د كار په دفتر كې وم ،چې له رسنيو مې مهم خبر پام ځانه ته واړاوه ،مهم خبر داو ،چې د امريكا جمهور رييس بارك اوباما رسماً د نړيوالې ترهګرۍ د ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژنې خبر تاييد كړ . ده دا وژنه د امريكا ستره بريا وبلله . اسامه بن لادن په پاكستان كې اسلام اباد ته څېرمه په ايبټ آباد كې د پاكستاني پوځي جنرالانو په منځ كې استوګنه كوله او هلته د امريكا د څارګرې ادارې په عملياتو كې د ده د زوى په ګډون له نورو كسانو سره يو ځاى ووژل شو . د اسامه بن لادن پرضد په څه ناڅه پنځلس كلنه مبارزه كې امريكايان په دې اند وو ،چې هغه به ژوندى نيسي او د عدالت منګولو ته به يې سپاري ،خو په دې موده كې د امريكا او نورو سيمه ييزو هېوادونو د مو خو لپاره مهم عنصر و . اسامه امريكا ته په منځني ختيځ كې د مېشتېدنې او د افغانستان ګاونډيو او نورو هېوادونو ته په افغانستان كې د جګړې د دوام لويه پلمه وه .
اسامه بن لادن د محمد بن لادن له ګڼو ښځو څخه له يوې سوريايۍ ځوانې ښځې اوولسم زوى و ،چې په ۱۹۵۷ زېږديز كال كې په جده كې وزږېد . د ده پلار د ودانيز شركت خاوند و،چې پر ښو كارونو سره د سعودي د ټولواكې كورنۍ ته ځان نېږدې كړى او باوري سړى ،له همدې امله محمد بن لادن د سعودي عربستان د فوايد عامه وزير وټاكل شو ،خو د يوې الوتكې د راپرېوتو پرمهال ومړ .
اسامه بن لادن له ټولو نورو ميرنيو وروڼو او خويندو څخه په ښكاره توګه توپير لاره ،ده د هغوى په څېر د الوتكو الوزول ،په لوېديځه نړۍ كې عيش و عشرت تېرول او يا هم ژنيو ،لندن او اسپن ته ځانونه رسول ، نه خوښېدل يا په بله وينااسامه دهغوى په څېر نه و ،ښايي دا له دې كبله وو ،چې مور يې د ده د پلار په ممتازو ميرمنو كې نه ګڼل كېده ، په سعودي كې ښوو نځى پاى ته ورساوه او په جده كې د ملك عبدالعزيز پوهنتون ته ولاړ دا پوهنتون په سعودي كې خور ممتاز و ،خو له نړوالو چارو څخه لرې او تجريد پاتې و ،ښوونكي يې د مصر او اردن اسلام پالي پروفيسوران وو ،چې ځنې يې د اخوان االمسلمين غړي او يا د هغه سازمان د دعوت د پټې شبكې غړي وو .د ۱۹۷۹ كال د لومړيو لړزوونكو شورشونو پر مهال اسامه بن لادن د يوه پوهنځي زده كوونكى و ،چې يو مليون ډالر كلنى جيب خرڅ يې لاره .په جده كې د ده د ښوونكو په ډله كې يو هم عبدالله عزام و،چې د يوه فلسطيني سازمان حماس روهاني بنسټ اوېښودونكى و .د بن لادن بل ښوونكى محمد قطب و ،چې د يوه مصري راديكال ،سيد قطب ورور و ،چې په ۱۹۶۶ كې له همدې امله اعدام شو هغه د خپل نامذهبي حكومت د ړنګولو سپارښتنه كوله ،هغه وخت اسامه بن لادن د معاصر اسلامي جهاد اړينوالى لوست .
اسامه بن لادن پاكستان ته پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال تللى دى ،په ويناوو او مركو كې ده ادعا كوله ،چې پر افغانستان د شوروي ديرغل د څو اوونيو په لړ كې پاكستان ته ولاړ ،نور د نوموړي سفر څه موده پس له هغه وروسته ،چې په ۱۹۸۱ كال كې د ملك عبدالعزيز له پوهنتون څخه يې په اقتصاد او عمومي اداره كې برى ليك واخيست ښيي ،چې له افغان جهادي مشرانو سره يې په مكه كې د حج په مهال ليدلي وو . اسامه پاكستان ته د لومړي سفر پر مهال د جنران ضيا سياسي ضربتي ځواك جماعت الاسلامي ته په لاهور كې بسپنه وركړه .جماعت په پاكستان كې د اخوان المسليمن ځانګه وه ،چې محصلينو يې په ۱۹۷۹ كال په اسلام باد كې د امريكې سفارت چور كړى و . بن لادن دپاكستان پر رسمي استخباراتو باور نه لاره او ښه يې بلله ،چې خپلې لومړۍ بسپنې د ځانګړو مذهبي سياسي شبكو له لارې ووېشي .د افغان جهاد له پيل څخه سعودي استخباراتو د خپلو يو اړخيزو عملياتو د سرته رسولو لپاره مذهبي بسپنې كارولې ،په دې مانا هغه غوره قومندانانو ته يې د اي اس اى او سي اى اې له واكه بهر پيسې او تجهيزات ورسول ،چې د سعودي څارګرو په ولكه كې وو . په همدې وخت كې پر افغان پوله مذهبي مدرسې جوړې شوې ،چې پكې ديني زده كړې نه ،بلكې پكې د جګړې عملي زده كړې كېدې . هغه وخت بن لادن د سي آى اې له نظره پټ د سعودي استخباراتو په دايره كې فعاليت لاره .د سي اى اې په ارشيفونو كې داسې اسناد نشته ،چې د ۱۹۸۰ كلونو په بهير كې د سي آى اى د افسرانو او بن لادن ترمنځ د اړيكو ښكارندوى وي .په ۲۰۰۲ كال كې كانګرېس ومنله او له ګڼ شمېر سي اى اې افسرانو سره د مركو په پايله كې داپه ډاګه شوه ،چې د سي اى اى او بن لادن ترمنځ اړيكې موجودې نه وې .د دغو اسنادو څېړنو او مركو په پايله كې څرګنده شوه ،چې سي اى اې په افغانستان او پاكستان كې له افغان باغيانو سره د بن لادن په كار باندې د ۱۹۸۰ په وروستيو كلونو كې خبره شوه ،خو بيا يې هم له هغه سره نه وو ليدلي .كه چيرې سي اى اې په ۱۹۸۰ يمو كلونو كې له بن لادن سره اړيكې لرلې او وروسته بيا يې هغه پټې كړې وې ،نو تر دااوسه پورې يې خورا ښه دنده تر سره كړې وه . ده په لومړيو كې د مجاهدينو سنګرونو ته خام سړكونه جوړول ،چې په اسانه وسلې ورورسېږي . په اصل كې امريكا هم د شوروي د ځپلو لپاره له افغان مجاهدينو او عربو سره مرسته كوله ،خو كله ،چې په ۱۹۸۵ كال كې د لومړي ځل لپاره پرله پسې ترهګري بريدونه وشول ،چې هر يو يې په ژوندۍ توګه د تلوېزيوني شبكو له لارې په لسګونو ميلونو امريكايانو ته ښودل كېدل ،په جون مياشت كې دوو لبناني ترهګرو د ټي ډبليو اى _ ۸۴۷ ګڼه ملكي الوتكه وتښتوله او په الوتكه كې ناست يو سمندري كاركوونكى يې وواژه د اكتوبر په مساشت كې پاكستاني ترهګر او بو عباس ،په اېټاليا كې د اكيلي لارو په نوم يوه بېړۍ وتښتوله ،د ليون كلينګهافر په نامه يو ۶۹ كلن امريكايي يې وواژه او مړى يې سمندر ته وغورځاوه .هغه وخت په عيسوي اختر پسې لږ ورځې وروسته د ابو ندال د سازمان فلسطيني وسله والو په ويانا او روم كې د ايل آل اسرائيلي هوايي كرښې په مسافرو ،چې ټكسونه يې اخيستل ډزې وكړې .نولس تنه يې ووژل ،چې پنځه يې امريكايان وو.له دې پېښې وروسته په ۱۹۸۳ كې په لبنان كې د امريكا پر سفارت بم اورونه وه ،چې په پاى كې يې د سي آى اې د منځني ختيځ خورا ځلاندې ككرۍ له منځه يوړې .بيا په بېروت كې د امريكا د سمندري سرتېرو پر باركونو بم اورول وو ،چې ۲۴۱ سرتېري پكې ووژل شول ،نور امريكايي سيلانيان هم ووژل شول .دغو كارونو او ترهګرو بريدونو د امريكا څارګره اداره دې ته اړه كړه ،چې د ترهرګرۍ پر ضد نوې اداره جوړه كړي ،دغه اداره په ۱۹۸۶ كې د سي آى اې په مركز كې جوړه شوه . د دې ادارې د عملي كار په اړه د ۲۰۰۱ كال د سپټمر تر ۱۱ پورې پوښتنې كېدې . دلته په پېښور كې د اسلامي ژغورنې صندوق په نامه يوه نوې اسلامي ډله پيدا شوې وه ،چې د آى اېس آى تر ملاتړ لاندې د افغان اسلامي باعيانو له كابو بهر ، د افغان جهاد لپاره عرب رضاكاران استخدام او ملاتړ يې وكړي .دې شبكې د افغان پولې په اوږدو كې دفترونه او ميلمستونونه لرل . شتمن ځوان سعودي ،اسامه بن لادن ،د پېښور په شاوخوا كې د دغه نوې جهادي مركز د پراختيا لپاره ستره كچه پيسې لګولې .ده د نويو عربي جهاديانو د روزنې لپاره د آى اېس آى د چريكانو روزنې له كمپونو څخه ګټه پورته كوله .هغه په جګړه كې نه برخه لرله او نه هم سرتېرى و . ده هڅه كوله ،چې د شورويانو پرضد په جګړه كې ورښكېل عرب ډېر شتمن شي . په امريكا كې هم دغه كار ته ښه راغلاست وويل شو او د ملاتړ هڅې يې ورسره پيل كړې . هغه وخت اسامه بن لادن د امريكا د څارګرې ادارې په دسيه كې يوازې يو نوم لاره ،نه بله كومه جنايي قضيه . اسامه خپله كورنۍ هم په همدغه وخت كې له سعودي عربستان څخه پېښور ته بوتله او هلته مېشت شو .ده له عرب پټڅارې ادارې سره كار ،له عرب مرستندويه ادارو سره دمرستې او د بلدوزرونو او جوړنې د نورو وسايلو د راوړلو له كبله مشهور و . بن لادن له اخوان سره تړلو افغان ياعيانو په منځ كې خورا نامتو وګړى و . دى حكمتيار اواستاد سياف ته ډېر نږدې و . په پېښور كې د ده اشنايانو ،بن لادن يو ځوان خوږ خويه ،پوست چلنده او پر ټول سربېره خورا شتمن سړى باله ،چې له ګڼو جهادي فعالينو سره يې مرسته كوله . دى مخ پر لوړه روان يو شيخ و ،ښه وينا يې نشواى كولاى ،خو له مسكا په ډكه خوله يې روغتونونو او مرستونونو ته تګ راتګ كاوه او په ډرېرېدونكې توګه په پېښور كې د انقالبي عربي كړيو د مباحثو خورا غوره غړى و ،بن لادن كله كله په ختيزه قبايلي پوله كې پر آس د تفريح لپاره سپرېده ،خو د ژوند ډېره برخه يې د كانكريټي لندو خونو او پر توشكو پوښلو لندو غوليو باندې په چاى غوړپولو تېراوه ،چې كوېټي شتمن شيخان او د سوريې اسلامي قانونپوهه پروفيسوران يې ليدنې ته ورتلل .ډېرې ورځې به يې د فتواو په مسوده كولو ،د بشري پروژو په پراختيا او نورو ورته شيانو د انجنيرۍ ،فلسفې او تيولوژۍ ګډولو په اړه په چټي خبرو تېرېدې .دى د سياستي كس په توګه و ،چې لږ ،خو ډېرې زغردې خبرې يې كولې . د ده لومړى مرستيال ايمن الظواهري د اخوانيانو د استخدام يو فعال رضاكار غړى و ،چې له اسامه سره يو ځاى شو .عبدالله عزام تر ټولو عربو فعال اسلام پال و ،چې له جدې څخه تر كوېټ پورې په شتمنو جوماتونو كې يې وعظونه كول او له دې لارې يې مرستې راټولولې ،چې د پوځي مرستو تر څنګ يې پر طبي او خيريه خدماتو لګولې .په جده كې د ده پخوانى شاګرد اسامه بن لادن د ده لپاره د پيسو يو خورا غوره منبع او بيا د ۱۹۸۴ په پيل كې يې د عملياتو انډېوال شو ،دواړو بيا يوځاى د عربي نړۍ له ګوټ ګوټ څخه رضاكاران راجلبول .بن لادن به ۳۰۰ ډالره هر عرب رضاكار ته د معاش په توګه وركول ،چې په افغانستان كې د روسانو پر ضد جګړه وكړي . په ۱۹۸۶ كې هغوى لومړنى دفتر د متحدو ايالاتو د اريزونا ايالت په ټسكن سيمه كې ، چې دعربانو غټې ټولنې ژوند پكې كوي ،پرانيست . هغه وخت بن لادن په اسلام اباد كې د سي آى اې په اډه كې ښه كارونه كول . ده ته د امريكايي ضد په سترګه نه كتل كېدل ،خو په همدغه وخت كې د عرب رضاكارانو په اړه امريكا ته منفي رپوټونه رسېدل .عبدالله عزام په لوړ غږ د امريكا غندنه كوله ،خو په امريكا كې يې پرضد د عمل پورته كولو كوم پلان نه و .په افغانستان كې د مجاهدينو د مركزونو او وسله تونونو لپاره اړتيا پېښه شوه ،په ۱۹۸۶ كال كې د سعودي څارګرې ادارې اسامه ته د ملكي او پوځي مركزونو د جوړولو وړانديز وكړ .له خوست سره په ګاوڼد كې اسامه بن لادن فعاليت كاوه ،سمڅې يې جوړولې او سړكونه يې ور ورستل ،بن لادن د پكتيا په ځاځيو كې د ډېرو پيسو د لګولو تكل لاره ،چې يو كلينيك به جوړوي ،خو پوښتنه داوه ،چې ولې هغه د دومره افغانستان په كوم بل ځاى كې داسې ډېرې پيسې نه لګوي ،خو ده هيله لرله ،چې په ځاځيو كې د ده په مشرۍ ځانګړى كمپ ولري . ده د پاكستان د څارګرې ادارې په مرسته هلته د (( زمريانو ځاله )) په نامه لومړنۍ كمپ جوړ كړ ،چې پكې به عرب رضاكارانو ته جنګي مهارتونه او د وسلو كارولو او جاودنو درسونه ورښودل كېدل . په دغه وخت كې د شوروي مشر ميخايل ګورباچوف او د شوروي د وسله وال پوځ لوى درستيز مارشال سرګي اخرومييف ويل ،چې د شوروي څلوېښتم پوځ تر هماغه دمه پنځوس زره شوروي سرتېري د افغانستان او پاكستان ترمنځ د كرښې د تړلو لپاره استولي ،خو هغوى نه دي بريالي شوي ،چې ټولې هغه لارې وتړي ،چې افغانستان ته پرې وسلې قاچاق كېږي .پر وسلو باركچرې راروانې وې او د پوځي حل كومې نښې نه ليدل كېدې . ګورباچوپ د افغانستان جګړه د ناسور د ټپ په نوم ياده كړه ،چې د افغانستان د بخي خوشي كولو په لټه كې شو ،ځكه چې د شوروي څلوېښتم اردو د جګړې پر ډګر په پر مخته تلو كې پاتې راغى .ده په ۱۹۸۶ كال كې د دسمبر د مياشتې په سر كې ډاكټر نجيب الله مسكو ته ورغوښت او يادونه يې ورته وكړه ،چې د ۱۸ مياشتو يا دوو كلونو په موده كې د شوروي د پوځونو د وتلو په پام كې نيولو سره ،په هېواد كې د خپل دريځ د پياوړي كولو لپاره كار وكړي ،خو ګورباچوپ حيران ځكه شو ،چې امريكا لا غوښتل ،چې په افغانستان كې جهاد ته زور وركړي او د سولې لړۍ په هره ممكنه وسيله شنډه كړي ،همغه وو ،چې شوريانو واشنګټن او اسلام اباد ته له كلكو خبرداريو سره پلاوي لېږولي وو ،هغوى د پاكستان امنيت او ځمكنۍ بشپړتيا ته اشاره كړې وه ،چې پرې يرغل به كوي ،ځكه پر شوروي خاوره هم بريدونه ډېر شوي وو ،خو امريكايانو ډاډ وركاوه ،چې مجاهدين به د هغوى پر خاوره بريدونو ته پرې نږدي.په اسلام اباد كې د پوځ له مركز څخه جنرال ضيا ،يوسف ته خبر وركړ ،چې خپلې ډلې بېرته راوباسي ،يوسف دې ته ګوته ونيوله ،چې ممكن د بېرته راستنولو دنده اسانه نه ده ،ځكه افغان كوماندويو له ځان سره راډيو ګانې نه لرلې ،امريكا ترې غوښتنه وكړه ،چې ترې درېيمه جګړه جوړه نه كړي .په ۱۹۸۷ كې د اپرېل پر ۱۷ مه شوروي جورلكو او بم غورځوونكو الوتكو په ځاځيو كې د اسامه بن لادن نوى پياوړى شوى مركز ، وويشت . دا جګړه نږدې يوه اوونۍ اوږده شوه ،بن لادن او ۵۰ عرب رضاكاران د سپيتسناز په شمول له دوه سوه روسي سرتېرو سره مخامخ شول . عرب رضاكارانو ته مرګ ژوبله ورسېده ،خو څو ورځې يې پرله پسې له سختو بريدونو سره ډغرې ووهلې .د بن لادن له ۱۲ څخه ډېر ملګري ووژل شول او بن لادن هم پر پښه لګېدلى و ،كله چې پرې بريدونه سخت شول ،نو له خپل مركزه له ملګرو سره وتښتېد .د ځاځيو جګړې د عرب جهاديانو او وګړو په منځ كې د يوه جنګيالي په توګه د بن لادن نوم وزېږواه .له ځاځيو وروسته بن لادن په مطبوعاتي هڅو لاس پورې كړ ،چې د هغوى په لړ كې د رضاكار عرب جهاديانو هغه زړوره جګړه نامتو كړي ،چې د يوه زبر ځواك په مقال كې يې كړې وه ،له ډله ييزو رسنيو سره د مركو د پېښور په ګڼو جوماتونو او په سعودي عربستان كې د ويناوو په ترڅ كې بن لادن خپلې داعيې ته د نويو رضاكارو جنګيالو په اتخدامولو پيل وكړ او په دې توګه يې د يوه پوځي مشر په توګه خپل نخچ د تاريخ كرښه كړ .نومړي د جهاد لپاره د نويو وړو موخو د خپرولو په فكر كې هم شو .مصري ډاكټر ايمن الظواهري ،چې افغان جګړې ته يې په غټه سترګه كتل او د افغان وګړو په اړه يې په جوته تواضع او شفقت ليكنې كولې ظاهرا له بن لادن سره د نومړي د ۱۹۸۷ كال د ډلييزو رسنيو له كمپاين څخه وورسته وپېژندل الظواهري وايي ،چې بن لادن د موېټ روغتون ته راغى او له موږ سره يې د خپلو ويناوو په هلكه خبرې كولې .بن لادن د يوه نړيوال جهاد د اړتيا په اړه نه يواځې د شوروي اتحاد ،بلكې په منځني ختيځ كې د فاسدو بېدينه رژيمونو ،متحدو ايلاتو او اسرائيلو پرضد هم بربنډې خبرې كړې وې ،الظواهري وايي ،چې ما ورته ويل ،چې له همدې ګړۍ څخه ته بايد د خپل ژوند د ساتنې د لارو چارو بدلولو په تكل كې شې ،ته بايد خپل ټول امنيتي نظام بدل كړې ،ځكه اوس ستا سر نه يوازې د كمونستانو په كار دى ،بلكې امريكايان او يهوديان يې هم غواړي . داځكه ،چې تا د مار د سر په وهلو لاس پورې كړى دى .بن لادن يو پنځوس دقيقييز ويډيو فلم جوړ كړ ،په هغه كې نوموړى پر آس سپرو ،له عرب رضاكارو سره د خبرو په حال ،په راډيو كې د خبرو په حال ،او د وسلو د وېشتلو په حالكې يانې دهغو ټولو دندو د پرمخ وړلو په حال كې ښوول كېدا ،چې ډېر كوماندانان يې په عادي طريقه كوي . دى د عرب خبريالانو په لټه كې و او له هغوى سره يې اوږدې مركې كولې ،چې موخه يې د يوه عرب خبريال پر ونيا د نور ګڼ شمېر عرب رضاكارانو د جذب او افغانستان ته د هغوى د راتګ لپاره د رسنيو پكارول وو ، دا د بن لادن