کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسامه بن لاډن خپل ژوند او مرګ دواړه امريکې ته وقف کړل

اسامه بن لاډن خپل ژوند او مرګ دواړه امريکې ته وقف کړل

تحليګران او شنونکي په دې باوردي چي د اوسامه بن لاډن وژنه کوم چي د امريکې د پلان سره سم يوځل بیا ووژل سو، داسي فکر نه کيږي چي ګويا په نړۍ واله کچه به د ټروریزم کارنامې  خاصتن په اسلامي هيوادو کي پای ته ورسیږي او يا  لا اقل هغه به کمي سي .  په اوسنيو حالاتو کي ځکه د بن لاډن دوژلو سناریو را میدانته سوه چي نه يوازي ‏ د امريکې عظیم نظامي او مالي لګښتونه چي د عراق او افغانستان غوندي نورو هيوادو کي د لاسوهنو په خاطر مصرف کيږي توجیه کړل سي، بلکي ددې دپاره هم وه چي د بن لاډن دغه اوسنۍ وژنه و بارک اوبا ما ته په راتلونکي انتخاباتو کي د بري يوه  بهتره  فضا را منځته کړي . او باما لا د اوسه د هغه څخه د سیاسي ګټي اخستل شروع کړي دي .


امريکې لا دوخته  کولای سوای چي اسامه له منځه  يوسي ، خو دا کار يې و يوه مناسب فرصت او زمانې ته پرې ايښی وو، د لاډن د مرګ  د ډرامې نه وروسته واشنګټن اوس په عربي هيوادو کي و خپلي پراخي راتلونکو مداخلو ته لاره خلاصوي . نن سبا چي امريکې   د خپلو ګټو په خاطر د روانو سیمه ئزه او نړۍ والو بحرانو اداره  په خپل لاس کي نيولې ده او خاصتاً هغه وروستی پرمختیاوي چي  په عربي هيوادو او هغه اقدامات چي  د ناټو سره يې يو ځای په لیبیا کي تر سره کوي، په نړۍ واله سطحه د پرګنو د اعتراض او خښم سره مخامخ سوي دي . واشنګټن ددې دپاره چي خپل دغه ماجراجويانه کړني توجیه او  عامه افکار بلي خواته واړوي د بن لاډن د مرګ خبر يې اعلان او د نړۍ  پاملرنه يې و دې خواته را جلب کړل .


اوس ډېر په دې باور دي چي د اسامه په وژلولو سره به د القائيدې شبکه ضعیفه نسي ، دا ځکه چي نسي کېدلای  د يوه داسي سازمان پر استقلاليت باندي څوک باور وکړي چي  پر افغانستان باندي د شوروي د یرغل نه وروسته پخپله د سي آی اې لخوا جوړ  او اوسامه يې  هم د مشر په حيث د همدې سازمان  لخوا  وګمارل سو. نوموړي خپل ټول کارونه د امريکا د ګټو سره سم همآهنګه کړي وه .


که څه هم ويل کيږي چي ګويا اوسامه د سي آی اې او امريکا څخه ځان لير ي کړی وو، خو د هغه فعاله کردار  چي نوموړي څه د پخواني شوروي لخوا د افغانستان د اشغال په کلو کي او که څه هم بیا را وروسته  په ۲۰۰۱ م کال کي د امریکې د اشغال  په اوسني دوران کي ادا کړ، د واشنګټن د جيو پوليټيکو ګټو سره سم  پرمخ بیول کېدی . په واقعیت کي دا د واشنګټن سره د اوسامه مستقیمه وفاداري او تړاو وو چي نوموړي هم خپل ژوند او هم  خپل مرګ د امريکې و ګټو ته وقف کړ .


د بن لاډن په مرګ سره په  نړۍ کي د  ټروريزم  سره د مبارزې   وضعه ځکه جدي بدلون نه خوري، ځکه چي په دې وروستيو کلو کي بن لاډن  عملاً د القاعدې پر  اجراآتو باندي کنترول د لاسه ورکړی وو او دا نور وه چي په دې سازمان کي يې خپل کردار ادا کاوه . امریکا عملاً د هغوی د نامه څخه استفاده کوله او د همدې القاعدې او طالبانو سره د مبارزې په نامه و افغانستان او د مرکزي آسیا و سیمو ته يې پښې را وغزولې. داخبره د امکان نه لیري  ده چي القاعده او هغوی ته ورته ډلي به داسي ژر د سیمي څخه وزي ، داځکه چي نن د هغوی موجوديت او فعاليت د امريکا د اوږدمهاله ګټو سره غوټه سوی دئ، حتی که القاعده او طالبان نه وي،   امريکا به ضرور يو بل دا سي  څه جوړ کړي تر څو د هغوی د جيوپوليټکي اهدافو په لور ګام واخلي .


داسي معلوميږي که چيري  د سیمي هيوادونه د لويو قدرتو د سیاسي او امنيتي ګټو په مسیر کي ځان را کښېباسي، يو دبل سره  بې باوره کيږي او بې اختیاره به  دبیګانه ګانو د ګټو د پاره به  خپل کردار عياروي . نن که هغه ملتونه چي د تاریخ په اوږدو کي  يې غیر له سیاسي زدوبندو څخه يو دبل تر څنګ دوستانه ژوند کړی وو،   خپل اعتماد د لاسه  ورکوي ، نو ددې کار مسؤلیت به د سیمي د جفا کاره دولتو لکه د ایران او پاکستان په غاړه  وي او ددې کار منفي عواقب به قطعاً بیرته هغوی ته راجع کيږي ، درست لکه مفسده پاکستان چي نن يې لاسونه  د خپلو خلکو او زموږ د هیواد د په میلیونو انسانانو په وينو سره دي .