له ډیر وخته وروسته یوې مهاجرې کندهارۍ چې ډیر يې خوشاله کندهار یادیده له امریکاڅخه کندهار ته ولاړه، خبره نه وه چې هغه خوشاله کندهار خشک سوی دی هلته هره خوشالی خپه سوې ده ،ټوکې او خوشالی ته په ستوني کښې دننه پاټکونه جوړ سوي دي د راوتو اجازه ورته نسته داځکه هغه چې ددو خرو اوربښي یې نسوای ویشلی اوس یې هلته برخې ویشلي ، هر سړی خشک سوی وو د یوه سره خبره نه کیده
هغه مهاجره دخپل ورور کره راغله او سهار یې له همسایه څخه یوه بوغره امانتي واخیسته، هغه ېې په سر کړه او د خپلې کوچنی وریرې سره بازار ته ووتله
دا چې دبوغرې سره اموخته نه وه بغره يې کش نیولې وه چې له چشمکو ښه وویني ، په چرت کښې رهی وه چې دشا یې دریکشا د راتلو بغ تر غوږ سو، تر څوهغې لاره ورکوله د ریکشا ه عرابې د هغې د بوغرې څنډه لاندې کړه او هغه له بوغرې څخه ګوری موری لکه پوست سوې کیله را ووتله او لڅه پڅه، لڅ سر د سړک په مابین کښې لکه ترافیک ودریدله، ریکشا وان له دې پر ځای چې له هغې څخه بښنه وغواړې سر يي د ریکشا وراویسته او په غوسه يې لکه چې د هغه پلار یې وژلی وي وویل: تیره سه غاترې!
خلکو هغې ته رډ رډ په غوسه کتله ،هغې ژر بوغره په سر کړه د بازار خواته رهی سوه، په درې کزي کې دانارو په یوه خر ه کښې وختله :
دوکاندار لکه چا چې ښکنځلې ورته کړې وي په نري ږغ پر نارې کړې : څه کوې ادې رنډه يې په انارو کي وختلې ؟
هغې ورته ویل: ته ړوند يې چې په لارې کښې دی انار خره کړې دي !
هغه مخې ته ولاړه په یوه لیړۍ کښې څه کالی پراته وه. هغه ورتیره سوه چې خپلې ورېرې ته یو کمیس رانیسي
لیړۍ والا لکه په پښه چې يې څوک ختلی وي ناره کړه : څه کوې ! ټوله دي ګډووډ کړه ته چې وایي ستا په ولور مي رانیولي دي.
هغه ايښه پيښه ودریده او په.ډیره خپګان له هغه تیره سوه
دارګ په بازار کښې يي نوی ګل زردالو ولیدله ،ه باور یې نه راتله، هغې څو دانې پورته کښته کړې
د زردالو خرڅونکي خپل ملګری ته ویل : د اچې هر دانه پورته کښته کوي زه چې وایم په لړمون کښې مو لاس وهي هغه بل شریک يې ورته وویل :زه هم همداسې یم ، زړه مې غواړي ور حمله کړم په غاښو يې غوښې پرې کړم!
هغه په چوپه خوله له هغه ځایه اتیره سوه ،
په چارسو کښې د رغچینو دوکان ته ودریده ، ددوکان شاګردچې د خولې یې د شیدو بوی تی هغې ته ویل : چي میخری؟
هغې ورته ویل : ولي پارسي وایي؟
هغه هلک په ملنډو ورته وویل : ښه ته پښتنه يې ما دی کوري بلندي ولیدي
هغه ځینې روانه سوه هلک ورپسې يې ناری کړه : غاتره چکر ته راوتلې ده!
هغه ددې هلک د خبرو ډیره خپه سوه
پا چارسو کښې د ټوکرانو یو دوکان ته ننوتله.
دوکاندارلکه قاضی چې مجرم ته وايي پر نارې کړه: څه کوې ستا د پلار کور دی چې د بوټو سره دوکان ته راوختې او په خپله خوښه ټوکران پيدا کوې!
دهغې په سترګو کښې د خواښیني نښې پیدا سوی او څو دانې اوښکې یې پر باړخو وښوییدې
په لارې رهي وه نه پوهده څه وکړي، له ځان سره يي ویل :
دا کندهار هغه خوشاله کندهار نه دی
په دې وخت کښې د هغې اړخ ته یو سپن ږیری سړی پر سړک ولوید
یو ځوان هغه راپورته کړ او د هغه کالې يې وڅنډل او له هغه يې په لورینې وپوښتل:
خوږ خو نه سوی بابا!
بابا لکه چې امریکایانو يې لس زامن په بمبارد وژلې وی ورته په غوسه په تریو تندی د تشکر پر ځای وویل : نو دا خړپ ستا د مور و؟!
هغه ښځه له درده په ریکشه کې کښېناسته او بیرته د ورور کره راغله سبا بیرته کابل ته او د هغه ځایه امریکا ته ولاړه
او له ځانه سره يې لکه لیونۍ ویل : چا دومره خشک کړې خوشاله کندهاره!