د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د بريد په ساحه کي يې اووم ځانوژونکى بريد ګر هم وژلى . د چارواکو په وينا چي اوس هم د وسله والو د مقاومت د سيمي څخه سپکي ډزي کيږي خو دوى يې په اړه عمليات وختي لا پيل کړي دي .
سهار رسنيو وويل چي کندهار والي وايي چي د بريد ټولي سيمي د دوى په لاس کي دي خو د ملي امنيت د رياست د بريد پر ساحه لا تر اوسه چورلکي ګرځي او هم د هغه ځاى څخه وسله وال ډزي کوي .