کور / تازه خبرونه / هلمند : لسگونه زندانيان د حرفوي زده كړو څخه فارغ سول

هلمند : لسگونه زندانيان د حرفوي زده كړو څخه فارغ سول

دغه ۵۸ تنه زندانيانو چي د هلمند په مركزي محبس كي د بند شپې ورځي تېروي د ننه په محبس كي يې د قرآن كريم د قرائت، كمپيوټر،گلدوزۍ،كالي گنډلو، لاسي صنايعو، نل غزوني، پخلي،فلزكارۍ اوباغوانۍ په برخو كي حرفوي زده كړي ترلاسه كړې . او تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ كي چي د هلمند والي محمدگلامنگل، د ولايتي شوراغړو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو اولسونو زندانيانو په گډون جوړ سوي ول ورته د فراغت سندونه وركړل سول.
په دې مراسموكي د هلمند والي محمدگلاب منگل د خپلي وينا پرمهال وويل چي يادو زندانيانو ته د حرفوي زده كړو زمينه د هغو حقونو پر بنسټ برابره سوې ده چي په اساسي قانون كي وركړل سوي دي.