د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلې ليکي چي نن ورځ يې د افغانستان په ختيځ کي په مخامخ ډزو کي دوه عسکر ووژل سول
په خبرپاڼه کي د وژل سوو سرتيرو د وژل کېدو او د هغوى هويت د تل په څېر پټ ساتل سوى .
په دې سره د مى د مياشتي په تېرو سوو دوولسو ورځو کي په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيانو شمېر لسو تنو ته ورسېد .