کور / تازه خبرونه / کندهار : جګړې يو ځل بيا زور واخيست

کندهار : جګړې يو ځل بيا زور واخيست

په کندهار کي د تيرو پنځلسو دقيقو راهيسي د دې ولايت د ملي امنيت د ودانۍ سره جګړې يو ځل بيا زور واخيست . تر دې وخت مخکي يو ځل جګړه ارامه سوه او چورلکو خپلي ګزمې بندي کړې خو اوس يو ځل بيا چورلکي خپلي ګزمې کوي او د جګړې د ځاى څخه د ډيرو درنو ډزو ږغونه اورېدل کيږي . ګمان کيږي چي ډزي د د افغان ځواکونو او بهرنيانو د خوا کيږي ځکه چي په يوه ځل پنځه يا شپږ درانه ږغونه واورېدل سي او کندهار چارواکو ادعا کړې وه چي په سيمه کي دوه وسله وال تر اوسه ژوندي دي او مقاومت کوي .