په الجزیره نت کې د عبدالغفار عزیز لیکنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
هغه څه چې د پاکستان ولس ئې ډیر اندیښمن کړی دی ، هغه دا دي : چې پاکستان د نړۍ په کچه اووم اتمي هیواد پخپله خاوره کې داسې لوی تروریستي نفوذ ګوري ، پرته لدې چې امنیتي چاروکې پرې خبرې وي .
په دفتر کې ناست وم ، خبرې د پرویز مشرف په حکومت کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر خورشید احمد قصوري دي : څو لوړ رتبه ظابطانو چې په لاس کې ئې څه انځورونه وو زما سره د لیدلو په موخه دفتر ته راننوتل ، کله مې چې په انځورونو سترکې ولګیدې ، له خپلې څوکې نه اوچت راولاړ شوم او ډیرې داسې پوښتنې مې مطرح کړې : دا څه دي ؟ له کومه ځایه ؟ څرنګه ؟ څه وخت ؟ داسامه بن لادن داسې انځورونه چې پکې اولچک شوی او ګڼ شمیر پاکستاني پولیس ترې راتاو دي ،پیدا شوی . ظابطانو د تبسم په حالت کې را ته وویل : چې دوی د امریکايي استخبارتو نه داسې معلومات تر لاسه کړي دي ، چې د فضایی سپوږمکۍ له لارې په اخیست شویو انځورونو ئې پخلی شوی ، اوپه دغو انځورونوکې اسامه بن لادن په موټر کې د موټروان په څنګ کې سپور ښکاري ، د موټر ځای مو ژر تر ژره په نښه کړ او ومو کولای شول چې په لنده موده کې هغه اسیر کړو .
د موضوع مختلف اړخونه مې په ذهن کې متصور شول ، او مختلفې سناریوګانې مې ذهن ته په پرلپسې توګه را پیدا کیدلې ، خو ظابطان خاموش او په کرار وو ، او په ما باندې ئې د افکارو راوریدل غوڅ کړل او وویل : خو موږ د امریکایانو په څیر څیړنه او تحقیقات وکړل ، او لږ وروسته ثابته شوه چې هغه زموږ هدف نه دی ، کوم بل څوک دی ، چې تر ډیره حده اسامه ته ورته دی .
پخواني وزیر دا کیسه په ټلویزون کې د ایبټ آباد د پیښې اړوند د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وکړه ، ګواکې ویل ئې چې څو ځله ئې اسیر کړ ، څو ځله ئې وواژه ، او په ریښتیا چې دا ځل دا پیښه له نورو پیښو سره څومره توپیر لري .
وروسته لدې چې د آیبټ آباد په پیښه باندې څو ورځې تیرې شوې دي خو بیا هم تر اوسه دپیښې څرنګوالی روښانه نه دی . د پاکستان او امریکا رسمي بیانونه او توضیحات دا پیښه نوره هم پیچلې کوي ، پاکستاني چارواکو وايي :چې د عملیاتو نه ۱۲ ساعته وروسته د ریاست جمهوري په ماڼۍ کې یوه اضطراري غونډه وشوه ، چې پکې جمهور ریس ، صدراعظم ، د اردو لوی درستیز ، د استخباراتو مشر او داسې نورو لوړه رتبه دولتي مسؤلینو ګډون کړی ؤ . خو د دولت رسمي دریځ به وروسته د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړي ، لږ وروسته د بهرنیو چارو د وزارت ویانده راښکاره شوه ، او وویل : چې عملیات د پاکستاني استخبارتي معلوماتو پر بنسټ تر سره شو ل ، او دا عملیات د هیواد د ملي امنیت د چارو سره په تنسیق تر سره شوي دي .
دامریکایي چارواکو بیانونه اوپه تیره بیا د باراک اوباما بیان هم د پاکستان مرسته او هغه معلومات ئې چې په دې لړ کې وړاندې کړل ستايي . دامریکا د جمهور رییس خاص استازی مارک جراس د پیښې په ورځ د پاکستان له مشرتابه سره وکتل ، او اسامه ته د رسیدلو اړوند ئې د پاکستان د استخبارتي معلوماتو پخلی وکړ . همدا راز د پاکستان صدراعظم یوسف رضاګیلاني هم د د مارک جراس سره د لیدلو په ترڅ کې د باراک اوباما د هغو څرګندونو ستاینه وکړه ، په کومو کې چې د پاکستان د رول قدر شوی ، او یوسف رضا ګیلاني د اسامه وژنه یوه لویه کامیابي وګاڼله .
