کور / سياسي / امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې ( لومړۍ برخه)

امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې ( لومړۍ برخه)

امريکايي پوځ د ۲۰۰۱ عيسوي کال د اکتوبر پر اوومه ، زموږ پر وياړلي هيواد ( افغانستان )وسله وال يرغل وکړ. د دې يرغل پلمه ظاهراً د القاعدې او طالب واکمنۍ نسکورول وه، خو ويښو او دراکو افغانانو له همغي  لومړۍ ورځي څخه د دې ظالمانه  بريد تر شا د داسي تورو او کرغېړنو لوبو نخشې ليدلې، چي خدای مکړه يوه ورځ به زموږ د پلرونو او نيکونو دا تاريخي مېنه له لويو خطرو سره مخامخ کړي . دا پوښتنه چي امريکايي استعمارگران او د هغو نور متحدين به په افغانستان او شاوخوا سيمه کي د خپلو ناروا هدفو په عملي کولو بريالي کيږي که يا، دمګړی څه روښانه جواب نه لري؛ ځکه تر اوسه لا ډېري لوبي صحنې ته نه دي راغلي . مګرپه دې ځلانده حقيقت د هر چا سد رسيږي، چي زموږ په سرلوړي هيواد کي د امريکا د دايمي چوڼييو يا لښکرکوټو جوړول د دغه راز  استعماري نخشو د تحقق په لار کي تر ټولو لومړی او اساسي ګام دئ .


 


څو مياشتي مخکي مي په مطبوعاتو کي د امريکايي چوڼييو د خواشينوونکي خبر له اروېدو سره جوخت په هغه لنډه مقاله کي خپله اندېښنه  څرگنده کړه، چي د« پايگاه های نظامی امريکا: عامل تشنج و بی ثباتی » تر سرليک لاندي د «لر او بر»، « افغانستان آزاد-  آزاد افغانستان » او ځينو نورو معتبرو افغاني ويبپاڼو له لاري خپره سوه.


 


اوسنۍ پښتو ليکنه، له نسبتاً پراخو جزيیاتو او مدارکو سره په څو برخو کي وړاندي کيږي . په پیل کي د امريکايي چوڼييو د جوړېدو پر اساسي علتونو او عواملو ږغېږو؛ بيا دامريکايي لښکرکوټو تر منحوس سيوري لاندي دهغه خطر پر ځينواړخو خبري کوو، چي زموږ تاريخي ټاټوبی به د ډېورنډ د لعنتي کرښي په شان د تجزيې اوحتا نابودۍ له بې ساري خطر سره مخامخ کړي؛ په يوه بله برخه کي د امريکايي عسکرو د دايمي حضور د مخالفينو او پلويانو بېلابېلي ډلي درپېژنو؛ او د امريکايي عسکري اډو دپلويانو پر مختلفو دلايلو او اندېښنو جلا جلا بحثونه کوو؛ ور پسې زموږ په لرغونې هيواد کي د جرگو تاريخي دود و دستور ته په لنډي اشارې سره، پر دې مهمه او اساسي مسأله غوَر کوو، چي د حامدکرزي د تپل سوي حکومت په لاس جوړه سوې لويه جرگه په افغانستان کي د امريکايي عسکرو دايمي اډو ته مشروعيت ورکولای سي که څنګه؟ دې پوښتني ته تر جواب ويلو وروسته د پردو لښکرو د همېشني حضورپر ځای د حل ملي او افغاني لاره  بيانوو؛ او په پای کي د ايتيمولوژۍ او ليکسيکالوژۍ په روڼا کي د ځينو لښکري يا عسکري ټکو په اړه لنډه شرحه کاږو. هېره دي نه وي، چي د هري لانجمني او جنجالي مسألې د زبادولو يا روښانولو له پاره مو پر خپلو دلايلو سربېره، پراخ ماخذونه او سندونه هم وړاندي کړي دي .  د دې خبري مانا دا ده، چي په ليکنه کي هوايي او تشي خبري ځای نه لري .


 


په افغانستان کي د امريکايي چوڼييود جوړېدو او تداوم اساسي سببونه


په افغانستان کي د امريکايي چوڼييو د جوړېدو د اساسي علت د شنني او سپړني له پاره بايد تر هر څه مخکي د جيمي کارټر د جمهوري رياست په زمانه کي د سپيني ماڼۍ دامنيتي سلاکار او د پينټاگان او سي . آی .اې .  د لوی لارښود –  پروفيسر ډاکتر ز. برېژينسکي هغه نظر ته مراجعه وکوو، چي په خپل نامتو اثر ( د سطرنج لويه تخته)کي يې بيان کړی دئ . دی د خپل کتاب په دېرشم او يودېرشم مخ کي کاږي، چي د نړۍ په اوسنييو شرايطو کي د يوريشا د سيمي کنټرول د امريکا د متحدو ايالاتو له خورا مهمو ستراتېژيکو لومړيتوبو څخه ګڼل کيږي . ډاکټر برېژينسکي ټينگار کوي، چي په سيمه کي د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ تر ختمېدو وروسته، اوس د امريکا د متحدو ايالاتو له پاره تر ټولو لوی او مهم کار دا دئ، چي په يوريشا کي د لوی مخالف ځواک د را ټوکېدو مخه ونيسي .  چین، روسيه او ايران په دې ارزښتناکه سيمه کي درې احتمالي مخالف ځواکونه بلل کيږي . د برېژينسکي د څېړني له مخي په دې سيمه کي د نړۍ په سلو کي پينځه اويا وگړي ژوند کوي؛ او د گرده نړۍ د انرژۍ او نورو طبيعي شتمنييو درې پر څلور برخي هم د دې سيمي ترخاورو لاندي پټي دي .


 


د پروفيسر برېژينسکي له ستراتېژيکي سپړني څخه په څرګنده دا نتيجه اخيستله کيږي، چي د يوريشا د پراخي او شتمني سيمي د ټولو امکاناتو او ظرفيتوپه لاس کي نيول، د امريکايي لښکرو د رواني لس کلني جګړې اوعسکري اډو له اصلي او اساسي مقصدو څخه شمېرل کيږي . که څوک د استعمار تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه وکي، له ورايه گوري، چي د هر يرغلگر جنگ او هر استعماري تيري تر شا اصلاً اقتصادي گټي پرتې دي . په حقيقت کي همدا اقتصادي ګټي دي، چي د لاس ته راوړلو يا ساتني له پاره يې تل د سيالو اړخو تر منځ رنګارنګ شخړي او جنگونه کيږي . زموږ خلگ بې ځايه نه وايي : جنگ پر غله دئ . دا خبره بې اثباته روښانه ده، چي دگټي خبره نه وي هيڅ هيواد لښکرکښۍ، جگړې او بربادۍ ته لاس نه اچوي . ښکاره خبره ده، چي افغانستان د يوريشا د ټولي سيمي د انرژۍ او نورو طبيعي زېرمو د لېږدولو په چاروکي د خورا مهم ارتباطي رول په لرلو سره امريکايي ستراتېژيستانو ته ډېر لوی ارزښت لري؛ خود پروفيسر برېژينسکي د غولوونکي استدلال پر خلاف، په افغانستان کي يوازي اقتصادي ګټو د امريکا د سياسي او لښکري ستراتېژيستانو سترګي نه دي وړي . دلته دپوځي حضور او دايمي چوڼييو تر پردې شاته پر پراخو اقتصادي ګټو سربېره  ډېر نور خطرناک سياسي او عسکري پلانونه هم پراته دي، چي د سي . آی . اې او پينټاګان مکار استاد يې په ډاګه يادونه نه کوي . 


 


د يوريشا د جغرافيايی –  سیاسي، جغرافيايي –  ستراتېژيکي او جغرافيايي – اقتصادي سيمي د واکمنۍ تر لاسه کول د انرژۍ د پراخو زېرمو، بې سارو طبيعي شتمنييو او لويو انساني ظرفيتو تر څنګ، متحدو ايالاتو او د هغو نورو سياسي –  عسکري متحدينو ته  د دغو نخشو او هدفو د تحقق واک ورکوي :


  د بېلابېلو ستونزو او کړکېچونو په را منځ ته کولو سره د نړۍ د راتلونکي سترځواک ( چین) د اريانوونکو اقتصادي او نظامي پرمختگو مخنيوی؛ ځکه د ۲۰۱۰ع کال په وروستييو درو مياشتو کي د متحدو ايالاتو اقتصادي وده په سلو کي  ګرسره درې اعشاريه يو( ۳،۱)وه؛ په داسي حال کي چي د چين اقتصاد په سلو کي لس (۱۰) وده لرل . د امريکا سياسي، عسکري او اقتصادي طراحان دا وضعه تر ډېره نسي زغملای .


– په سيمه کي د روسي  فدراسيون د بيا واکمنۍ او نفوذ لاره تړل .


  د سيمي ملي، اسلامي او ازداۍ بخښوونکو غورځنگوته د نابودې تر پولي د کړاوونو او پېچومو جوړول .


– پر سياسي لاسوهنو او اقتصادي بنديزو سربېره، داټومي وسلو په ترلاسه کولوکي د ايران اخوندي رژيم ته  بېلابېل خنډونه پيدا کول .


  دپاکستان بې ثباته سياسي او امنيتي حالاتو ته په پام سره له يوې خوا د خپلو وفادارو ملگرو او متحدينو په لاس کي د هغه هيواد د اټومي وسلو خوندي ساتل؛ او له بلي خوا د دغه هيواد په سیاسي، عسکري او اقتصادي نظام کي دچین د زياتېدونکي نفوذ څارل .


