کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريكا اوس دوه لاري ګوري

امريكا اوس دوه لاري ګوري

د نظر خاوندان په ډاګه كوي چي د اسامه د وﮋل كيدو نه ورسته اوس د امريكا ولسمشر اوباما خپل ستراتيژيك پلان ته ګوته په غاښ ناست ده, په دي فكر كي ده چي هغه ستر تروريست چي زمونږ د شنه اسمان فضايه د سل پوړيزو ودانيو د چپه كيدو په دوګونو سره خړه پړه كړي وه او زمونږ دري زره خوا اوشاكي انسانان موپكي ووﮋل شول, چي موږ يه هم په پلمه د ترحه شوو پلانو لپاره د د نړي والو په همكاري د اسيا زړه ته ځان ورساوه , او هلته مو په افغانستان كي د دوي د شبكي ځالي سره ور ګډي وډي كړي او ورسره خواكي مو ورسره زمونږ د سترګو خار او د سيمي د غټ بد ماش صدام حسين سلطنت هم ورګډوډ كړ ا و غاړي ته مو د اجل ولونه ورواچول اوله دي دنيا نه مو رخصت كړ,


دا هرڅه موږ ددي لپاره وكړل څو مونږ په هغه سيمه كي د خپلو پروګرامونو ته وزګار شو , خو ددوه كلونو نه ورسته زمونږ دښمنان بيرته موږ سره د مقاومت اوازي خوري كړي او اول كي خو موږ هم ټوكي بللي مګر دا هرڅه په ريښتياهم اوس ورو ورو موږ ته كړاونه ډيروي او ځيني نور ملكونه چي زمونږ سره د همكاري په پلمه راغلي هغه مو هم باندي وځپل او ورو ورو شا راګرځوي هسي نه چي او س مونږ دي ډګر كي يواځي پاتي شو نو بايد زمزنږ ورو ستراتيژي چټكه كړو هسي نه سي بيا په نيمه لار كي پاتي شو ځكه مونږ سره خو ايران هم په ليست كي پروت دي او دا چي مونږ سره په لار نه ځي بايد داسي يه خپل سر ته پري نږدو او بايد داسي په قهرمانه ډول پاتي نشي يوار خو يه بايد له دي مغروري فضانه راوپرزوو بيا زمونږ هدفونه او د تاريخ كرښي نيمګړي نه پاتي كيږي,


خو دا به د اسامه بن لادن د وﮋلكيدو نه ورسته څنګه مونږ خپلي د سيسي په كارواچوو ځكه اوس خو مونږ د نړيوال قانون سره په ټكر كي يو ځكه كومه بلا پسي چي مونږ راغلي وو هغي نه خو مونږ ځان خلاص كړ نور نو مونږ بايد سيمه پريږدو


نوكه چيري سيمه يريږدو زمونږ ګوډه ماته امپراطوري به سر وخوري او كه پاته كيږو خو نوره زمونږ د پاتي كيدو بهانه را سره نشته او له بلي خوا په سيمه كي يو بل بد ماش موږ نه بايد روغ پاتي نشي, نو اوس مونږ دوه لاري لرو ياخو به په يوه پلمه د يادي امپراطوري نه تيريږو او يا به په سيمه كي يو بل اسامه چيرته ګورو چي زمونږ سره په سيمه كي په پاتي كيدو كي راسره مرسته وكړي.