چارشنبه ۱۲مه د اپريل ۲۰۱۱ع
والنګټن – لندن
nasirresha@hotmail.com
ماخوستن ناوخته دکار څخه و کورته راورسېدم؛ ډېر ستړی وم. موټرته مي د خپل کور څخه څو ګامه ليری ځای پیدا کړﺉ او هلته مي پارک کړ. خپله په پښو د کور پر خوا را رهي سوم . کور ته نارسيده یوه ګيدړه په مخه راغله . ګيدړه زما پر لاره ، ځای پر ځای، راته ودرېده او په خپلو برېښندکو سترګو په ځيرځير راته په کتو سوه. زه ورو ورو ور نيزدې کیدم خو دا پر خپل ځای مېخ ولاړه وه. نه پوهېدم چي اوس «پيشته! » ورته ووايم «کيشه!» او که بل څه . ما فکر کاوه چي دې و ماته زما په سيمه کي لاره نيولې ده ، خو دې په خپلو سترګو ماته یو بل حقيقت وایه. چي، ٫٫ياء، ته زما وکور ته راغلی یې . دا زما کوڅه ده . ته پردی یرغلګر یې نه زه. زما پلار او نيکه تر تا قرنونه دمخه دلته میشته ول . دا زموږ خپل ټاټوبۍ دﺉ . تاسي راغلاست زموږ مېنه مو قبضه کړه، سړکان مو وايستل، موتران موپر رارهي کړل ، لوی لوی بلاکونه مو جوړ کړل او اوس ته غواړې چي ماهم وشړې ….. ځان ته مو بيخي لو لوټه ايښې ده…….که دا نور حیوانان خطاايستلای سي ما نه سی … ٬٬ دغي پيښي زما د مغز په شاړه مځکه کي د یوه سوال تخم وکری، چي دا لاندي ليکنه د هغه تخم د مېوې په توګه نن ستاسو مخ اېښودل کيږي .
انسان او حيوان* د فزيکي جوړښت له مخي او له هغه څخه د را زېږېدلو بنيادي- حیاتي اړتياو له بابته یو بل ته خورا ډېر سره ورته مخلوقات دي . مثلاً: دواړه د خپل ژوند د بقـاء لپاره هوا، اوبو، غذاء، اطراح، خوب او جنسي عمل ته اړ تيا لري. همدارنګه دواړه مخلوقات په طبيعي ډول غواړي او هڅه کوي چی د ډيري يخنۍ او ګرمۍ، رنځ، ژوبلي او نورو طبیعي او غیر طبيعي دښمنانو څخه ځانونه، خپل بچيان او کورنۍ خوندي وساتي .
انسان او حيوان د خلقت له اولي ورځي څخه تر اوسه پوري پر دې مځکه ، د پورته اهدافو د لاسته راوړلو او ساتلو په مسابقه کي منډي وهي . دا بايد ومنل سي چي، انسان د خپل حريص او ناشکره فطرت په قومانده او دخپل فوق العاده مغز په مرسته د طبيعت پر دې ارت ميدان، په زياتو برخو کي، ښه ډېر وړاندي تللی دﺉ . د دغه پرمختګ لوی لامل ، په انسان کي دخپلي پوهي ، افکارو او تجربو دانتقالولو د ظرفيت صفت دﺉ . په بله وينا، یو حيوان د خپل ژوند د تجربو ټوله متاع له ځانه سره وړي او بل نسل يې مجبور وي چي ، تقرېباً هرڅه پخپله له سره وازمايي او زده يې کړي، خو يو انسان د نورو تېرسووهمنوعانو د لاسته راوړونو څخه هم ښه پرېمانه ګټه اخلي . که يې خپله هم څه پر اضافه کړل هغه هم، معمولا،ً راتلونکو نسلونو ته ور نقليږي، چي دا بهير ورځ په ورځ پوهه ډيروي او محصولات يې ثيقلوي . علاوه پر دې، له مذهبي پلوه هم د دواړو مخلوقاتو خالق هم حیوان ته نه، بلکي د انسان لارښووني ته پیغامبران او کتابونه را استولي دي ، تر څو دﺉ وکولا ی سي خپلي بنيادی- حياتي اړتياوي (چي په سر کي اشاره ورته وسوه) په یوه منظم او عادلانه چوکاټ کي لاسته راوړي او د خپل هادي خدای (ج) د مرستي کورودانی او شکر د ادا کړي .
تر دغه ځاي پوري که څوک اټکل وکړي نو به خامخا و وايي: ٫٫چي انسان خو، په دې دومره ورکول سويو امتيازاتو او وسايلو باید په ډېره آسانۍ وکولای سي چي د دغه طبيعي مسوليت تر سلطې یا الهي ماموريت تر عهدې په کاميابۍ راووزي ؛ حيوان خوارکۍ چيري دومره توان لري٬٬. ښايي همدا دلیل به وي چي انسان اشرف المخلوقات بلل سوی دﺉ ، خو دا لقب د ځان سره لوی مسوليت او رسالت هم لري.