  د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي آسيا په نوو خپلواکو هيوادوکي د ډيموکراسۍ، بشري حقوقو، آزادو مطبوعاتو اوتخنيکي –  اقتصادي پرمختگو تر پردې لاندي سیاسي اقتدار ته د خپلو مزدورو  سياسي گوندواو سازمانو رسول .


  د افغانستان د شمالي سيمو د بشپړ يا نيمه خپلواک کولو له لاري، په سيمه کي د استعماري لومو خپرول .


  په سيمه کي د خپلي فرهنګي او مذهبي اغېزې پراخول او پياوړي کول . . .


 


دا ټول سیاسي، اقتصادي او ستراتېژيکي هدفونه په گډه زموږ په پراخه او غني سيمه کي د متحدو ايالاتو د هر اړخيز برلاسي له پاره لوی او حياتي ارزښت لري .  له همدې کبله دا خبره ناڅاپي نه ده، چي د سيمي هر هيواد د دغه راز خطرو په ليدو سره د امريکايي پوځو له  مؤقتي او دايمي حضور سره کلک مخالفت لري . په سيمه کي د امريکايانو دې  استعمارګر ضربتي ځواک ته د هر ممکن زيان رسولو په مقصد له تېرو لسو کالو راهيسي زموږ په ويرژلي او کنډواله هيواد کي د افغان وژني بې رحمانه جگړه روانه ده . د پردو دولتو دا ناروا او ظالمانه جگړه  يا پروکسي وار (proxy war)به بېله شکه تر هغه مهاله ادامه لري، چي ايتلافي پوځونه په خپل مؤقتي يا دايمي حضور سره د سيمي د هيوادو سياسي، اقتصادي او ستراتېژیکي ګټوته گواښ پېښوي .


 


ځيني امريکا مشربه افغان لیکوال او شننونکي، چي بې گومانه له امريکايي استعمارګرانو سره پر يوه کاشين ډوډۍ خوري ، د دې خبري له حقانيت څخه سترگي نه پټوي، چي امريکايي پوځونه په افغانستان او مرکزي آسيا کي اصلاً د انرژۍ او نورو طبيعي زېرو د لوټولو له پاره  زموږ په هيواد کي د خپلو استعماري چوڼييو زيندی کوونکی جال خپروي، مگر سره له هغه هم په بې شرمۍ سره استدلال کوي، چي د نورو اولسو د ملي شتمنييو چور او چپاو افغانانو ته هيڅ تاوان نه لري . د دوی د ادعا له مخي کېدای سي په دغه راز لوټمارکي پر افغانانو هم څه  وڅڅيږي . د دې خبري مانا دا ده، چي افغانان بايد د جوال په نيولو سره د امريکايانو د غلا او غارت په کار کي مرسته وکړي .


 


شرموونکې خو لا دا ده، چي دا راز خاينانه بيانونه، د هغو کسانو تر خولې هم راوزي، چي پرون يې د روسانو په نوکرۍ کي د امريکايي امپرياليزم د مرگ او نابودۍ شعارونه ورکول . ایا دا د انسانيت، شرافت او افغانيت خبره ده، چي څوک د نورو ملتو د ملي شتمنيیو په چور او غارت کي کومک او همکاري خپله ملي گټه وبولي؟  که د استعمارگرانو په دغه راز چور او چپاوکي برخي اخيستني ته دخپلو ملي گټو نوم ورکوو، بيا نو د پنجابي جنرالانو او ايراني اخوندانو سياستونه ولي په خپلو کورنييو چاروکي د هغو د ناروا او ظالمانه  لاسوهنو په توګه يادوو؟


 


لکه څنګه چي د پاکستاني او ايراني حکمرانانو مداخلو ته د کرکي او نفرت په سترګه ګورو، همداسي بايد د نورو ملتو په کورنيیو چاروکي لاسوهنو ته د ناروا او انساني ضد عمل په سترګه وګورو. په دې خبره کي هيڅ ستونزه اوپېچلتيا نسته. هغه څه چي ځان ته نه خوښوو، بايد نورو ته يې هم خوښ نه کوو. که امريکايان د خپل وحشيانه ښکار يوه برخه موږ ته هم د محصول، تاجايي يا اقتصادي کومک په نامه را کوي، دا څه حلاله او مشروع ګټه نه ده.


 


مالوميږي چي دا بېچاره ليکوال، څېړونکي او شننونکي د افغانستان د ملي گټو په پېژندنه کي جدي مشکلات لري . هغه گټي هيڅکله ملي گټي او مصلحتونه نسي گڼل کېدای، چي د نړۍ د نورو ملتو د ملي ثروتو د لوټولو له لاري تر لاسه کيږي . د خپلو په اصطلاح ملي گټو له پاره د نورو ملتو مځکنۍ بشپړتيا، سياسي استقلال، ملي واکمنۍ او ملي شتمنيیو ته زيان اړول فاشيستي او استعماري سياست دئ . دا بشري ضد سياست  نه يوازي له افغاني او اسلامي دودو سره هيڅ ډول سمون نه لري؛ بلکي طرحه کول يې لا د روښانفکرۍ او انسان دوستۍ د اصولو له مخي بې ننگي او نامردي بلل کيږي . زه نه پوهېږم څنگه ځيني کسان له يوې خوا د روښانفکرۍ، ملي ويښتوب او بشري سوکالۍ باټي ولې؛خو له بلي خوا په بې شرمۍ سره د نورو اولسو د ملي زېرمو په چور او تاراج کي له امريکايي غاصبانو سره د جوال خوله نيسي؟


 


هو! په دې کي هيڅ شک او شبهه نسته، چي موږ ته د گاونډيیو او نورو سيمه ييزو قدرتوتر اندېښنو خپلي ملي گټي او ملي مصلحتونه ډېر ارزښت لري . له همدې سببه بايد زموږ ملي سياستونه تل د دې هيواد له ملي گټو او ملي مصلحتوسره نه شلېدونکی اړېکی ولري . په بله وينا، موږ به د خپلو ملي ګټو د ډاډمني ساتني له پاره له هري انساني او مشروع لاري کار اخلو. که څه هم ناپېيلتوب يا په سياسي –  عسکري تړونوکي برخه نه اخيستنه د يوه کُلي او عمومي اصل په توگه د افغانستان د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د ساتني تر ټولو ښه او ډاډمنه لار ده؛ خو سره له هغه هم په ځينو اضطراري او استثنايي حالاتو کي کېدای سي د هيواد د ملي گټود ښه تضمين له پاره د ځينو سياسي او پوځي سازمانو غړيتوب هم  له پامه و نه غورځول سي . په پېيلتوب ( انسلاک) او ناپېيلتوب ( عدم انسلاک) دواړو حالاتوکي بايد د افغانستان لوړي ملي گټي او ټولو افغانانو خوښي، لومړنی ځای ولري . تاريخ شاهد دئ، چي حکومتونه زياتره د خپلو گوندي ، گروهي او سیاسي گټو د دوام او تضمين په خاطر په پوځي –  سياسي تړونو کي د خپلو ملتود ښکېلولو هڅي کوي . له دې جهته بايد په دغه راز سترو او ارزښتناکو ملي مسألوکي د خلگو له نظر پوښتني يا د هغو د واقعاً ريښتينو استازو له هوکړي پرته هيڅ پرېکړه ونسي .


 


يو پلا بيا په ټينګار سره وايم، چي زموږ ملي گټي او مصلحتونه هيڅکله د گاونډيانو په  گواښلو او لمسولو کي نه تأمينيږي . که غواړو، چي څوک زموږ په کورنييو چاروکي لاسوهنونه ونه کړي، تر هر څه مخکي بايد د هغو په کورنیيو چاروکي له لاسوهني او لمسوني لاس واخلو. البته، افغان دولتو يا افغان ملت هيڅکله په خپله خوښه يا خپله اراده د چا په کورنييو چاروکي لاسوهنه نه ده کړې؛ خو د پردو لښکرو په دايمي حضورکي هيڅوک د داسي لاسوهنو، گواښونو او لمسوونو مخه نسي نیولای . موږ افغانان بايد دا واقعيت د سر پر سترګو ومنو، چي نه د سره پوځ په واکمنۍ او نه د امريکايانو په مشرۍ د نړۍ د ستر ايتلافي ځواک په فرعوني واکدارۍکي د دې وطن واک او اختيار د افغانانوپه لاس کي ؤ. له تېرو دو دېرشو کالو راهيسي ږيره زموږ؛ خو واک يې د نورو په لاس کي دئ .


 


بيرته را ګرځو د امريکايي چوڼييو د جوړېدو او تداوم اساسي سببوته .  زموږ ويښ او بيدار هيوادوال خبر دي، چي د امريکا متحده ايالات او نورسياسي –  نظامي متحدين په تېرو څه کم لسو کالوکي د خپلو اوږد مهاله سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکو هدفو د تحقق له پاره له يونيم لک رسمي او شاوخوا يو لک غير رسمي پوځ ( په ملکي کالو کي استخباراتي او امنيتي  کارکوونکي) څخه کار اخلي .  د ۲۰۰۱ ع کال د اکتوبر پر اوومه د افغانستان د يرغل له پيل څخه د دې مقالې تر ليکلو پوري د ايتلافي دولتو دوه زره څلور سوه نه څلوېښت (۲،۴۴۹) پوځيان وژل سوي دي، چي له هغو څخه  يو زر و پينځه سوه يو اويا(۱،۵۷۱)کسه امريکايان دي . د ټپي سوو پوځيانو شمېر تر دې هم څو واره زيات دئ . د بېلابېلو ايتلافي قواوو د وژل سوو کسانو د شمېر او نورو ځانگړتياوو له پاره دا لينک وگورئ :


http://icasualties.org/oef/


په خواشينۍ سره زموږ زرګونو بې ګونا وژل سوو، معيوبو  او معلولو افغانانو خو نه دقيق شمېر چاته مالوم دئ؛ او نه څوک د يوې خاشې په اندازه، چورت په خرابوي . . .


 


د دغه ناروا تېري له کبله پر زياتېدونکو انساني تلفاتو سربېره ټولو ايتلافي هيوادو، په تېره بيا امريکا او انگلستان ته خورا درانه او ملا ماتونکي مالي زيانونه هم رسېدلي دي . يوازي متحدو ايالاتو ته تر اوسه څه کم څلورسوه ميليارډه (۰۰۰،۰۰۰، ۰۰۰، ۴۰۰) ډالره تاوان رسېدلئ دئ . د امريکا د جنگي لگښتو د دقيقو شمېرو له پاره دا ويبپاڼي وگورئ :


 http://costofwar.com/en/


http://www.fas.org/sgp/crs/natsec/RL33110.pdf


 


په يو. ايس . ټو ډې ((US TODAY کي د ريچرډ وولف د رپوټ له مخي يوازي په ۲۰۱۱ع کال کي د امريکا عسکري لگښتونه يو سل و اوولس (۱۱۷) ميليارډ ډالره اټکل سوي دي . نور تفصيل د دوی په ويبپاڼه کي کتلای سئ :


http://www.usatoday.com/news/military/2010-05-12-afghan_N.htm


 


په اوسني حالت کي د امريکايي پوځ د يوې مياشتي خرڅ درې اعشاريه شپږ (۳.۶) ميليارډ ډالره او د يوه امريکايي عسکر کلنی لگښت يو ميليون ډالره دئ . دا حقيقت په دې اينټرنيټي پاڼوکي کتلای سئ :


http://thehill.com/blogs/blog-briefing-room/news/63121-crs-calculates-cost-of-us-troop-presen


http://www.digitaljournal.com/article/282238


 


په عراق او افغانستان کي زياتېدونکو پوځي خرڅونو دايتلافي هيوادو، په تېره بيا امريکا او انگلستان اقتصاد له داسي لوی او بې ساري بحران سره مخامخ کړی دئ، چي اوس د خپلو بودجو د کسر (کمښت) پوره کولو له پاره، لکونه دولتي مأمورين اوکارکوونکي په بې رحمۍ سره له کارو شړي؛ د ښوونځييو، روغتونو، کتابتونو او نورو عام المنفعه مؤسسو دروازې تړي؛ د پوهنتونو د محصلانو فيسونه لوړوي ( په انګلستان کي يې د بېوزلو محصلينو کلني فيسونه تر تقريباً درې چنده پوري لوړ کړي دي)؛ د خلگوانساني او مدني حقوق محدودي؛ او په لسگونو نور استبدادي او ناوړه سياستونه پرمخ بيايي.


 


د استعماري جگړې پر انساني تلفاتو او لوی اقتصادي بحران  سربېره، په ټولو ايتلافي دولتو، په تېره بيا امريکا او انگلستان کي د هري ورځي په تېرېدو له جنگ او وژنو سره د عامو خلگو مخالفتونه ډېريږي . په امريکا او انګلستان کي واکمنه طبقه دې زياتېدونکو مخالفتو ته لاس تر زني نسي کښېنستلای . د امريکا د جمهوري رياست راتلونکي انتخابات تر سترګو نيهام دي . له دې امله د اوباما اداره تر هر بل هيواد د خلګو د نظر اړولو له پاره په خپلي پوځي او سياسي ستراتېژۍ کي تغيير او بدلون ته اړتيا لري . د بن لادن د وژني اريانوونکې ډرامه هم  د همدې ستراتېژۍ يوه برخه گڼل کېدای سي . د ايبټ آباد د عسکري ښارگوټي په يوه لويه درې پوړيزه ودانۍکي د هغه د استوگني ادعا له ورايه دا ثابته وي، چي بن لادن د امريکايانو او پاکستاني جنرالانو په سلا مشوره همدې ورځو ته ساتل سوی ؤ . د بن لادن د وژلو خبر به مؤقتاًد ټولي لوېديځي نړۍ، په تېره  بيا امريکا په عامه افکاروکي د اوباما د ادارې د جنگي، سياسي او اقتصادي ناکامييوپر مخ پرده وغوړوي؛ او هغه ته به د جمهوري رياست په راتلونکو  انتخاباتوکي د يوه بل بري امکانات برابر کړي؛ ځکه اوباما او له ده سره ملگري پوځي –  استخباراتي کړۍ به په وياړ او غرور سره ادعا وکړي، چي تر زياتو کوښښو وروسته بالاخره د امريکايانو د هغه لوی او پياوړي دوښمن په وژلو بريالی سوه، چي د بيل کلينټن او جورج ډبليو بوش حکومتونه يې په نيولو يا وژلو کي پاته راغلي وه . د بن لادن د وژني خبر دغه راز په  تېر لس کلن استعماري جنگ کي د امريکايي پوځيانو ډول ډول قربانۍ او ملاماتوونکي جنگي لگښتونه هم پر ځای وښيي . دا خبره هم بې ځايه نه ده، چي د بن لادن د وژني خبر به په افغانستان او عراق کي د امريکايي لښکرو د بايللې او کمزورې روحيې له څه نا څه ژوندۍ کولو سره هم مرسته وکي .


 


تر ټولو مهم دا چي د بن لادن وژنه به  په پای کي د امريکا سياسي او پوځي ستراتېژيستانو ته د دې فرصت ورکړي، چي د اوړو پزه کښېږدي؛ او د خپلو بې سر و پايه پوځو ډېره برخه لومړی خپلو اصلي چوڼييو او بيا له هغه ځايه د حملې او غوټې له پاره کومي بلي خوا ته سوق کړي .


 


اوباما او په امريکا کي د هغه پوځي، سياسي او اقتصادي متحدین د هغه هيواد د عامه افکارو د قانع کولو له لاري د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کي د بري له پاره دغه راز بدلونو او برياوو ته ټينګ ضرورت لري؛ اما دا خبره بايد هېره نه کوو، چي د بن لادن د وژني خبر به هيڅکله په افغانستان او شاوخوا سيمه کي د تروريزم تر پلمې لاندي د امريکا او نورو متحدينو استعماري جگړه ختمه نه کړي .  په دې استعماري جګړه کي مقصود بل څه، بن لادن صرف بهانه .


 


همدې مهمو دلايلو او عواملو ته په پام سره امريکايي ستراتېژيستان غواړي د افغانستان په حساسو ستراتېژیکو سيمو کي د دېرشو –  څلويښتو زرو پوځيانو په ځای پر ځای کولو سره همېشنۍ چوڼۍ جوړي کړي . البته د امريکا سياسي او پوځي مشران په اسانۍ سره کولای سي د اړتيا پر مهال په چټکۍ سره دا شمېر نور هم زيات کړي . په داسي حال کي، چي گرده نړۍ د امريکا په پوځي اډو لړلې ده، د پوځي وسايلو يا عسکرو لېږد را لېږد امريکايي واکمنانو ته هيڅ گران کار نه دئ . په افغانستان کي به د دې دايمي چوڼييو په جوړولو سره له يوې خوا د اوسني حالت په پرتله د اشغالگرو لښکرو ځاني تلفات او مالي خرڅونه لږ سي؛ او له بلي خوا به په پوره ډاډ او تياري سره زموږ پر هيواد سربېره په ټوله سيمه کي د هغو اوږد مهاله استعماري پلانو د تحقق له پاره خپلو پرله پسې تلاښو ته دوام ورکړي، چي مخکې مو لنډه يادونه  وکړه . امريکايي چوڼۍپه واقعيت کي په يوه غشي دوه نُښانه ويشتل دي . يوې خوا ته د خپلي ادارې بقأ او بلي خوا ته د استعماري نخشو پر مخ بيول .


 


پر عراق او ليبيا دامريکايي لښکرو يرغل په ډاګه ښيي، چي امريکايان له القاعدې او طالبانو سره د حساب کتاب له پاره نه، بلکي د خپلو اوږدمهاله ستراتېژيکو موخو د تحقق له پاره دغو هیوادو ته تللي دي . د عراق پخوانی ديکتاتور، صدام حسين، او د ليبيا اوسنی ديکتاتور، معمر القذافي، دواړه د القاعدې او نورو سخت دريځه اسلامي سازمانو سرسخت مخالف وه؛ خو سره له هغه هم د امريکا او متحدينو له استعماري يرغله خوندي پاته نه سوه.


 


د همدې استدلال له مخي القاعده، طالبان، تروريزم، مخدره مواد، د ډله ييزي وژني وسلې او داسي نوري خبري گرده هغه پلمې او افسانې دي، چي د استعماري جنگو د پيل کولو اوغزولو له پاره په لوېديځو هيوادو کي د ملاتړ موندلو، د استبدادي قوانينو د تصويبولو، د بشري حقوقو او آزادييو د لا محدودولو او کاملاً پوليسي فضا د را منځ ته کولو په مقصد کاريږي . حقيقت دا دئ، چي امريکايي امپرياليزم د خپلو اوروپايي او سيمه يیزو انډيوالانو په ملگرتيا د دې ټولو وحشتناکو جريانو او پديدو په را منځ ته کولو کي مستقيم لاس درلود او تر اوسه يې لري . پر افغانستان پوځي يرغل، د زرگونو پوځيانو او ميليارډونو ډالرو ضايع کول او په پای کي د همېشنييو پوځي اډو جوړول هم ټول په سیمه کي د امريکا د لويو استعماري لوبو د بريالي کولو  له پاره يوازنی او اساسی شرط دئ .


