په کندهار ولايت کي چي کله ځني حکومتي ځايونه لکه کندهار ولايت مقام ، د ښاروالۍ رياست ،د ملي امنيت رياست ، د عامه نظم د پوليسو يو مرکز ، په مرزا محمد خان کلاچه کي د پوليسو يوه پوسته ، په ميروېس مېنه کي جندر ما تر بريد لاندي راغلل په اړه يې د وسله والو طالبانو يوه خپره سوې اعلاميه ليکي چي د دې سيمو په بريد کي مو شاوخوا ١١٦ تنو مرګ ژوبله اړولې ، خبرپاڼه ليکي چي په وژل سووکسانو کي درې تنه بهرنيان دي او نور ټول د افغان دولت د حکومتي ادارو کارکوونکي دي . خبرپاڼه همدا ډول ليکي چي د وسله والو طالبانو دخوا په راکټي او بمي بريدو کي د حکومت ١٩ موټران د منځه تللي دي .