خو رییس زرداري په خپل وار سره بیا په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې یوه مقاله تر دې سرلیک لاندې ( پاکستا ن خپل رول لوبولي ) خپره کړه ، او پکې ئې ویلي دي چې د اسامه مړنۍ د شر دروازه وتړله ، او وژنه ئې د پاکستان او امریکا تر منځ د ګډې همکارۍ په پایله کې شونې شوه .
د دې ضد او نقیض بیانونو او څرګندونو په ترڅ کې دامریکا د استخباراتو د مشر ليون بينيتا بیان خپور شو ، تر څو د پاکستان حکومت ته یوه کلکه څپيړه ورکړي ، او دا څرګندونه پکې وشوه چې د ایبټ آباد عملیات خالص امریکایی عملیات وو ، او پاکستاني چارواکې تر هغې پرې خبرې نه وې تر څو چې پای ته ورسیدل او امریکایی قوتونه بیرته خپلو مرکزونو ته راستانه شول . او زیاته ئې کړه چې موږ پاکستاني چارواکې ځکه خبرې نه کړې تر څو هدف یعني اسامه بن لادن ته خبر ونه رسیږی . آیا دا د دواړو هیوادونو تر منځ د باور او اعتماد لوړه کچه نه ده !! ؟
بیا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزات ویانده د څلورویشت ساعتونو په لړ کې د دوهم ځل لپاره یوازې د دې لپاره راښکاره شوه تر څو ووایی : چې د ایبټ آباد عملیات یو طرفه عملیات وو ، او د تنفیذ څرنګوالی ئې د حکومت د اندیښنې او نیوکې موجب شوی ، او د امریکا دا راز تصرفات او چلند به د نړیوالې سولې په ضرر تمامیږي . او وویل : چې د امریکا څرخي الوتکې د پاکستان خاورې ته ننوتلي او په غرنۍ سیمه کې ډیرې ټیټې وي ، نو ځکه د پاکستان رادارونو کشف نه کړلې ، خو سره د دې د پاکستان جت الوتکو د عملیات په آخري څو دقیقوکې تعقیب کړلې ، کومه خبره چې د امریکا د امنیت مستشار جان برنین د یوې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې پرې اعتراف وکړ ، او وویل : چې موږ داسې پلان چمتو کړئ ؤ تر څو د پاکستاني قوتونو سره مخامخ نه شوو ، او زموږ الوتکې پداسې حال کې د پاکستان له خاورې څخه ووتلې چې پاکستانیانو د ایبټ آباد د هغې پیښې د رد عمل لپاره تیاري نیوه ، چې دوی ته تر دمګړۍ پورې مجهوله وه .
پاکستان د نویو خطرونو په وړاندې :
نه یوازې دا ناڅرګندتوب ، ضد ونقیض بیانونه او عامه نااومیدي ولس اندیښمنوي ، بلکې څه نور مخامخ او پرلپسې ګواښونه شته دی ، چې د مختلفو کړیو له اړخه پاکستان ته متوجه دي ، امریکایی رسنیۍ ، د امریکا سیاستمدارانو ، اسراییلیانو ، هندوانو او د افغانستان حکومت ټولو په یوه غږ د ایبټ آباد د عملیاتو په هکله وویل : چې پاکستان د تروریزم سره مرسته کوي او د القاعدې او طالبانو مشران ساتي نو ضروري ده چې ورته سزا ورکړل شي . امریکایانو دا خبره په شدیده دیپلوماتیکه ژبه وکړه ، او نورو خو بیا په ډیر دردونکی صراحت سره وکړ ، د مثال په توګه د امریکا په کانګرس کې د استخبارتي کمسیون رییس دياني فين أستين وایی : چې کمیسیون به د استخبارتو د مشر (sia) سره د تروریزم سره د مبارزې اړوند د پاکستان د همکارۍ په هکله تحقیق کوي ، او زیاته وي چې اوس خو دا ثابته شوه چې پاکستان د پاکستان په خاوره کې د بن لادن په وجود خبر ؤ .
او د تروریزم سره د مبارزې د کمیسیون رییس جون برينن إننا وایی : چې موږ به ډیر زیار وباسو تر څو پوه شو ، چې څرنګه بن لادن توانیدلي دی ، چې پدغه سیمه کې دمره اوږده موده تیره کړي پرته لدې چې څوک پرې خبر شي ، وبه ګورو چې له کومه ځایه ئې مرسته تر لاسه کوله ، موږ به په دې هکله د پاکستان سره په رسمي او څرګنده توګه خبرې وکړو .
خو د امریکا په کانګرس کې د مسلحو هوایی قوتونو د کمیسیون مشر سوسان كولنزبیا پاکستان په دوه مخه سیاست او لوبه باندې تورن کړ ، او د پاکستان سره ئې د مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه ، همدا دریځ د امریکا د پارلمان یوه غړی فرينك لاؤتن برګ هم خپل کړ ، او وویل : پکار ده چې د پاکستان سره مالي مرستې تر هغې وځنډول شي تر څو دا ثابته کړي چې د امریکا ریښتنی ملګری دی ، او ترهګرو ته پناه نه ورکوي .
مګر غیر رسمي څرګندونې او دریځونه هر څوک هر څه وایی : ” هندي الاصله لیکوال سلمان رشدي چې د( آیات شیطاني ) په چټلۍ مشهور شوی د عملیاتو په دوهمه ورځ په یوه امریکایی ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړې ، او پکې وايي : دا وخت را رسیدلی دی چې پاکستان یو تروریست هیواد اعلان شي ، او د پاکستاني چارواکو له خوا دا مکرر کسټ چې وايي دوی د بن لادن په ځای خبر نه دی باید نړۍ نوره و نه غولوي ، او باید امریکا د دغه راز درواغو د خپریدا مخنیوی وکړي . امریکا پوهیږي چې پاکستان ورسره دوه مخه سیاست لوبوي ، او پاکستان د حقاني دهغې شبکې سره مرسته کوي ، چې په افغانستان کې ئې په سلګونو امریکایان ووژل . او هند هم د پاکستان څخه خونړۍ ضربې لیدلې دي ، په ځانګړې توګه د لشکر طیبه او جیش محمد له اړخه ، هغه تروریستي تنظیمونه چې په رسمي توګه د پاکستان څخه مرسته تر لاسه کوي ” .
او په دې هکله بیا د هندي مسؤلینو اورنیزې څرګندونې ډیرې زیاتې وې ، او د هوایی مسلحو قوتونو رییس بي. وي. نائيك وویل : چې هند هم کولای شي د تروریستانو په ضد دا ډول عملیات تر سره کړي . او په همدې ورځ د هند د دفاع وزیر او لوی درستیز د پاکستان د پولې سره د هندي پرتو ځواکنو څخه کتنه وکړه ، او د دفاع وزیر پخپله وینا کې له پاکستان څخه وغوښتل تر څو د تروریستانو د روزنې مرکزونه وتړي . دا د ختیځ له اړخه وو ، او د لودیدیځ د سرحد له اړخه کرزی راووت ، تر څو د بن لادن د وژنې په هکله د خپلې خوشحالۍ اظهار وکړي او هغه څه ئې بیا تکرار کړل ، چې په ډیر مناسبتونو کې ئې ویلی وو ، هغه دا چې د تروریزم سره د مبارزې ټول اهداف د افغانستان د خاورې څخه بهر دی ، او پکار ده چې امریکا په هغو سیمو باندې ترکیز وکړي ، یعني په پاکستان .
دا راز څرګندونې او دریځونه په ډاګه کوي ، چې په پاکستان باندې سختې ورځې راتلونکې دي ، امریکا چې پاکستان ئې له کبله خپل ټول ملي مصلحتونه قربان کړل ، او خپل دوه ډیرش زره بې ګڼاه وګړي او تقریبا څلور زره خپل عسکر ئې و وژل ، هیڅ پروا ئې نه لري .
