کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

نن غرمه د کندهار ښار په زړه هرات بازار کي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . وسله وال د سيمي څخه پر تګ بريالي سوي . د دې ولايت د امنيت آمر تېمورشاه يوسفزي د ياد کس د وژني د پخلي ترڅنګ وويل چي ياد کس د دوو موټر سيکل سپرو کسانو په وسيله وژل سوى او وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پيل کړي .
وسله والو طالبانو د نوموړي وژنه تاييد کړې او وايي چي نوموړى منصبدار د بدر په نامه د نومول سوو عملياتو په ترڅ کي ووژل سو .
حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي