کور / شعر / غزل

غزل

نه په پیر شی نه په پلور شــی
محبت د زړه له کـور شـــــــی

د خالق په اراده شــــــــــــــــی
مه ګڼه چی به په زور شــــــی

چی په زړه یی ګرد غبـــار وی
مرګ دی یوسی چی په ګورشی

چه صادقه نه وی یــــــــــار ته
یو ورځ به یی مخ تور شـــــــی

ځان جهان به ورنه هیر شــــی
که راپیښ څوک پر دی لورشی

چی غماز په مـــــــــــخه راشی
ټول وجود می ګډ په شورشـــی

چی ته نه یی پـــــــــامیر ګوره
د غم دی دومره زور شـــــــی

لکه قیس په عاشـــــــقی کښی
لیونی می دی نوم خور شـــی

چی ته راشی سنــــــــګرواله
هر قدم دی پرما پورشــــــــی