کور / تازه خبرونه / کندهار : د دوو وسله والو د نيولو ادعا وسوه

کندهار : د دوو وسله والو د نيولو ادعا وسوه

د کندهار ولايت د امنيت آمر تېمورشاه يوسفزى وايي چي دوه تنه وسله وال يې د يو شمېر وسلو سره يو ځاى نيولي . د نوموړي په وينا چي ياد کسان يې تېره اوونۍ د يو شمېر مخابرو ، بطريو ، لاسي بمو ، نمبر پلېټو او نورو اړونده توکو سره يو ځاى نيولي .
نوموړى د يادو کسانو د نيوني او امنيت د ښه والي خبر په داسي وخت کي ورکوي چي تېره ورځ د کندهار ښار په زړه هرات دروازه کي ناپېژاندو وسله والو د ورځي پر يوولس بجې يو تن منصبدار په ډزو وواژه او د سيمي څخه پر تګ هم بريالي سول . او وروسته يې وسله والو د وژل کېدو مسئوليت هم ومانه .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .