کور / راپور / ناروې مېشتو افغانانو ادبي ناسته وکړه

ناروې مېشتو افغانانو ادبي ناسته وکړه

د ادبي ناستې د تېرې  غونډې  دپرېکړې پر بنسټ  د ادبي ناستې   ګڼ شمېر  غړو پرون  د پسرلنۍ مشاعرې  په  نوم  يوه  شانداره  غونډه  وکړه ،نوموړې  غونډه  د  اوسلو ښار ته څېرمه  په  يو طبيعي   پارک  کې د مازديګر پر شپږو بجو د  ښاغلي  زهير خان پکتين په وياندۍ پيل  شوه .



د غونډې په  پيل  کې مشر او سپين ږيري شاعر ښاغلي  حاجي محمد اسحاق  امانزي  يو څو  وطني  شعرونه  ولوستل  چې البته د  ګډونوالو له خوا  يې  تود هرکلی وشو، تر ښاغلي امانزي  وروسته  يو شمېر ځوانانو او مشرانو  په  نوبت  خپل  نظريات  څرګند  کړل.


 د ناستې  په دويمه  برخه کې  ښاغلي  مجيد اميري   په خپل خواږه  غږ  کې د پښتو ژبې خوږې  ټپې  او يو  شمېر ملي اشعار د  رباب او منګي سره   زمزمه کړل، پاتې  دې نه  وي چې د سويډن ، نه راغلي مېلمه او د خيبر ټلويزيون استازي ښاغلي  وارث  خان  هوتک  ژمنه  وکړه  چې ډېر ژر به  د  ادبي ناستې  دا پروګرام  مينه  والو ته د خيبر له لارې  خپور کړي٠ نوموړې  غونډه چې  د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي  په بلنې او کوربتوب  جوړه شوې  وه ، د شپې پر نهو  بجو پای  ته ورسېده٠