اوس سپيلني راوړه بمونه يوسه
خــپله عطا يـــوسه ، لعلونه يـــوسه
راسه له ذهنه مي يادونه يـــــوسه
اوس پښتانه لګيا دي کــــــور جوړوي
اوس سپيلني راو ړه بمــــونه يوسه
ســـکون د ژوند مي رانه وتښتــــــوه
راسه ، له سترګو مي خوبونه يوسه
له هـــــــره کـــــــــاره پر وتلی يم زه
سلطانه ! راسه خپل عکسونه يوسه