د پروان ولايت څخه راپورونه وايي چي د دې ولايت په تپه سرخ سيمه کي د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ګډه فوځي اډه راکټي بريد سوى . د دې ولايت د امنيې قوماندان شير احمد ياده پېښه تاييدوي او وايي چي پر اډه څو راکټي لګېدلي خو مرګ ژوبله نه لري .
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلى او وايي چي ټول توغندي پر خپل ځاى لګېدلي چي درنه مرګ ژوبله يې اړه ولې خو د کره شمېر په اړه يې تر اوسه ناخبري ښيي .