اسامه دسعودي عربستان دشتمنوکورنيواوخلکوڅخه ګڼل کيږي دهغه پلارمحمدلادن ديوه ساختماني شرکت خاوندوچې نږدې دسعودي اتيافيصده دسرکونواولويولاروپروژې دهمدې شرکت لخواسرته رسيدلې وې.اسامه بن لادن هم له دې امله چې پلاريې دساختماني شرکت څښتن وپه انجينرۍ کې زده کړې وکړې.
ده هم دپلاردمرګ څخه وروسته دساختماني شرکت چارې اوپروژې پرمخ وړلې.
کله چې شوروي اتحادپرافغانستان يرغل وکړويل کيږي چې اسامه دامريکاپه وينادخپلونوروعربوسره افغانستان ته دجهادلپاره راغى.
اسامه په خپلوبې مهاباپيسوسره دخپلوعربوجنګياليوسره دروسانوسره په جهادبوخت شو.
لنډه داچې روسانوماتې وخوړله اوله افغانستانه ووتل نواسامه دخپل مخالفت مخ دغرب اوامريکاپه لورې واړوه اودامريکاخلاف يې دجهاداعلان وکړ.
هيره دې نه وي چې اسامه دروس_افغان جهادپرمهال دغربي رسنيواوامريکالخواديوه مجاهداوقهرمان په توګه پيژندل کيده خوهمدغه اسامه بيادغرب اوامريکالخوادترهګراودغرب دښمن وګڼل شو.
اسامه دامهال په څوهيوادونواوځايونوکې په امريکايي اوغربي دفترونواومرکزونوانفرادي حملې اوچاودنې کولې چې په دې کې مصر،پاکستان،يمن،ليبيااوتنزانيه هيوادونه شامل دي.
امريکاڅوڅوځلي داسامه دوژلوناکامه هڅې هم وکړې خوترې ژوندى ووته.
په همدې کې وچې د١١/٩پيښه رامينځته شوه ،القاعده اواسامه ددې پيښې مسئوليت پرغاړه واخيست.اودصليبي جګړوتوغ پورته کوونکي بش دمسلمانانوخلاف صليبي جګړه اعلان کړه.
اوپه همدې ترڅ کې يې دطالبانوڅخه داسامه دورسپارلوغوښتنه وکړه خوهغوى داغوښتنه ردکړه نوپه پايله کې امريکاپرافغانستان يرغل وکړاودطالبانورژيم يې ړنګ
کړ.په همدې وخت کې امريکايوځل بياداسامه دنيولواووژلوهڅه وکړه چې ددوى په وينادتورې بورې دسختې محاصرې څخه په تيښتيدوبريالى شو.
له هغې وروسته اسامه ورک اوغيب واوچاته يې داوسيدوځاى نه ؤمعلوم چې په دې ترڅ کې دهغه څوغږيزې اوانځوريږې ويډيوګانې راغلې.
اوداسلسله همداسې روانه وه او دالقاعده دغړواوجنګياليوپربيلابيلوپيښواوکارناموپر مهال به يې يوه ويډيواوياهم صوتي پيغام خپروه.چې بلاخره دامريکايانوپه ويناپه ٢٠١١/٥/٣ددوشنبې په ورځ دپاکستان په ايبټ ابادکې ووژل شو.
داخووداسامه هغه لنډشاليدچې مايې يادونه وکړه اوس راځم دې ته چې اسامه په دې موده اودوران کې څنګه يوه معماوه؟
لومړى داچې دافغان_روس جهادوروسته چې کله هغه دامريکااوغرب په ضددجهاداعلان وکړنوهغه داسې جهادي فعاليتونواوکړنوته لاس واچوه چې دجهاددروح سره يې مطابقت نه لره لکه په عامه لويديځيانو ځان مرګي بريدونه،په عاموامريکايي اوغربي خلکوبريدونه،په نوم امريکايي وژل،کړول اوبرمته کول.
دامريکادعاموخلکواوعامه ځايونووژل اوټارګټ کول.
داداسې عملونه اوفعاليتونه ووچې اسامه يې تريوحده شکمن کړځکه چې داسلام په مبارک دين کې دعاموخلکووژنه اودعامه ځايونوويجاړونه روا اوجايزنه ده خوسربيره پر دې اسامه خپل دغو فعاليتونو اوکړنوته دوام ورکړ.
ددې ټولوڅخه جلا،ځانګړې اوحيرانوونکې پيښه داچې د١١/٩پيښې مسئوليت يې هم پرخپل غاړه واخسته داپه داسې حال کې چې داخپله ديهودواوامريکايانولخواجوړه شوي دسيسه وه.همداپيښه وه چې اسامه يې دنړۍ دمسلمانانوامير،مجاهد،قهرمان اومبارزکړ.
بياله دې وروسته دلندن دريل ګاډي په تم ځاى کې بمي چاودنه،دهسپانيې په پلازمينه ماډريدکې اوپه څونوروغربي هيوادونوکې دبمي بريدونواوچاودنومسئوليت تش په نامه القاعدې اواسامه په غاړه واخست همداپيښې اوکړنې وې چې اسلام يې لويديځ ته دبواوبلاپه توګه معرفي کړ،لويديځيان يې دمسلمانانوڅخه متنفرکړل،جهاديې ورته ترهګريزعمل وښوده.
دغرب اوامريکادترهګرۍ په خلاف دتش په نامه جګړه کې په لکونه اوزرګونه غانان،پاکستانيان،عراقيان،يمنيان اونوربې ګناه مسلمانان ووژل شول.
لنډه داچې دالقاعده اوامريکادتش په نامه دښمنۍ کې مسلمانان له ډيروستونزواومشکلاتوسره مخ شول.که مونږدالقاعده اواسامه دغوتيروڅوکړنواوفعاليتونوته ځيرشونووبه ګوروچې آياله دغوکړواوبريدونوڅخه مسلمانانوته څه ګټه رسيدلې آيامسلمانانوډيره ګټه ترې اخستې اوکه غربيانوته يې ددسيسواوسازشونووسله په لاس ورکړې اياپه غرب اوپه تيره بياپه امريکاکې داسې بريدونه د١١/٩دپيښې نه نيولې بياداتروروستي دنيويارک،لندن اومادريدتربريدونوپورې امکان لري هيڅکله هم نه،دغرب ددومره پرمختللې ټکنالوژۍ،تالاشۍ اوسخت امنيتي نظام سره القاعده اواسامه لخواداسې بريدونه محال اوناشوني نه بلکې دچاپه ذهن کې هم دداسې بريدونوسرته رسولوخيال اوپلان راتلل هم مهال دي.خوهمدغه تش په نامه القاعده وه چې ددغه ترهګريزواوپټوفعاليتونومسئوليت به يې پرغاړه اخسته.
ماپه يوڅوځايونوکې لوستي ووچې په هغې کې يوثبوت اوسندهم ورکړل شوى وچې اسامه دCIA جاسوس اوګمارل شوى شخص دى چې په دغه سنداودCIA په اسنادونوکې يې نوم ټم عثمان ښودل شوى دى.
دايبټ ابادپيښې نورشکونه هم وزيږول چې هلته اسامه واوکه نه و؟که ونوچاساتلاى و؟که پاکستان ساتلاى ونوبيادومره وخت ولې امريکاچې تقريباًددوه درې کلونوڅخه ورته معلومه وه اقدام نه کوه؟ اواوس يې چې وکړنوولې يې دهغه دمرګ ويډيو،انځوراونورثبوت وړاندې نکړ؟ولې يې دهغه مړى په سمندرکې واچوه؟ دااوداسې نورې ډيرې بې ځوابه پوښتنې اوسوالونه دي چې اسامه دنړۍ اوپه ځانګړې توګه دمسلمانانولپاره يوه معما ده.
والسلام