کور / سياسي / دافغانستان بهرنۍ پاليسي اواړيکې

دافغانستان بهرنۍ پاليسي اواړيکې

په دې عصرکې دنړۍ ډيرۍ هيوادونه يوپربل متکي اومنحصردي ځکه چې په دې مادي نړۍ کې هيڅوک پرته له نورواوياله دوستانواوملګروڅخه په جلاوالي(Isolation)کې ژوندنشي کولاى اونه دخپل هيوادچارې په ښه توګه پرمخ وړلاى شي هرهيوادبل هيوادته په يونه يوډول اړتيااوضرورت لري که هغه کوچني هيوادونه دي اوکه ستردواړه يوپربل تريوڅه حده منحصردي حتى په دې منحصره نړۍ ا وزمانه کې دوخت سترځواکونه وړواوکوچنيوهيوادونوته اړتيالري اوددغې اړتياله مخې دهغوسره اړيکې ټينګوي.


دغه اړتياوې اواړيکې سوداګريزې هم کيداى شي دپلوماتيکي،پوځي اوسياسي هم.داپه هماغوځانګړوهيوادونوپورې اړه لري چې کومواړيکوته دکومواړتياؤله مخې پرمختګ اوانکشاف ورکوي.


ددريمې نړۍ(Third World Countries)اکثره هيوادونه دغه رازاړيکوته ډيره اړتيالري اوکوښښ کوي ترڅودسيمې اونړۍ دپرمختللواوځواکمنوهيوادونوسره اړيکې ټينګې اوددغواړيکوڅخه په اقتصادي،تجارتي،دپلوماتيک اونوروڅانګوکې ګټه پورته کړي ځکه دغه هيوادونه پرته ددغوپرمختللواوځواکمنوهيوادونونشي کولاى ژوند(To Survive)وکړي.


افغانستان هم چې دريمې نړۍ(Third World Countries)له هيوادونوڅخه شميرل کيږي دغه شان ا ړيکوته تربل هرهيوادډيره اړتيالري ځکه افغانستان په پرله پسې توګه نږدې ديرش کاله جګړوپه هره څانګه اواړخ کې که هغه اقتصادي وکه تجارتي،که سياسي وکه دپلوماتيک اوکه پوځي ويا فرهنګې ،لنډه داچې په ټولوکې سخت ځپلى اوله کارغورځولى دى.


افغانستان چې اوس په نسبي ډول دجګړې څخه راوتلاى اوتريوبريده يې دپلوماتيکي اړيکې بيرته دسيمواونړۍ دنوروهيوادونوسره ټينګې شوي نوپکارده چې نورهم دغواړيکوته پراختيااووسعت ورکړي په ځانګړې توګه دسيمې داقتصادي پرمختللوهيوادونولکه چين،هند،ترکيې او…….سره اودنړۍ دځواکمنوهيوادونولکه امريکا،انګلستان،جرمني اونوروسره ځکه څرنګه موچې يادونه وکړه چې  افغانستان داڅولسيزې په جنګ اوجګړوکې په بشپړه توګه فلج اوله پښولويدلى نودافغانستان دبيارغونې،داقتصاد اوسوداګرۍ دپياوړي کولواوپرمختګ لپاره،دملي پوځ اوامنيتي ارګانونودمجهزولواوتربيه کولولپاره،په سيمه ايزه اونړيواله توګه ځان ته ملاتړکوونکي اوحمايه کوونکي(Supporter)هيوادونو سر اړيکو ټينګولو اوپياوړې  کولوته ضرورت لري ترڅوله افغانستان څخه په دغوفورمونوکه هغه سيمه ايزوي اوکه نړيوال حمايت اوملاتړوکړي ترڅودسيمې اونړۍ په مهموتړونونو،پکټونواوموسسواوسازمانونوکې شامل شي.اوهم دغه سپورټران دافغانستان دمهموقضيوڅخه په نړيوالوسازمانونوکې دحل اوفصل کوښښ اودهغې ملاتړوکړي.


که هغه دافغانستان داشغال مسئله وي که دطالبانوسره دمذاکراتواوخبرواترومسئله،که دافغانستان دملي پوځ اواردودپياوړي کولواومجهزولومسئله وي،که په اقتصادي برخه کې غښتلي کول،دااوداسې نورې ډيرې قضيې اومسئلې دي چې افغانستان يې حلولوته اړتيالري اوداپرته دسيمې اونړۍ دځواکمنو،بانفوذه،ذيدخله اوپرمختللوهيوادونودملاتړاوشمول څخه امکان نلري ځکه هرهيوادپه افغانستان کې خپلې ګټې اوانديښنې لري.


که چيرته افغانستان خپلې بهرنۍ پاليسۍ ته وسعت ورنکړي اوخپلواکه اومستقله يې نه کړي اوله دغونوموړوسيمه ايزوهيوادونو(چين،هند…..)اونړيوالوهيوادونو(امريکا،انګلستان،جرمني…..)سره خپلواکه اړيکوته انکشاف ورنکړي اودغه هيوادونه دافغانستان په قضيه کې شامل نکړي نودافغانستان قضيه اومسئله به همداسې پاتې اونوره هم پيچلې ا وکړکيچنه شي.


افغانستان په اقتصادي توګه په خپلوپښوودريدوته اړتيالري ځکه چې زمونږکورنى عايددومره نه دى چې مونږپرې افغانستان وچلولاى شودامهال افغانستان ټول په بهرنيومرستومنحصردى دولسمشر،وزيرانودمعاشاتواوتنخواګانوڅخه نيولې ترادنٰى ماموره پورې موبهرنيان ورکوي نوپکارده چې داقتصادي پياوړتيااوغوړيدالپاره مونږدچين سره اړيکې غښتلې کړوهغه وهڅووچې په افغانستان کې ډيره پانګونه وکړي اوافغانستان داقتصادله پلوه راژوندى اوتريوحده دنورودتمرکزيت اوانحصارڅخه راوباسي اوچين دې ته ليواله دى چې دافغانستان سره اقتصادي اړيکې ولري اودافغانستان په پرمختګ اوانکشاف کې رول ولوبوي ځکه چې هغه پوهيږي چې ترڅوافغانستان خودکفاشوى اوپه اقتصادي ډګرکې پياوړى شوى نه وي نودامريکااوغرب دمنګولوڅخه يې خلاصون مشکل دى دافغانستان سياست اوبهرنۍ پاليسي به دامريکاپه واک اوخوښه وي ځکه چې هغه دافغانستان ډونراوحمايه کوونکى هيواددى نوچين ددې لپاره چې دافغانستان اوسيمې څخه دامريکايانوحضورختم اولاس يې لنډکړي دې ته تمايل لري ترڅوافغانستان له دې دلدل اوکړکيچ څخه وباسي.


همداسې مونږدهندسره په روابطوټينګولوهم کولاى شوچې پاکستان بليک ميل کړواودهندڅخه دپاکستان په نامه خپل ملي پوځ مجهزاوهغوى ته وسله واخلواوهنددې ته تياردى چې دپاکستان په نامه اودپاکستان په خلاف افغان ملي پوځ اواردوپياوړې کړي همداسې دپاکستان سره په اړيکوپياوړي کولوکولاى شوهندبليک ميل کړواودهنددنفوذدختميدواويادهغه سره دنورواړيکودلاپياوړتياپه نامه دافغانستان دملي اواردوپه مجهزولواوياکم ترکمه په افغانستان کې دنه مداخلې کولوکارواخلو.


همدارنګه مونږدبرطانيې سره داړيکودوسعت اوټينګولوله کبله دامريکاپرخلاف ددغه هيواددګټودخوندي ساتلواودامريکاپه بليک ميل کولوکې ګټه اخستلاى شواوبابرعکس امريکاته دهغه دګټواوپه افغانستان کې دهغه دنه حضورګواښ کولاى شو،افغانستان دامهال په داسې يوپړاوکې قرارلري چې دخپلې سمې اوخپلواکې بهرنۍ اوکورنۍ پاليسۍ له کبله ډيرفرصتونه اوتکتيکونه په لاس لري اودخپل پرمختګ اودافغانستان داشغال په ختميدوکې ترې ګټه اخستلاى شي خواړتياداسې بهرنۍ پاليسۍ ،مشرتابه اوقيادت ته ده چې دغه هرڅه نه خبراوداهرڅه درک کړي اوبياددغه هيوادونودمجبوريتونو،ګټواوانديښنوڅخه ګټه واخلي.


والسلام


دافغانستان دخپلواکۍ اواسلامي نظام په هيله