د هلمند ولايت د ملي امنيت منسوبين وايي چي د دې ولايت په ګرشک او نادعلي ولسواليو او لښکرګاه ښار کي يې د يو شمېر پلټنو پر مهال يو ميل ماشينګڼه ، شپږميله کلاشينکوف ، يو ميل راکټ ، يو ميل سل ډزې ماشينګڼه او يو شمېر نوري وسلې نيولي . چارواکي وايي چي د دې وسلو سره يې څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .