څه چې دوى دلته زده كړل ددوى دكارداسانتيالپاره به ورسره ډېره ښه مرسته وكړي ځكه چې نن سباپه ټولو اداروكې دچارودسمون لپاره ډېرى له كمپيوټرڅخه كاراخېستل كيږي . .داپه داسې حال كې دى چې دپكتيا ولايت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركزپلان لري چې ديوه كلن منظم پلان له مخې دپكتياپه ټولو ولسواليوكې ډېرى ښوونيزاوروزنيز پروګرامونه پرلاره واچوي .