اوس به راسم و دې پوښتني ته، چي انسان د دغو امتيازونو او لوړي مرتبې په درلودلو سره د خپلو عادي -بنيادي اهدافو په لاسته راوړلو کي د حيوان په پرتله چيري موقعیت لري؟ نو راځی چي پر دواړو یو ځغلنده نظر وکړو.
• که انسان پر خپل فوق العاده مغز او نطق نازېږي، نو بیا څنګ ته يې حرص ، کرکه، حسد او د غچ اخيستلو ناوړه صفات هم لري؛ خو حيوان که دا دوه ګټور صفتونه ، ډېر، نه لري نو دا نور تاواني خویونه يې هم په ځان کي نسته.
• د انسان په فطرت کي دغه عامیانه وراشه (ميم زر ما ټول يې زما) مقوله حکاکي سوې ده. دی هر شی و ځان ته غواړي – مړېده نه لري ، که ټوله دنيا ور ورسيږي بيا يې هم سترګه په نورو سیارو کي وي ؛ خو حیوان یوازي د خپل او کله کله د خپلو بچيانو د نس د مړولو د پاره ښکار کوي، او تر مړېدو ورسته په چا کار نه لري .
• د انسان خپل د بشري تاريخ پاڼي په خپل منځي جګړو تکي سرې کړي دي، او تر اوسه يې د ۲ نړۍ والو جګړو ویاړ ګټلی دﺉ؛ خو د حيوانانو په حيواني تاريخ کي یو له بل سره ډليزه جګړه بيخي نه ليدل کيږي، نړۍ واله جګړه څه چي د دوو ځنګلونو په سطحه ، د مختلفو، حيواناتو په منځ کي یوه سپکه خوشکه یا ترخه خبره لا نه ده پېښه سوې.
• نن انسان د لوږي ، سوء تغذۍ اودربدرۍ سره لاس او ګرېوان دﺉ ؛ خو حیوان که چيري وږی او بې کوره هم وي نو خامخا به دانسان ملامتي وي .
• انسان د حيوان کور ورڅخه اخيستی دﺉ ، طبيعت او چاپېريال ککړکړی دﺉ او د ټولو ښکلي کــُرې ته يې ډېر تاوان رسولی دﺉ؛ خو حيوان یو له دغو ناوړه کارونو څخه لا نه دﺉ کړﺉ ، البته د طبيعت په ښکلا کي يې لا نوره ونډه هم اخيستې ده.
• انسان که اور اختراع کړی دﺉ ؛ حيوان بیاد خپل ورور کور هم نه دﺉ سوځلی .
• د انسان تمدن د حیوان په جنګولو، په سرکس کي نڅولو، د لذت دپاره په ښکارولو کي دﺉ؛ او د حيوان وحشت یا بدويت د پورته افعالو په نه کولو کي .
• انسان د نو موړو ساده حياتي اړتياو د موندلو د پاره خپل خارق العاده ماغزه ځغلولي دي او بېلا بېل مذهبونه ، سياسي مکتبونه او ايډيالوجیکي چوکاټونه يې د تاريخ په بېلو پړاو کي ، مسلسل پر ځان کتلي او لري غورځولي دي او بېرته يې، که غوښتلي او که نه دي؟ د هماغه حقېر حيوان د ځنګل ولایتغیره قانون (زورور کمزوره خوري) ته پناه ور وړې ده ( له افرادو څخه نيولې تر هيوادونو پوري، زورور کمزوره خوړلی او خوري)؛ خو حيوان پر همدا یوه ورښول سوي قانون کامیاب روان دﺉ، او هيڅ کله د نورو قوانينو دجوړولو شوق او ضرورت نه دﺉ ورته پېښ سوی.
د پورته بیان په کولو دا نتجې ته رسيږو چي د نن انسان په خپل طبيعی او بندګي رسالت کي ناکامه سوی دﺉ . زه فکر نه کوم چي انسان ، د دې دومره ترقۍ سره سره، کولای سي چي د کوچني مېږيانو د نظم ، عدالت ،ډيسپلين، یووالي، ورورولۍ، هماهنګۍ، خواريکښۍ او قوت ** سره خپلي لاسته راوړني پرتله کړي ، نور مخلو قات به پرېږدو . پر دا بله خوا، حيوان ځکه کامیابه دﺉ، چي خپل رسالت یې پېژندلی او په ټينګه پر خپل قانون روان دﺉ. انسان چي د دې دنيا په خلافت مامور سوﺉ دﺉ طبعاً ټول اړين اوزار هم ور کول سوي دي او لاره هم ور ښول سوې ده، خو ده له دغو امتيازنو څخه سوء استفاده کړې ده ، پر غلطه لار پر مخ تللی دﺉ او خپل ټاکلي معراج ته اصلاً نه دﺉ رسېدلی . ځکه نو، زما په ګمان، نننی انسان ته «اشرف المخلوقات» ویل په یو څه تامل ارزي .
(کاشکي هغه ګيدړي هم زما دا نوشته لوستلای سوای .)
_________________________________
*د ځينو حیوانانو په استثناء
** یو ميږی (مېږتون) کولای سي تر ځان ۵۰ چنده وزن پر ديوال پورته کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه