یادونه: زما له هیلو نه یوه هم د طنز لیکل و، مګر ما د یوې نوې بڼې لیکلو کوښښ کړي خدای دې وکړي چې ګران او قدرمن لیکولان او لوستونکې مې تر خوږ ګوتې ونه نیسي.
افغانستان هغه هېواد دی چې:
٪ 99.9 وګړي یې خپلو شخصي ګټو ته تر ملي ګټو زیاته ترجیح ورکوی.
٪ 99.9 ډریوران او وګړي یې ترافیکي قوانین نه مراعاتوي او آن ترافیک د خلکو په نظر کې هم نه راځي چې انسان دی او که ….
ډېری وګړي یې له اخلاقي او اجتماعي لحاظه د نزول خوا ته روان دی او په دې اړه ورځني نزاکتونه او اجتماعي اداب او خویونه دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره له لاسه ورکوي.
لس کلن آن تر دې ښکته عمر لرونکي ماشومان په مرکز کابل او نورو ولایتو نوکې په ازادانه توګه بغیر د لاینس او جواز سیر دریوري کولاي شي.
حتا لس کلن ماشومان په اردو او پولیسو کې دنده تر سره کولای شي.
هېڅ سرحد نلری او هر څوک دې هېواد ته د هرې لارې بې پاسپورته او بې ویزې راننوتی شي.
د بهرنیو اتباعو حقوق یې تر خپلو افغانانو زیات خوندي او د قدر وړ دی.
په دولتي او غیر دولتي سطحه باندې نه مکافات شته او نه مجزات.
پر زورواکو، مالدارو، واسطه لرونکو او لوړ پوړو دولتي چاروکو ددې هېواد اساس قانون نه تطبیقېږي، بلکې صرف او صرف پر بې وزلو، غریبانو، نادارو، بې واسطو، بې پیسو او خوارو وګړو اساسي او نور قوانین تطبیقېږي او د جزا او سزا وړ ګڼل کېږي.
د هېواد او وګړو برخلیک یې یوازې د څو تنو هغو مشرانو په لاس او اختیار کې دی چې تل یې د دوی پر برخلیک لوبي کړي او لا تر اوسه یې کوي او که د ورځې په لس ګونه افغانان بې ګناه ټپیان کېږي او که مړه کېږي دوی خپل عیش و نوش او د چا سره ددوی پر حقوق ډغرې نه دي وهلي او نه د چا خوله او غاښوونه یې ددوی لپاره مات کړي.
وګړي یې پرته له کوم دلیل او جرم د هر چا( بهرنیان، ګاونډیان، کورنۍ او نورو) له لوري وژل، ټپیان، رټل، زورول، بندي او زنداني او… کېږي، بیا هم حقوق بشر دوی پر حقوقو سترګې پټوي، نه پوهېږو چې ایا افغانان هم بشر کې راځي او حقوق لري؟
د هېواد ډېری وګړي یې یوازې د نامشروع او غیر شرعي (رشوت، اختلاس، غلا، لوټ، تالان، چل، فریب او … ) لارو څخه د پيسو د پیدا کولو هڅه او فکر کوي.
د هېواد لوړ او ټیټې څوکۍ یې په پیسو اخستلای او کار په کې کولای شي.
وګړي یې تل پر خپل تېر پنځه زره کلن تاریخ ویاړي او د نوي تاریخ د جوړولو لپاره لکه د خپلو پخواني اتل پلارونو نه فکر کوي او نه نوی تاریخ زېږوي.
وګړي یې یو عادت لري چې خپل مړي په ډېر ویاړونو سره لمانځي، خو په ژوند کې ورته د دوو روپو اهمیت هم نه ورکوي.
ډیری ځوانان یې تل سندرو او نڅاو او دسریالونو لیدلو ته تر هر څه ترجیح ورکوي او د تعلیم او نوې تکنالوژۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره کوم ځانګړې او ښه پلان او نظریه او تر اوسه پورې کوم حیرانوونکې کارونه یې نه دی کړي.
وګړي یې تل د پردیو تولیداتو او محصولاتو ته احتیاج دي او د خود کیفا کېدو لپاره هلې ځلې نه کوي، بلکې په ویاړ سره د بهرنیو اجناسو او تولیداتو په استعمال کې فخر کوي.
د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي او نورې ټولټاکنو (انتخابات) پایلې او نتیجې یې تر شپږو میاشتو میاشتو حتا له دې نه هم زیات وخت کې نه اعلانېږي او حتا د تېر ټولټاکنو د رایو د شمېرلو لپاره ځانګړې محکمه ورته جوړېږي.
د ولسي جرګې غړي یې د ولس په کور (پارلمان) کې د اسلحې کېنې او خپلو ورځنیو کارونو ته دوام ورکوي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تر څلوېښتو زیات کسان ځان نومولی شي.
لوړ پوړي دولتي چاروکي یې د دولت زیاته بودجه د مرمۍ ضد ګاډو په اخستلو او په تجملي او ذوقي شیانو کې مصرفوي.
حکومت یې د هرې ناوړه پېښې څخه وروسته یو کمیسیون جوړوي چې بیا د زیاتره کمیسیونونو پایلې او حتا خپله کمیسیون هم ورک شي او خلکو ته یې پایلې نه روښانه کېږي.
د ولسمشر د دوهم مرستیال اصلي ټاټوبی او کلي په میدان وردګو ولایت کې ښوونځي نلري.
د یموکراسۍ په نوم هر څوک هر څه کولای شي او څوک یې مخنیوی هم نه کوي.
په هر کار او هر عمل کې بې حده افراط او تفریط کوي که هغه شرعي کار وي او که غیر شرعي.
په ښوونځیو او نورو تعلیمي موسساتو کې حتا ماشومان موبایل کارولي شي
د ښوونځیو ماشومان په ښوونځیو کې په موبایلونو کې لوڅ، بربنډ او … فلمونه، سندرې او داسې نورې ویډیوګانې او تصویرونه په ازادانه توګه لیدلی شي.
د ښوونځیو ماشومان د ښوونځیو له بکس او کتابونه سره سینما ته تللی شي او فلم لیدل شي.
کابل ښاریان وايي د کابل د ترافیکو لوی ریاست کلیدي پوستونه د یوې کورنۍ د غړو په لاس کې دي.
په بهرنیو هېوادو کې مهاجر افغانانو ته د القاعدې او طالب په سترګه کتل کېږي.
په دې هېواد کې د ګاډو او موټرو د تګ او راتګ لپاره سړک مهم نه دی، د هر چا چې هر چېرې زړه وي ګاډی دروي، سورلۍ جګوي او ښکته کوي، پر هر سړک چې زړه یې وغواړي تللی شي او..
هغه هېواد دی چې ددې هېواد د یو کس یا افغان د وژلو یو لک افغانۍ او د هغه د ټپي کولو یا کیدو پنځوس زره افغانۍ قیمت او بیه د دولت له خوا ټاکل شوې ده، چې بیا په دغو پیسو پسې په اونیو اونیو د هغوی وارثین ګرځي تر څو هغه تر لاسه کړي.
په هر کال کې په میلیونونه ونې، بوټي او نیالګي د ښاروالۍ ګانو، وزارتونو او نورو خصوصي او خاصو افرادو او اشخاصو له خوا ددې هېواد د زرغونتیا او سمسورتیا لپاره کېنول کېږي، مګر افسوس چې د ساتنې او پالنې لپاره نه څوک کار کوي او نه څوک د ساتنې او پالنې احساس لري او یوازې دولت مسول بولي چې پالنه او ساتنه یې وکړي او بیا چې کال نوی شي، بیا نور په میلیونونه نیالګي کېنول کېږي او بیا…
زیاتره وګړي یې د وخت په ارزښت نه پوهېږي او هر یو وګړي یې غواړي خپل وخت بې ځایه تېر کړي او ضایع کړي، ځکه د وخت ضایع کول دوی ته خوند ورکوي.
زیاتره وګړي یې تر علم، دانش او نوې تکنالوژۍ زیاته پاملرنه لوکسو کالیو، لوکسو کورونو، نوي ماډل موټرو او داسې نور… په داسې حال کې چې ګاونډي هېوادونه یې اتومي بټۍ او زیرمې لری او دوی فیشن او موډ پسې ګرځي.
د ورځې تقریباْ اووه( ۷) پولیس یې خپل ژوند د لاسه ورکوي او چاروکې یې د کمولو لپاره جدي هلې ځلې نه کوي او د هغوی دښمنان ددې موقعې نه ګټه اخلي.
زیاتره وګړي یې په لوی لاس کوښښ کوي او خوښږي چې هندۍ، ایرانۍ او پاکستانۍ کلتور رواج کړي او حتا پر عملي کولو یې ویاړ کوي چې څوک یې مخنیوي هم نه کوي.
په دې هېواد کې چې یو ځلې د کوم جنس یا موادو نرخ یا بیه لوړه شوه بیا د کمېدو یا کمولو لپاره څوک هڅه نه کوي، بلکې ملت یې هم بیا په کیسه کې نه دی چې خپل غږ پورته کړي، چې ولې او دولت یې هم، مګر بیا تاجران او ور سره شریک چارواکي او مافیایي ډلې او ټپلې دغه موقعې له خدایه غواړي د مثال په ډول د تیلو بیه.
وګړي یې کوښښ کوي چې پاکستانۍ، ایرانۍ، هندۍ، تاجکۍ او د نورو هېوادونو ژبې او اصطلاحات په خپله ژبه کې وکاروي او حتا ځینې پرې ویاړي.
ددې هېواد ډېری لوړپوړي چارواکي د سپیو د جنګولو، د مرغانو د مختلفو ډولونو د ساتلو، د موسقۍ او سندرو پروګرامونو په برابرولو او جوړولو کې له یو بله سره سیالي کوي.
دوام لری