پرون د مالي وزارت معين شهراني او د اوبو او بريښنا وزارت معين په پكتيا ولايت کښي د نويو پروژو خبر وركړ:
۱- د بريښنا شبكه : كابل – پكتيا له اويا ميلونو څخه تر سلو ميلونو ډالرو پوري.
۲- د مچلغو د اوبو بند جوړول؛ چي شل ميلونه ډالر ورته ځانګړي شوي.
۳- د پكتيا پوهنتون د تعمير جوړول او فرنيچر اخيستل – ۱۶ سوه زره ډالر .
له اويا ميلونو څخه تر سلو ميلونو امريكايي ډالرو پوري د بريښنا د لګېدولو په برخه كي له كابل څخه ژمنه وشوه چي دا پيسي د آسيايي بانك بلاعوضه مرسته ده
چي د بريښنا د اشبكه به پكتيا، پكتيكا او خوست ته بريښنا وركوي
همدارنگه د مچلغو بند په اړه ژمنه وشوه چي شل ميلونه دالر وركول كيږي چي بند پري جور شي اوس مهال يو ميليون دالر عملا د او بو او بريښنا وزارت ته وركړل شول چي تخنيكي د بند سروي وشي
همد رانگه د پوهنتون په برخه كي شپاړس لكه دالر وعده وشه چي په 15 لكه به يي تعمير جوريږي او يو لك به په فرنيچر او تجهيزاتو لگول كيږي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه