کور / طنز / دبیدل دهلوی طنز ۲

دبیدل دهلوی طنز ۲

دویم :بیدل د ریاکارو زاهدانو اوشیخانو وروسته په زړښت او دزړو په کارونو او هیلو نیوکې کوي اوپه طنز لیکي : چې زوړ سوې، ملادی کړوپه او ذره بینی اینکی دی په سترګو سوې بیا نو شهوت ا ومستی ستاسره نه ښايي


چون پیر شدی و گشت مو ها : همه پشم
حیف هست کنی تتبع ِ شهوت و خشم
محتاجی ِ عینک ، مژه ات باز نکرد
ای کور! امروز چشم میخواهد چشم
چې زوړ سوی او وېښته دی سوله ټوله پشم
حیف دی چا لا هڅه وکړې د شهوت او خشم
بې اینکو شی نه وینې په سترگو
اې ړونده ! نن دی سترگه غواړي سترگه
هغه په دې لاندې شعر کښې غرور سپین ږیرو ته شرم بولې او سزا يي له لینډۍ سره پرتله کوي او وايي:


غرور، آيينه خجلت است پيران را
کمان ز سرکشي خود خميده مي ماند
غرور د خجلت هینداره ده سپین ږیرو ته
لېندۍ د خپل غروره کږه پاته کیږي
خجلت سیاهی از دل زنگی نمی برد
هرچند گل کند عرقش در نظرسپید
خجلت د زنګي له زړه تورګي نه وړي
که هر څومره یې خولې مالومي سي سپيني
بیدل له ځانه سره وايي زوړ سوم خو لا پوه نه سوم چې دنیا د چا د ماشومتوب لوبه ده


به پيري هم نفهميديم افسوس
که دنيا بازي طفلانه کيست
افسوس په سپین ږیرتوب لا پوه نسوم
چې دنیا د چا د ماشومتوب لوبه ده
بیدل په سپین ږیرتوب کښې شینې چیچل پستي بولې او په طنز وايي ولي سپین بڼکې کارغه مرداري خوړل پریږدي؟!


شد پیر وژاژ خـــواهی طبع دنی بجاست
گهُ خــوردن از چـــه بس کند زاغ پرسپید
زوړ سود شینو چیچلو د پستې خوی یې لا سته
ولي غول خوړل بس کړي دا سپین بڼکې کارغه
سپين ږیرو د ځوانو هیلو د غندو وروسته بیا خلکو ته مخه کوی او هغوی ته وايي
دا زړښت په مفته لاس ته نه راځي
هـر اسم خاص وضع مسمای دیگراست
اشهب مگو چو گشت دم ویال خرسپید
هرخاص نوم د یوشی مسما ده
برګ يې مه بوله چې دخر لکۍ او ورږسی سپین
بیدل هغو انسانانو ته چې د سپين ږیرو ته په درنه سترګه نه ګوري په طنز وایي :


زین دوری تمیز که دارد نگاه خــــلق
گردد در آفتاب سیاهی مــگر سپید
د خلکو سترگې چې لري دا بې تمیزي
په لمر کې سیاهی کیږی مگر سپین
بیدل د زړښت په هکله له ځان سره وايي: زړښت به مې اخیر مات کړي، ډودۍ به مي د زړه داغ او کالی به مي کفن کړي داد سپین سر پنبه ډیره خطرناکه ده اخیر به ما وسوځي
پیری، آخر شکست ِ من خواهد داد
نان : داغ ِ دل و جامه : کفن خواهد داد
ایمن نیم از هجوم ِ مو های سپید
این پنبه : مــرا به سوختن خواهد داد


زړښت به اخیر ماته وي زما
ډوډۍبه د زړه داغ او کالي به کفن وي زما
ایمن نه یم د سپینو وېښتو له یرغله
دا پنبه به اخیر وسوځی ما
۳- بیدل د خلکو بدو کړو ته هم ګوته نیسی او وايي :


دردا ! که دمی زحرص ، بی غم نشدیم
آزاد نزیستیم و آدم نشدیم
در عالم ِ اعتبار ، مُردیم بوّهم
یعنی : که کسی شویم ، خس هم نشدیم !



افسوس یو گړی له حرصه بې غم نه سو
ازاد مو ژوند ونه کړ ادم نه سو
د اعتبار په عالم کي مړه سو او خاوری هم
یاني : غوښتل مو کس سو ،خس هم نسو
۴- بیدل یو عارف دی هغه مړینه ، پیدایښت ، اخیرت ډیر یادوی خو یو وار يي په طنز داسې بیانوي:


بیدل ، دگر آن فرصت ِ بدمست کجاست؟
وان شیشه و ساغری که بشکست کجاست؟
گیرم ُپرخون کنی کف از سودنها
آن رنگ ِ حنا که رفت از دست، کجاست؟


بیدله ! بیا هغه فرصت د بد مستی چیري دی؟
او هغه جام او ساغر چې مات سوه چیري دی ؟
که لاس په وینو کړې له ډیرو مښولو
هغه لاس چې د حنا رنگ یې ولاړ ، چیري دی ؟


بیدل دانسان وروسته پر عالم هم نیوکه کوی او په طنز وايي :
افسانه ء بی تمیزی ِ عالم را
فهمی کن و واگذار بیش و کم را
شیطان گردید قابل طوق ِ غضب
بیرون راندند از بهشت آدم را


وګوره دا بې تمیزه افسانه د عالم
پریږده دا لږ او ډیر وکړه فهم
شیطان ته طوق واچول سو د غضب
له جنته يې بهر کړ ادم


نوربیا