کور / تازه خبرونه / زابل :پرشملزوپاكستاني ملېشوو حمله كړې

زابل :پرشملزوپاكستاني ملېشوو حمله كړې

په زابل كې پاكستاني ملېشووپرشملزوالسوالۍ بريدكړى
ځايې اوسېدونكې وايې چې پاكستاني لوري هڅه كول ۴ افغاني كلي ترخپلي ولكې لاندي راولي .
چارواكي هم دغه هڅه تائيده خووايې چې افغان سرحدي پوليسويې پروخت مخه ونيول .
شملزي دزابل يوه له هغووالسواليوڅخه ده چې ډيورنډكرښي ته نږدې پرته ده .
نښته دپنج شنبې په ماښام رامنځ ته سوې او ۲ ساعته يې دوام كړى.
دزابل دوالي مرستيال محمدجان رسوليارلراوبرته وويل چې نښته هغه مهال رامنځ ته سول چې پاكستاني ملېشوو غوښتل دشملزووالسوالۍ د(كلاتگي)په سيمه كې ۴ كلي ترخپلې ولكې لاندي راولي .
ده زياته كړل چې دپېښي په اړه تحقيقات كوي اونورجزيات به وروسته رسنيوته اعلان كړي .
بلخواپه جنوب كې دسرحدي قواوو درستيزوال جنرال عبدالرازق لراوبرته وويل چې پدغه نښته كې يوسرحدي پوليس اويوولسي وگړۍ وژل سوى اويوبل سرحدي پوليس ټپي سوى .
ده زياته كړل چې پاكستاني ملېشوو ته يې هم مرگ ژوبله اړه ولې خوكره شمېره يې ونښودل .