متشنجه او بحراني اړیکه :
د ایبټ آباد د عملیاتو نه وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند را ښکاره شوو ، تر څو ووایی : چې امریکا د پاکستان په خاوره باندې د تجاوز له کبله معذرت نه غواړي ، او وویل : چې د امریکا او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه اړیکې مهمې دي ، خو ډیرې پیچلې دي . د ایبټ آباد عملیات د یکشنبې په ورځ تر سره شول ، خو عجیبه دا وه چې د جمعې په ورځ د امریکا او پاکستان په رسنیو کې سخت جر بحث روان وو ، فحوی ئې دا وه چې د امریکا د استخباراتو نوی مشر جنرال پټریوس خپل لومړي جنګ په پاکستان کې پیلوي نه هم په افغانستان کې . اوپه كريستيان ساينس مونيتر امریکایی ورځپانې کې راغلي : چې پاکستان او امریکا هغه دوه متحدین دی ، چې د یوه بل بد ایشي ، او دغه دواړو هیوادونو په خپل منځ کې په افغانستان کې د نفوذ پر سره ریښتنې جګړه په لاره اچولې ده ، وروسته لدې چې د امریکا ځواکونه ورنه ووځي .
که دغه څرګندونې او دریځونه ټول په یوه ځای سره وڅیړو ، نو به د پاکستان او امریکا تر منځ په راتلونکی کې یوه بحراني او متشنجه اړیکه ومومو . خو ښايي چې په لنډه راتلونکی کې به دا غوڅه نه شي ، ځکه چې امریکا د افغانستان په ګرداب کې غرقه ده ، او په هغه جنګ کې چې د تروریزم سره جنګ ئې نوموي د پاکستان مرستې ته اړتیا لري .
او ډیر محللین وايي : چې امریکا ته په افغانستان کې ډیرې سختې ورځې په انتظار دي ، او د بن لادن وژنه به امریکا ته کشاله نوره هم ستونزمنه کړي . په کومه طریقه چې د ایبټ آباد عملیات تر سره شول ، د امریکا پر ضد ئې ولسي قهر او غضب لوړې کچې ته رسولي دی . سره لدې چې ګڼ شمیر فضایی چنلونو او ورځنۍ ورځپاڼو د وژنې ، ترور او مرګ کلمې استعمال کړې ، او ډیرو کمو او محدودو ورځپاڼو د شهادت کلمه استعمال کړه ، خو ولسي څیړني او ټول پوښتنې ښیي ، چې د پاکستان د ولس لویه برخه د ایبټ آبد د عملیات په هکله ډیر د غصې احساس کوي .
ډیرې غوندې د غایب لمانځه لپاره وشوې او په راتلونکې ورځو کې به ډیرې غوندې د امریکا د غندنې لپاره وشي ، خو هغه څه چې د پاکستان ټول اولس ئې په اندیښنه کې اچولی دی ، هغه دا دي ، چې پاکستان خپل دفاعي نظام له لاسه ورکړی دی .
د نړۍ په کچه اووم اټمي هیواد پخپله خاوره کې داسې لوی تروریستي نفوذ ګوري ، او مهاجمې الوتکې او عسکر د پاکستان په خاوره کې د دوه ساعتونولپاره ( راتګ ، د عملیاتو تنفیذ ، بیرته ستنیدل ) پاتې کیږي ، پرته لدې چې امنیتي چارواکې پرې خبرې شي .
ټول دلته پوښتنه کوي : آیا هر بل تروریست هیواد نه شي کولای ، چې خپل هغه هدف وټاکي کوم چې غواړي ئې ، او بیا د ایبټ آباد په څيرعملیات تر سره کړي ، او دا په داسې حال کې چې امنیتي قوتونه هم موجود وي ؟ څرنګه موږ کولای شوو ، ډاډمن وو ، چې زموږ اټمي بټۍ ( د اسراییلیانو ، هندوانو او امریکایانو تر ټولو مهم هدف ) ته به ضرر نه رسیږي ؟ آن تر دې چې د بن لادن مخالفین هم اوس وايي : چې بن لادن ریښتیا ، ویلي وو : چې امریکایان د مسلمانانو ملګري نه شي کیدای .