کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مرستـــي څه ډول وکارول ســــي ؟

مرستـــي څه ډول وکارول ســــي ؟

           مرسته کول چې په هر شکل سره وې دا د انسانې کرامت ېوه مهمه بېلګه ده .دا ځکه چې د انسانې ټولنې بنسټ په خپل ذات کې  ېو دبل  پر مرسته کولو ولاړ دې .دغه اصل په هغه حقیقت  پورې تړلې دې چې هېڅ انسان د ځانه پوره ندې او دې په خپل ټول ژوند کې محتاجه مخلوق دې . که ېو سړې د ېوه  شې خاوند وې بېا بل شې په لاس کې نلرې او مجبوره دې چې هغه د بل چا څخه په لاس راوړې . ېعنې  په ټولنه کې هرو مرو ېو انسان  و بل انسان ته محتاجه وې.


دمرسته کولو په پروسه کې دوه جانبه ( مرستته کونکې او مرسته غوښتونکې) شتون لرې .مرسته کول ډول ډول شکلونه لرې .دا مرسته کېداې سې چې په عمومې توګه  د ېوه محتاجه سړې د ژوندانه په معنوې  ېا مادې برخې پورې اړه ولرې . ېا ېو سړې کولاې سې د بل چا سره په  معنوې ېا مادې برخه کې مرسته وکړې . په هر صورت هر سړې چې د هر ډول مرستې توان ولرې باېد هغه د بل محتاجه سړې څخه ونه سپموې . 


          په هره ټولنه کې چې د مرستې کولو روحېه وده کړېوې ، هرو مرو هغه ټولنه  د ژوندانه په ټولو برخو کې په ډېره چټکې سره مخ په وړاندې تللې ده . برخلاف ، په هغې ټولنې کې چې دا روحېه ضعېفه وې ، په هغه اندازه د ژوند ټولې چارې ېې مخ په کښته روانې دې او خلګ ېې د ډول ډول کړاونو سره لاس او ګرېوان وې .


        دمرستو مهم ډولونه :


لمړې -معنوې مرستې : داډول مرستې د انسان د ژوندانه په پوهنې او روزنې پورې تړلې دې  .


دوهم –  مادې مرستې : داهغه مرستې دې چې د انسان مادې ژوند ورسره تړاو لرې .


د مرستو رسولو طرېقې :


لمړې – په وړېا توګه : وړېا مرسته ښه ده ، خو تاوان ېې دادې چې د مرسته غوښتونکې  د ضرورت په اندازه نه وې . بل داچې د وړېا مرستې اغېزمنتوب کم وې  او دټاکلې  هدف د پاره نه کارول کېږې .لنډه داچې ددې ډول مرستو په لاسته راوړلو کې نه لاس تڼاکې کېږې او نه تندې خولې کېږې . نو هغه مرسته چې د لاس په تڼاکو او د تندې په خولو لاسته نه وې راغلې ، د هغو څخه هدفمند کار نه اخیستل کېږې .


دلته ېوه خبره ډېره مهمه ده او هغه داچې که چېرې مرسته د ټولنېز هدف د پاره وې او په هغې کې کومه شخصې ګټه په نظر کې  نېولې سوې نوې ، نودا مرسته باېد  په وړېاتوګه  وې لکه دښونځېو ، دلارو او پلونو ،روغتونونو جوړول اوداسې نور.


دوهم – د پېسو په بدل کې: داډول مرستې ډېرې اغېزه ناکې دې او هغه  په دې خاطر چې مرسته غوښتونکې مکلف  دې چې د لاسته راوېستلې مرستې په مقابل کې ېو څه بېرته و مرسته ورکونکې ته ورکړې . یعنې د مرسته ورکونکې او مرسته غوښتونکې تر مېنځ مکلفېت وجود لرې .همدغه مکلفېت دې چې مرسته غوښتونکې  دې خبرې ته اړباسې چې مرسته د ټاکلې هدف په لاسته راوړو کې وکاروې، تر څو د مرسته ورکونکې په وړاندې خپل مکلفېت تر سره کړې .


مشخص وړاندېز:


لمړې :هغه مرستې چې د دوستو هېوادونو د خوا څخه د ګران هېواد د بېا ابادول په خاطر هېوادته راغلې او ېا راځې ، داټولې پېسۍ دهېچا شخصې پېسې ندې او نه باېد هغه د شخصې ګټو د پاره وکارول سې .


لمړې هغه باېد په عامه پروژوکې ولګولې سې او په دوهم قدم کې باېد داپېسې و خصوصې سکتور ته په پور په ډول ورکړه سې  نه په وړېا توګه .


حکومتې اړوند ارګانونه مکلفېت لرې چې ددې پېسو او مرستو د پاره مسلکې او مسؤل ارګانونه اېجاد کړې چې ددغو مرستودقانونمنده  کارولو دپاره قانونې چوکاټونه جوړ کړې  او دپېسو د راکړې ورکړې  دپاره منظم   او با قاعده طرزالعملونه موجود وې .


که چېرې دا کار صورت ونه نیسې ، نو که د دنېا ټول هېوادونه ټوله مرستندوېه سې او خپله ټوله هستې زموږ په واک کې راکړې ، داټولې پېسې او مرستې به  و شخصې جېبونو ته ځې  . نه به زموږ هېواد اباد سې او نه به دا بېو زلې او غرېبې ورکه سې


دوهم : هغه ملې شتمن چې د مرسته کولو مالې او معنوې توانمندې لرې ، باېد د خپل ملې مسؤلېت د سرته رسولو په خاطر  د وطن په ابادولو کې پانګه اچونه وکړې او حکومت ددوې د پانګې اچونې د کارولو او مصؤنېت  پوره قانونې چوګاټ جوړ کړې .