کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بن لادن نه ، اکبر خان دئ !

بن لادن نه ، اکبر خان دئ !

د ایران د استخباراتو وزیر، حیدر مصلحي ، د ایرانی کابینې په یوه غونډه کي د تیري یکشنبې په ورځ وویل چي د ایران امنیتي قواوی داسي ثقه شواهد په لاس کي لري چي ثابتوي چي اسامه بن لادن د امریکایانو ، د مې د میاشتي د دوهمي تر عملیاتو ډېر پخوا ، په خدايي مرګ مړ سویدي. او ددغو غلطو معلوماتو په خپرولو سره امریکایان غواړي چي سیمه ایزه بیا راویښ توب پیکه کړي.
همدارنګه برتانوي ډیلي میل ورځپاڼي یوه لیکنه د هغي په باب خپره کړه چي ګواکي د بن لادن ماندینه او په پښه کي ټپي سوېده او له هغه سره يې ددې ښځي د پاسپورټ یو عکس هم خپور کړیدئ خو که ددغي ښځي عکس ته ښه په غوروکتل سي نو په اساني لیدل کیږي چي هغه د فوټو شاپ په واسطه جعلي سوې ده.
د بي بي سي ژورنالسټه ، اورلا ګیورین ، د پښتونخوا ایبیټ اباد ته تللې وه او د هغه ځای د تقریبآ ۵۰ تنو اوسېدونکو سره يې مرکې کړیدی . دی خلکو ټولو دې ته وویل چي دا خبره درواغ ده چي بن لادن دلته اوسېدئ!او هغه ویډیو چي امریکایانو ښکاره کړه، چي بن لادن په یوه کور کي ناست دی او تلوېریون ته ګوري، هغه بن لادن نه بلکه د سیمي یو اوسېدونکی پښتون د اکبرخان په نامه دئ او هغه کور چي ګواکي بن لادن پکښی اوسېدئ ، ددغه اکبر خان ملکیت دئ.
د  ابیټ اباد اوسېدونکود بي بي سي له ژورنالیسټي دا پوښتنه هم کوله چي امریکایان په کوم حق ددوی  هیوادته ننوزي او دا ډول عملیات کوی. همدغه پوښتنه د ماساچوسټ د تکنالوژی د انسټیټوټ استاد، ناوم چومسکي، دا ډول وکړه : « که یوه عراقي کوماندو له څلورو چورلکو سره د جورج بوش کور ته ورسي او هغه ووژني او بیا يې په سمندر کي وغورځوی نو موږ امریکایان به څه وکړو؟»