 


امريکايي چوڼۍ او د افغانستان د تجزيې کرغېړنه نخشه


زموږ ويښ او دراک هيوادوال ټول پوهيږي، چي د امريکايي لښکرکوټو تر شا خورا کرغېړني او خطرناکي نخشې د عملي کېدو په حال کي دي . ښه به داوي، چي د دې تورو نخشو جزييات او نتيجې زموږ د تاريخي هيواد (گران افغانستان) د تجزيې دامريکايي نوښتگر –  په هند کي د امريکا د پخواني سفير، د عراق له پاره د امريکا د متحدو ايالاتو د امنيت شورا د مرستيال او د هند، پاکستان او افغانستان په اړه د متحدو ايالاتو د بهرني سياست د اوسني لوی او باوري سلاکار-  رابرټ  ډيين بلکويل په دوهمه شيطاني نخشه (Plan B) کي وګورو.  مګر د بلکويل د دوهمي شيطاني نخشې د جزيیاتو او نتيجو په اړه تر بحث مخکي بده نه ده، چي د هغه د لومړۍ نخشې(Plan A)  په باره کي هم څو ټکي بيان کوو.


 


بلکويل د سپيني ماڼۍ، پينټاګان او سي . آی . اې . واکمنانو ته مشوره ورکوي، چي په افغانستان کي د امريکا لومړنۍ نخشې(Plan A)  ياني د هوايي بمباريیو، مځکنييو برېدو، د شپې تلاښييو، بنـــدي کولو، ځــورونو، ګواښونو، د کلو اوکورو نړولو او ډول ډول نورو جزاوو له لاري د افغـــانستان اشغال هيڅ نتیجه نه ده ورکــــړې .  


سربېره پردې، د امريکايي پوځيانو زياتېدونکو تلفاتو، د جګړې ملا ماتوونکو اقتصادي تاوانو او په امريکا او بهرنۍ نړۍکي راز راز مخالفتو د امريکايانو روانه جګړه د ناکامۍ له  جدي خطر سره مخامخ کړې ده . له دې امله بلکويل له امريکايي مقاماتو څخه غوښتنه کوي، چي د جګړې د ګټــلو له پاره پر دوهمـــه نخشه (Plan B) غوَر وکړي .


 


د رابرټ بلکويل د دوهمې نخشې مقصد دا دئ، چي امريکايان بايد په افغانستان کي د خپلو پوځي ناکامييو، انساني تلفاتو او اقتصادي زيانو د تلافي او په سيمه کي د خپلو اوږد مهاله گټو د تحقق له پاره


د افغانستان د پخواني شمالي اتحاد د مشرانو په مرسته، د تاريخي افغانستان  تجزيې ته لاره هواره کړي .  البته، د عسکري اډو سته والی د دې شوم او لعنتي هدف د تر لاسه کولو لومړنی او اساسي شرط دئ . دا چي امريکايي چوڼۍ او د امريکايانو بېلتون غوښتونکي مزدوران به د دې توري او ظالمانه نخشې په عملي کولو کي څنګه ونډه اخلي، هر خپلواک او هيوادپال افغان ته د ډېر دقت او تعمق وړ خبره ده . په لاندي کرښو کي د دې خاينانه پلان پر ځينو برخو روڼا اچوو.


 


په دې حقيقت هر افغان ښه پوهېږي، چي امريکايانو له تېرو لسو کالو راهيسي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي لويي او کوچنۍ چوڼۍ جوړي کړي دي . د رابرټ بلکويل د دوهمي نخشې پر بنسټ به د هيواد په سوهيلي او ختيځو سيموکي ځای پر ځای سوي چوڼۍ د مخکنۍ توطيې له مخي سوکه سوکه طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو ته پرېښوول سي؛ او په دې توگه به طالبان او نوري وسله والي ډلي، د خپل عسکري زور او ځواک په تناسُب، د هيواد د جنوبي او شرقي سيمو بشپړه واکمني په لاس کي واخلي . امريکايي پوځونه به له مخکني پلان او نخشې سره سم د هيواد مرکزي او شمالي سيمو ته پر شا سي؛ اوهورې به خپل پخواني جوړ کړي لښکرکوټونه لا پسي پياوړي کړي .


 


په پخواني شمالي اتحاد کي د بېلابېلو بېلتون غوښتونکو خاينو ډلو مشرانو او استازو خو د ۲۰۱۰ع کال په اگسټ کي لا دامريکا د استازو د جرگې له څلورو غړو( درو جمهوري غوښتونکو او يوه ډيموکراټ) سره د برلين په مرموزه غونډه کي د داسي بېلتون غوښتونکو پلانو پر مقدماتو خبري کړي دي .  پر دغو وطن پلورونکو سربېره، د هيواد په شمال کي نوري ستمي ډلي ټپلي ( افغانستانيان، خراسانيان او نور) هم له خدايه داسي باد او باران غواړي .


 


 د بلکويل د دې شيطاني طرحي له مخي به امريکا او نورو استعماري قوتونه په پیل کي د پراخو پوځي، سياسي، تخنيکي او اقتصادي کومکو په برابرولو سره، په شمال کي د تجزيه غوښتونکو خاينانو گوډاگی حکومت، په ضمني ډول، په رسميت و پېژني . د وخت په تېرېدو سره به دا ډيفکټو(de facto) بېلتون ورو ورو


 ډيژوري (de jure) بڼه واخلي؛ او په دې توگه به زموږ  د خپلواکۍ مينو پلرونو او نيکونو تاريخي ميراث د ۱۸۹۳ع کال په څېر يو پلا بيا پر دوو يا څو برخو و ويشل سي .


 


د شمال له مزدور حکومت څخه به تل تر تله په مرکزي آسيا، چين، کسپين سيمه، شمالي ايران او نورو شاوخوا هيوادوکي د امريکايي استعمارگرانو د پخې سياسي او عسکري اډې په توگه کار اخيستل کيږي . کرار کرار به امريکايي استعمارگران د اژدهاوو په شان پر ټوله سيمه  خپل کرغېړن سيوری واچوي؛ او د هري ورځي په تېرېدو سره به  د شاوخوا سيمي ټول هيوادونه  د بلاوو په يوه  خطرناکه ځاله واوړي . بايد دا خبره هم هېره نه کوو، چي که يو وار د دې ستر استعماري ښامار منگولي زموږ په خاوره او سيمه کي ښخي سوې، بيا يې نست کول يا پر شا تگ ته اړ ايستل بې خدايي معجزې په بله لاره ممکن نه برېښي . بې ځايه نده، چي نامتو فلسفي او عرفاني شاعر –  علامه اقبال لاهوری (۱۸۷۷- ۱۹۳۸ع) د غربيانو دې استعماري رول ته د اشارې په ترڅ کي د ختيځ ځينو بېدو اولسو ته داسي خبرداری ورکوي :


غربيان را شيوه های ساحری است


تکيه جز بر خويشتن کردن کافری است ( لاهوری، کليات :  آنسوی افلاک ۱۸۰).


البته، دامريکا سياسي او پوځي ستراتېژيستان به د خپلو وفادارو پاکستاني متحدينو په مرسته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر واک لاندي سيمو کي هم د خپل سياسي نفوذ د پراخولو له پاره له هيڅ  راز کوښښو ډډه ونه کړي . پاکستاني جنرالان به د افغانستان په پښتني سيموکي د امريکايي اجندا د عملي کولو له پاره د خپل صادقانه چوپړ په بدل کي دا فرصت تر لاسه کړي، چي زموږ په تاريخي او سرلوړي هيواد کي هم د اسلام او اسلاميت تر نامه لاندي د پاکستاني کشمير د سردار عبدالقيوم خان او سردار سکندر حيات خان په څېر مزدورانو په گومارلو سره، گران افغانستان  عملاً په دوهم پاکستاني کشمير واړوي، چي ټولي پوځي، سياسي او اقتصادي چاري به يې د اسلام آباد له خوا اداره کيږي . په دې ترتيب به نه يوازي د افغانستان شمالي برخي، بلکي په جنوب او ختيځ کي ټولي پښتني سيمي هم د پاکستاني او امريکايي استعمار په خطرناکه لومه کي ښکېلي پاته سي . 


زموږ گډ تاريخي کور ( گران افغانستان ) نن د امريکايانو د پوځي اډو تر کرغېړن سيوري لاندي د تجزيې له خطر سره مخامخ دئ . موږ بايد دې ستري لوبی ته د ټوکو او مسخرو په سترگه  و نه گورو . د دې سپېڅلي وطن خاوره، اوبه او هوا پر موږ ټولو افغانانو حق لري، چي د استعمار د دې خاينانه نخشې د شنډولو له پاره گرده په يوه وجود او يوه آواز د مبارزې په ليکو کي ودرېږو. خدای دي دا اندېښنې هيڅکله نه ريشتيا کوي؛ خو د پرنګي استعمار ظالمانه  تجربو ته په کتني سره بايد د امريکايي چوڼيیو استعماري رول ته هم په بې غَورۍ و نه گورو . د رابرټ ډ . بلکويل د شوم پلان جزييات په دې ويبپاڼو کي وگورئ :


http://www.foreignaffairs.com/articles/67026/robert-d-blackwill/plan-b-in-afghanistan


http://www.blogfrommiddleeast.com/?new=69848


په برلين کي د امريکا د استازو د جرگې له غړو سره  د پخواني شمالي اتحاد د ځينو بېلتون غوښتونکو ډلو ټپلو د پټي کتني د تفصيل له پاره د افغان نوميالي ليکوال او سياسي شننونکي –  ډاکټر مير عبدالرحيم عزيز علمي مقاله په دغه لينک کي تر نظر تېره کړئ :


http://afgazad.com/Siasi/081810-Dr-Aziz-Formal-Support-and-Infomral-Subversion[1].pdf


 


پاته لري