دموټر پر بامو سپينې پرښې دتېرې يخې شپې کيسه کوله .کبابيانو دکباب په ګرم بوى زموږ دماغونه تخنول او نرمو هيندي سازونو خلک خيالي دنيا ته له ځان سره کشول.
ايوب راته ويلي وو: چې په کابل کې هوټليان دهوټلونو له مخې ولاړ دي خلک په زور هوټل ته د ډوډۍ لپاره کشوي او ښه ډېرې روپۍ هم ورنه اخلي . خو له ځان سره مې وويل زه بايد لومړى د پل خشتي جومات پيدا کړم بيا به خداى ټول کارونه اسانه کړي ځکه دامې لمړى ځل وو چې کابل ته اغلى وم او ګل خان راته ويلي وو :زه د پل خشتي مخې ته عطر خرڅوم او که زه نه وم د ګرانې زوى خو مسجد ته مخامخ د درياب پر غاړه ټليفونو په لاس کې ګرځنده پي .سي .او.
لري ضروري پيدا کولاى شي. ستر ګې مې وسورولې ها خوا دېخوا مې وکتل هر څه بدل وو پر چوټي دارې نجلۍ مې سترګې ولګېدلې او مخ يې راواړوو ږيره يې پاکه چټ کړې وه . ها دګلابي بخمل کميس يې چې اغوستي وو دهغې خو بريتونه په خوله کې پراته وو او د جګو پوندو او اوږدو پوزو بوټانو نجلۍ بيا پرزنه يو څو تاره ږيره پرېښې وه .
دسړک پر څنډه بمبه مې وخوځوله دسړو او بو دوې لپې مې مخ ته ور وشندلې د څادرپه څنډه مې مخ وچ کړ او ځان سره مي وويل: ټوله شپه مې سرګردانه موټر کې تېره کړې سترګې مې کار نه کوي چې نجونې مې تر ستوګو هلکان ښکاري ښار کې نجونې څه غواړي دا ګرځي چې ټول هلکان دي .
راځه له يو چاه د پل خشتي جومات پوښتنه وکړه . څه وړاندې مې د شنه پتلون هلک خوا ته ګامونه ور ګړندې کړو او څنګ ته يې ورنېږدې شوم مخ ته يې ځير شو م تر څو پوښتنه ځنې وکړم خو شونډې يې سرې ، په سلايي نرۍ وروځې جوړې کړې او په غاړه سره غمي برېښيدل ترې تېر شوم. له ځان سره مي وويل : نجلۍ نه وي؟ يو بل هلک چي توره پيکداره خولۍ يي پر سر ور پرڅنګ شوم په تورو عينګو کې يي سترګي نه راښکاريدې خو په غوږ زيړو غوږواليو او سرو اوږدو نوکانو يې پر دې شکمن کړم چې نجلۍ به وي . او ترې تېر شوم . وړاندې مخامخ راروان ځوان چې تور پلاستکي جمپر اغوستي . وېښتان تر غوږو لنډ کړي او تنګ پتلون اغوستې رانېږدې شو ماهم په ټيټ غږ پوښتنه ځني وکړه
:وروره دغه پل خشتي ته کومه لار تللې ده . ښايسته ځوان په تېريدو کې راته وويل : \”داليونى ګوره خوراو ورور نه سره پېژني!