کور / سياسي / ايا سوله به ښه وي او که داچي …

ايا سوله به ښه وي او که داچي …

ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… زموږ په مسجدونو کي مخ په وړاندي هم پرنگيان خپل سپي وگرځوي او زموږ پر مقدس کتاب بويونه وکاږي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… مخ په وړاندي هم پردي عسکر په نيمو شپو زموږ په ناموسونو کي تلاښيو ته دوام ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… غليمانو ته زموږ په کور کي د هرې نوي وسلې د ازمويلو د بهانو ورکولو ته دوام ورکړو؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… په لوی لاس خپل کور د ستراتيژيکو تړونونو په پلمه و يهود او نصارا ته په گروي ورکړو؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… کفار زموږ په کور کي د خپلو دينونو و تبليغ ته دوام ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د دجال زامن نور هم زموږ په کور کي و شک، بې اعتمادۍ، بې دينۍ، بې اعتبارۍ او قوم پرستۍ ته هوا ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… تر فرض لمونځونو مو د جنازې د لمونځونو شمېر زيات پاته سي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د خپلو مېندو بوره کولو ته دوام ورکړو؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… خپلې نوري خوېندي وراري، نوري ورېندارگاني کونډي او خپلې نورې ورېرې يتيماني او لاچاري کړو؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… زموږ بچي د ديني او دنياوي زدکړو پر ځای د بارودو د استعمال زدکړو ته دوام ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… زموږ يتيمان زموږ د غليمانو لاسپوڅي وگرځي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… جگړه زموږ نور نسلونه هم وخوري؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… زموږ راتلونکی نسل پداسي حال کي جگړې ته دوام ورکړي چي نور يې هغه څه هېر سوي وي چي دغه جگړه موږ ولي او د چا پر ضد پېل کړې وه؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… مخ په وړاندي زموږ نيم مسلمان، تش په نامه مسلمان، هيڅ مسلمان، هندو، تورمخي، ژړ مخي، د پرنگي غلامان او يا هم منافق گاونډيان خپلو رسه کشيو ته زموږ په کور کي دننه دوام ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… جنگي مجريمين په ولايتونو او مرکز کي خپلو پاچهيو ته دوام ورکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د مخدره توکو مافيا لا زياتي پيسې، وسلې او لا زياتي مځکي تر لاسه کړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… دا چي پخواني توپکسالار مشران چي نن د مسلمان افغان ملت ټوله وياړونه يوازي ځان ته منصوبوي او نن صبا ځان ډيموکراټ بولي په کابل کي د بې حيايۍ لا زيات مرکزونه جوړ کړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د جنگي مجريمينو د لومړي نسل وروسته د هغوی دويم او درېيم نسل هم زموږ پر لمسيانو او کړوسيانو حکومت وکړي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د يوه شاه شجاع وروسته د بل شاه شجاع د راتگ لړۍ دوام ومومي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د دين او وطن د پرمختگ لپاره دکار پر ځای موږ په جگړه کي بوخت و اوسو؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… مزاره، هرات، بدخشان، کندهار، ننگرهار، خوست، هرات، کوټه او خيبرونه د اسلام و علم و هنر د زانگو پر ځای د نه ختمېدونکي جگړې له امله د اېجنټانو، بې سوادو، بې علمو، بې دينو، بداخلاقو، منافقينو، توکمپالو، لوطيانو او فاسيقينو په اوسېدنځايونو بدل سي؟


ايا سوله به ښه وي او که دا چي


… د ډيورنډ په څېر لس نور دېوالونه ووهل سي؟


ايا جگړه به ښه وي او که دا چي


… موږ ځان ته د ساه اخيستلو وقفه تر لاسه کړو او د جگړې پرځای په نورو لارو د غليم سره د سيالۍ کولو په فکر سو؟


ايا جگړه به ښه وي او که دا چي


… په لومړي سر کي خپل يو، دوه او درې نسلونه د سولي په فضا کي هغه ديني، علمي او مسلکي سطحي ته ورسوؤ چي بيا د نړۍ هر زورواکی زموږ و کور ته د راننوتلو جرأت ونه کړي او موږ د مخدره توکو، مهاجرو، ناروغانو، ارزان قيمته کونډو ښځو او نورو منفي او شرموؤنکو شيانو پر ځای و نړۍ ته د ديندارۍ او علم و هنر وړانگې ولېږدوؤ. 


د 1390م لمزيز کال د غوايي 20مه نېټه
د 2011م مېلادي کال د می 10مه نېټه