کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کابل بانک په درغليو کي د ماليې وزير نوم ورک سو

د کابل بانک په درغليو کي د ماليې وزير نوم ورک سو

په ولسي جرګې کې د افغانستان د ماليي وزير د نوم له اخيستو ولي ډډه وشوه؟


تيره اووني ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډه چې په کابل بانک کې پر روان مالي کړکېچ راټوله وه او د وضاحت لپاره یې د افغانستان د مرکزي بانک ریس ډاکټر قدیر فطرت وربللی و ، له هماغه پیله د وکیلانو د درنو احساساتو تر اغېز لاندې وه.


ډاکټر عبدالقدیر فطرت د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په لومړي وار د ځينو هغو کسانو نومونه ډاګیزه کړل چې له کابل بانک نه یې له لسګونو تر ۱۰۰ ګونه میلیونه ډالر ویستلي او دغه بانک یې د دیوالي کېدو د ګواښ تر بریده نژدې کړی دی.


د افغانستان د مرکزي بانک مشر د ولسمشر کرزی او د هغه د لومړي مرستیال مارشال فهیم وروڼه د هغې ډلې غړي بللي چې په ګابل بانک کې په رامینځ ته شوي درانه مالي کړکیچ پړه پیژندل شوې. خو ښاغلي فطرت د افغانستان د ماليي وزير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال د نوم له اخيستو ډډه وکړه٠


ښاغلي فطرت وکیلانو ته په څرګندونو کې دا خورا خطرناکه او زروره ډله بللې او وایي که حکومت غوڅه مداخله ونه کړي نو د دغو کسانو له لوري له بانک نه ویستل شوي شاوخوا یو ميلیارد ډالره بېرته نشي تر لاسه کېدای. داسي اټکل کيږي چې د دی زورورې ډلي مشرۍ د ماليي وزير زاخيلوال کوي٠


ښایي د وکیلانو د همدغو احساساتو پایله وه چې ښاغلي فطرت د کابل بانک د کړکېچ په تړاو ټول هغه معلومات چې په وروستیو څو میاشتو کې یې په کلکه له مطبوعاتو پټ ساتل ، له وکیلانو پټ نه کړای شول او د ولسمشرکرزي او مرستیال ولسمشر مارشال فهیم د وروڼو په ګډون یې یو په یو د بانک د ټولو هغو ونډه والو نومونه واخیستل چې دغه بانک یې د هغه په وینا په خپلو کې د غیرې قانوني پورونو د اخیستو له لارې تالا کړی دی. ښاغلي ډاکټر فطرت د ولسي جرګې غړو ته د وينا په ترڅ کې داسي وويل:


\’\’زموږ مخې ته یوه ډېره زوروره او خطرناکه ډله ولاړه ده او موږ د خپل ژوند د خطر د قبلولو په بیه د دغې ډلې خلاف اقدام وکړ. زه تاسو ته په دغه ډله کې د شاملو کسانو نومونه اخلم.\’\’
په يادو شويو کسانو په ډله کې د ولسمشر کرزی او د هغه د لومړي مرستیال مارشال فهیم وروڼو تر څنګ د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزي ميړه او د ماليي وزير زاخيلوال شريک عارف داووی نوم هم واخيستل شوو٠ دی څرګندونو د وال سټريت جورنال هغه تورونه رښتيا جوت او ثابت کړل چې د افغانستان پر ماليي وزير زاخيلوال يې په خپله خپره شوی ګڼه کې لږولي وو٠ وال سټريټ جورنال دافغانستان ماليي وزير حضرت عمر زاخيلوال د ٣٢٠ مليونه ډالرو په بډو، تحفو او غلاو تورن کړي وو٠


د ولسي جرګې د ګڼ شمیر وکیلانو په ټینګار او غوښتنه د کابل بانک اوسني سرپرست مشرمسعود موسی غازي له کابل بانک نه د دغو کسانو له لورې د پورته کړی شویو پیسو اندازه هم وښوده. خو د وال سټريټ جورنال لخوا په ماليي وزير زاخيلوال د ٣٢٠ مليونو ډالرو بډو، تحفو، او غلاو له يادولو ډډه وکړه٠


د ولسي جرګې دغې عمومي غونډې ته د بانک د ورغلو چارواکو د څرګندونو له مخې له کابل بانک نه په ټولیز ډول نژدې یو ميلیارد ډالره د پورونو په پلمه په غیرې قانوني ډول ویستل شوي او ډېرې دغه پیسې په کابل او دوبۍ کې د شتمنیو د رانیولو ، د ښارګوټو د جوړولو او د تېلو د سوداګرۍ په ډګر کې پانګه کړای شوي دي.


د ولسي جرګې د دغې عمومي غونډې پر مهال د وکیلانو ډیرې پوښتنې له کابل بانک نه د دغو تالا شویو پیسو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي هم راټولې وې .


دې ته د مرکزي بانک د مشر قدیر فطرت ځواب دا و چې که حکومت په خپل ټول قانوني ځواک د مرکزي بانک ملاتړ ونه کړي نو دا ویره شته چې د کابل بانک د دغې تالا شوې پانګې تاوان د افغانستان خلک پرې کړي. ښاغلي ډاکټر فطرت زياته کړه:


\’\’تر اوسه موږ د مرکزي بانک له لورې ټول فشارونه کارولي خو داسې برېښي چې دا فشارونه کافي نه دي. اوس باید له پولیسو نیولې تر قضا او څارنوالۍ پورې د دولت ټول میکانیزم و کارېږي، څو دغه خلک له بانک نه د اخیستو پیسو په بدل کې خپلې شتمنۍ په ضمانت کې ورکړي. شک نشته چې دغه خلک د پیسو ستنولو ته چمتو نه دي او د دې معنی د پورونو سوځیدل او د افغانستان د خلکو له جیبه د دغو پورونو پرې کېدل دي.\’\’


که څه هم چې ښاغلي فطرت د کابل بانک د هغو ونډه والو نومونه وښودل چې دغه بانک یې د هغه په وینا په خپلو کې تالا کړی خو د هغو حکومتي لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو د نومونو له ښودو یې ډډه وکړه چې ویل کیږي هغوی ته هم د کابل بانک په پیسو په کابل او دوبۍ کې ګرانبیه شتمنۍ سوغات شوي دي. او د هغوي له ډله څخه يو هم د افغانستان د ماليي بر حاله وزير ښاغلي ډاګټر حضرت عمر زاخيلوال دي٠


ښاغلي فطرت یوازې همدومره وویل چې له دې اړخه له تور سره د مخامخ لوړ پوړو حکومتي چارواکو او سیاستوالو نومو نه چې د تېرې ولسي جرګې غړي هم پکې شامل دي له ۲۰۰ اوړي او چې کله پرې لګېدلي تورونه ثابت شي، نو د هغوی نومونه به هم ډاګیزه شي.


د ښاغلي ډاکټر فطرت له خبرو داسي څرګنديږي چې د ولسمشر کرزۍ ،ولسمشر مرستيال فهيم قسيم کورنيو ، او د ماليي وزير ډاکټر حضرت عمرزاخيلوال لخوا د کابل بانک د دغې تالا شوې پانګې څه کم يو مليارد ډالرو غلا شويو پيسو تاوان د افغانستان ځوريدلي او مظلوم ملت او خلک د بيت المال له پيسو پرې کړي. د افغانستان عام وګړي بايد د دی موضوع په هکله بي تفاوته پاته نشي، ځکه د بيت المال شتمنۍ د ملت امانت او ميراث دي٠