افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار د تيري ورځي بريدونه وغندل او دا کار يې د وسله والو مخالفينو وباله . نوموړى د ترکيې په سفر دئ او کله چي د بريدو په اړه خبر سو د تل په څېر يې خواشيني څرګنده کړه او وې ويل چي په دې سره به وسله وال طالبان او القاعده خپلو موخو ته ونه رسيږي . نوموړي حکومتي چارواکو ته وويل چي په اړه يې جدي اقدامات وکړي او د وسله والو د بريدو مخه نيسي .