دغه پوليس چي پكښي ۱۱تنه افسران،۲۶تنه ساتنمنان او۱۳۳سرتيري دي د يو لړمراسمو په ترڅ كي چي پكښي د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگارگډون درلود فراغت ليكونه وركړل سول.
په لښكرگاه كي د پوليسو د روزنيزمركزقوماندان سمونمل محمد رفيق شېرياروايي چي يادو پوليسوته د عصري وسلود کاروني، بشري حقونو،پوځي تاكتيكونواو د خلكوسره د ښه چلند په برخه كي د اتواونيو په اوږدو كي د كورنيواوبهرنيو ښوونكو دخوا زده كړي وركړل سوي دي .
د يادونې وړده چي په دې مركزكي دا مهال ۲۰۷تنه پوليس چي ۲۲تنه پكښي ساتنمنان دي تر روزني لاندي دي.