د ۱۳۹۰کال د غویي ۲۱مه ، جلال اباد
چې څنګه موټر ته پورته شوم ، په وروستۍ څوکۍ کې مې په یوه ماشوم نظر پریوت. لکه چا چې یې له مخ څخه رنګونه زبیښلي وي، سپیره و. لکه پولیس هره یوه ته به یې جلا- جلا وکتل او بیا به یې تکیه وکړه او سترګې به یې په چت ونښلولې.
د ماشوم خوا ته د هغه پلار هم ناست و ، هغه غوښن او پریړ سړی و خو زنګانه نه لاندې یې پلاستیکي پښې وې.
زه له خپل زوی رشاد سره له جلال اباده د لغمان په لور روان وم. د الفت صاحب مزار ته مې لاسونه پورته کړل او چې څنګه مې شاته وکتلې نو بیا مې پر هغه ماشوم پام شو.
د لاسونو ګوتې به یې یو بل کې ورکړې ، دواړه لاسونه به یې پورته کړل ، سپیرې او وچې مټې به یې ښکاره شوې . له څوکۍ به معمولي پورته شو، بیرته به کیناست.
پلار یې په څوکۍ کې له ناستو کسانو سره مجلس شروع کړ ، خبرې د همدې ماشوم په اړه وې.
زړه مې صبر نشو، یو کس سره مې خپل ځای بدل کړ او وروستي سیټ کې کیناستم.
پلار یې فضل الرحیم نومیده ، د لغمان دالیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و او همدلته د عبدالله ابن مسعود په ښونځي کې ښونکی و.

هغه ویل چې ۱۳۷۱ کال کې په ماین الوتی او دواړه پښې یې پرې شوي دي.
د ماشوم په لاس کې د درملو کڅوړه وه ، پلار یې ویل: د اعصابو ډاکټر ته مې راوستی و.
ماشوم لقمان نومیده او د ۱۲ کلونو په عمر و.
لقمان د دوا کڅوړه یو ناڅاپه وغورځوله او بیا یې ویل : زه دوا نه خورم ، ما هم الوځوي.
فضل الرحیم خپل زوی په غیږ کې ونیو او بیا چې ویده شو ، نو کیسه یې پیل کړه:
لقمان ، د خپل ورور له لاسه دې حال ته رسیدلی.
حیران شوم ، په زړه کې مې له داسې ورور سره نفرت پیدا شو او ددې تنکي ماشوم د ټولو بدبختیو سبب مې همدا وګڼه.
فضل الرحیم کیسه وغځوله:
د لقمان مشر ورور محمد انیق دوه کاله وړاندې نهم صنف کې مکتب پریښود او ایران ته لاړ ، د تیر کال په دلوه کې رد مرز شو.
د ایران د تګ نه و۱۸ کلن و ، خو مجبوري وه .
یوه میاشت به شوي وي ، نن څوم تاریخ دی؟
یوه غږ کړ ، د ثور ۱۹مه .
فضل الرحیم شیبه غلی شو او بیا یې ویل : نه ، توبه خدایه ! میاشت نه ډير وخت کیږي . د حمل ۲۳مه وه ، زوی می له خپل استاذ او درې نورو مزدورانو سره د ننګرهار لعل پورې ولسوالۍ ته روان و چې موټر یې په ماین والوت او ټول ، ټوټه ـ ټوټه شول.
دي کلیوالو ماسره ډیره ناځواني وکړه ، د محمد انیق غوښې راوړې ، ماته یې ونه ښودې.
خو لقمان ځان تابوت ته ورسو، مانه خو دا هم ښه دی . د خپل ورور اخیري دیدن خو یې وکړ.
د فضل الرحیم سترګې ډنډ شوې ، سلګیو پسې واخیست او بیا کوچنی لقمان هم راویښ شو.
د لقمان په سر مې لاس تېر کړ او ویل مې ګرانه ، مکتب ته ځئ؟
-هو شپږم کې یم . خو اوس مې درس نه زده کیږي . نور مکتب ته نه ځم.
ـ نه ، ته ډیر هوښیار هلک یې چې دا دوا وخورې جوړ تیار به شې ، بیا به دې سبق هم ښه زده شي.
د شپې خوب درځي ؟
ـ چې ویده شم ، لالا مې وینم ، یو نا څاپه ډزشي ، او بیا مې لالا ټوټه ـ ټوټه شي ، وینې زما په مخ هم راولویږي.
زه چیغه کړم ، مور مې هم راویښه شي او بیا تر سهاره دواړه ویښ یوو.
د لقمان بیا سترګې سرې شوې ، ژر- ژر یې ساه اخستله ، د دوا کڅوړه یې پلار ته ورکړه :
دوا نه خورم ، ما هم الوځوي ، زه مړ کیږم . پلار یې په غیږ کې ټینګ ونیو ، ټول رپیده او د دوا کڅوړه د د دوه پلاستیکي پښو په منځ کې پرته وه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه