کور / تازه خبرونه / د هند لومړى وزير افغانستان ته راځي

د هند لومړى وزير افغانستان ته راځي

د هند لومړى وزير من موهن سنګ افغانستان ته راځي . نوموړى دا سفر افغانستان ته په داسي وخت کي کوي چي د پاکستان پر استخباراتي ادارو او فوځ باندي د لوېديځ فشار دئ چي څنګه اوسامه بن لا دن وکړاى سواى چي د فوځ د روزنيزو ادارو تر ټولو لوى مرکز ته دي نژدې مېشت سي . په هند کي يو لوړ پوړى چارواکى وايي چي نوموړى دا سفر افغانستان ته د افغانستان په ثبات کي د هند د ملاتړ څرکندونه کوي . نوموړى دا سفر په داسي وخت کي کوي چي امريکا د اسامه بن لادين تر وژني وروسته ده چي د افغانستان څخه خپل فوځيان وباسي .
د نوموړي د سفر څرکنده نېټه نه ده په ډاګه سوې خو شونې ده چي په راتلونکو درو ورځو کي دي افغانستان ته ولاړ سي . همدا ډول ويل کيږي چي نوموړى به د افغانستان سره د مليونونو ډالرو نوي مرستي اعلان هم وکړي.