د کورنيو چارو وزارت وايي د کندهار دوه ورځنى جنګ پاى ته رسېدلى دئ او شاوخوا ٢٣ تنه وسله وال چي د ښار مختلفو سيمو ته ننوتلي وو وژل سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري رسنيو ته ويلي چي ١٥ وسله وال د پوليسو له خوا وژل سوي او پاتي نورو يې ځانونه چاودلي دي.
نوموړي ويلي چي په دې جنګ کي دوه تنه مړه سوي او شاوخوا ٤٠ تنه ټپيان دي چي ١٥ پوليس، ١١ استخباراتي کارکوونکي او پاتي نور ټپيان دي.
د ميرويس روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي چي ٤٦ ټپيان او دوه مړي ور وړل سوي دي چي په ټپيانو کي پوليس او استخباراتي مامورين هم شامل دي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د جنګ په لومړۍ ورځ ويلي وو چي ١١٦ تنو افغان او بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيوچارو وزارت وياند وايي د دوى معلومات ښيي چي کندهار ته ننوتلي جنګيالي دوې اونۍ دمخه له محبس څخه تښتېدلي بنديان دي.
د يادوني وړ ده چي وړمه ورځ وسله والو طالبانو پر يوه وخت د کندهار پر ولايت مقام، د استخباراتو پر رياست، د پوليسو پر يوه ماموريت او په ميرويس مېنه کي د پوليسو پر يوه مرکز وسله والي حملې وکړې چي تر ٤٠ ساعتونو پوري مقاومت دوام وکړ.
د کندهار چارواکو ويلي چي وضعيت تر دوو ورځو او دوو شپو جنګ وروسته آرام دئ او ټاکل سوې ده چي نن تر غرمې دمخه د کندهار والي توريالى ويسا په دې هکله خبري کنفرانس ورکړي.