کور / شعر / غزل

غزل

د زړه کړکی می په تلواره وهي

باران د وخت څه په تلوار روان دی

ما څه عبرت ورنه په لاس نه کړلو

ګومان د هیلو په قرار روان دۍ

څومره جرس د هر قدم را خیژي

کاروان د اوښکو په هربار روان دی

بیا کجاوه د هیلو ډکه ښکاری

زړګۍ خو ډک له انتظار روان دی

پری چی نادانه درته وایی خلک

منزل دزړه په اعتبار روان دی

د زړه خبره به په خوله غواړو تل

خیر که زمان لا په انکار روان دی

یو لاروي د تورو شپو په زړه کې

امکان د ژوند مو په سهار روان دی

ژونده ، زه پوه پدی معما نه شومه

نصیب د چا نن په مزار روان دی؟

دا د جسمونو جنازی مه ژاړه

هر یو وګړی په دی لار روان دی

رڼا چی خوا دی خزان نه شی ګلۍ

ارمان د زړونو په تکرار روان دی