دغه سړك چي د لښكرگاه د بولان څخه ترچاه انجيرسيمي پوري غزېدلى د پخولوچاري يې د يكشنبې په روځ د هلمند والي محمد گلاب منگل اوځينو نورو مسؤلينو دخوا د پټۍ په پرېكولوسره پيل سوې.
د هلمند والي محمد ګلاب منگل د دې سړك د پخولو د چارو پيل ، د پرمختگ په لور يو بل گام وباله اوزياته يې كړه چي ياد سړك ۱۱عشاريه دوه كيلومتره اوږدوالى لري په ۱۱متربر د يوه كال په موده كي د انگلستان د نړيوالي پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د ۷عشاريه دوه مليونه امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
نوموړي وويل چي دا په هلمند كي د سړك هغه پروژه ده چي د لومړي ځل دپاره د نړيوال معيارسره سم جوړيږي اوټولي هغه آسانتياوي پکښي په پام كي نيول سوي دي چي د يوه معياري سړك دپاره اړينې وي.