کور / تازه خبرونه / ناټو په هلمند کي د خپلو دوو سرتيرو وژنه ومنله

ناټو په هلمند کي د خپلو دوو سرتيرو وژنه ومنله

د ناټو ځواکونو يوه اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم را استولې ليکي چي تېره ورځ يې په هلمند کي د يوه افغان پوليس په ډزو کي دوه بهرني فوځيان وژل سوي . اعلاميه ليکي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله بهرني ځواکونو د عامه نظم د پوليسو سره يوځاى د ډوډۍ خوړه لو تيارى نيوى چي ناببره ورباندي د يوه پوليس د لوري ورباندي ډزي وسوې او په پايله کي يې دوه بهرنيان ووژل سول .
د يادوني وړ ده چي نن سهار طالبانو پخپل سايټ کي په هلمند کي د يوه بريد په پايله کي لومړى د دوو بهرنيانو د وژني او دوو د ټپي کېدني خبر ورکړ خو څه ګړى وروسته يې په يوه بل خبر کي دا شمېر ١٣ تنو لوړ کړ او په خبر کي ويل سوي وه چي په وژل سوو کسانو کي اته تنه بهرنيان او پنځه تنه افغان پوليس دي .
ناټو ليکي چي وژل سوى کس په جوابي ډزو کي ژوبل سوى او اوس تر درملني لاندي دئ .
په دې سره د مى د مياشتي په تيرو سوو ديارلسو ورځو کي د وژل سوو بهرنيانو شمېر ديارلسو تنو ته ورسېد .