د تبليغاتي ستراتيژيو زېږنده وه ،چې په ځانګړې توګه عربي ژبې ويونكو هېواونو ته متوجه وه ،تر يوې كچې پورې ده پخپله دې ستراتيژۍ كې له هغو رسنيوزو تاكتيكونو څخه ګټه پورته كړې وه ،چې د ۱۹۷۰ كلونو په بهير كې نامذهبي فلسطيني ترهګرو ترې ګټه پورته كړې وه . د ده استاد عبدالله عزام هغه پلانونه نه خوښول او د رضاكارانو د روزلو او راټولول يې خوښ نه وو ،ځكه ويل يې دا زموږ تګلاره او پلان نه دى ،دلته موږ د وګړو د خدمت لپاره راغلي يو .په ۱۹۸۹ كال كې د شوروي له ماتې او وتو وروسته د سي آى اې افسرانو او د عرب رضاكارنو ترمنځ ،چې دواړه يې د جهاد لپاره د افغانستان په پوله كې و دا لومړى نار سمي تماس و ،دا تماس په پټه جګړه كې د راتلونكي بدلون ښكارندوى و ،خو په سي اى اې كې د ننه بيخې لږ كسان د هغه پر پايلو پوهېدل ،سې اى اى د عرب رضاكارانو او د هغو د فعاليتونو په اړه په ډېرېدونكې كچه مالومات راټولول او لانګلي ( د امريكا د ملي امنيت مركز ) ته يې لېږل . د ۱۹۸۹ په دوبي كې د سي آى اى د افغان اجنټانو شبكې هغه عرب رضاكاران ،چې په پكيتا او ښكته په سوېل كې پر فعاليت بوخت و بياوړى كېدونكى ځواك او ډېرېدونكې ستونزه بلله . ويل يې ،چې الجزايري جنګياليانو كاروانونه لوټول . وهابيانو د افغانانو د هديرو او قبرونو سپكاوي ته دوام وركاوه ،چې په پايله كې يې خونړي غبرګونونه را وپارېدل . د خيريه ټولنو مسيحي كاروكوونكو ،چې له كرښې تېردلې د عربو او د حكمتيار او سياف د اسلامپالو له خو اد دوى د ځورونې او ورته د ګواښ كولو رپوټونه وركول .امريكايي او اوروپايي ژورنالېستانو په دې سيمه كې له وهابي جنګياليو سره خطرناك او كله ناكله مرګوني برخودونه كول .په ۱۹۸۹ كې د اسلام اباد د سي آى اې اډې په يوه رپوټ كې په افغانستان كې د عرب رضاكرانو شمېر څلور زره اټكل كړى و ،چې ډېر يې د سياف تر مشرۍ لاندې راټول وو ،نومړى په خپل وار د مسعودي څارګريو او خليج د هېوادونو دمرستندويه ادارو له خوا په كلكه ماتړ كېده .بن لادن د هغو كسانو په ډله كې و ،چې پر اند يې د ناپاكو حاكمانو پر ضد پراخه جګړه لاس پورې شي . عبدالله عزام ويلي ،چې زه د اسماني ملايكې په څېر بن لادن د افراطي عربو ترڅنګ پاتې شي ،په وېره كې يم .،خو په خپله ويره كې نه و، هغه د ۱۹۸۹ د نوامبر په ۲۴ تمه د غرمې پر مهال كله ،چې د پېښور سباى ليل جومات ته د لمانځه كولو په نيت ورسېد ،د جومات دروازې ته نږدې يو موټر بم وچاود ،چې پكې يې فلسطينى عزام له دوو زامنو سره يوځاى ووژل شول .دا جرم تر پايه پټ پاتې شو .بن لادن له هغه فرصته ګټه پورته كړه ،چې د عزام د مرګ په پايله كې لاس ته ورغلى و ، ده تر خپلې اغېزې لاندې ټول عرب او د ځاځيو كمپ له حكمتيار سره يوځاى كړل .بن لادن له افغانستانه بهر خپلو موخو ته دوام وركړ او پرېكړه يې وكړه ،چې د فاسدو مشرانو پر خلاف جهاد پيل كړي ،جدې ته ستون شو او هلته يې خپله كورنۍ په سعودي عربستان كې ځاى پرځاى كړه ، ده پاكستان ته تګ راتګ كاوه . په ۱۹۹۰ كال كې پر ډاكټر نجيب الله د كودتا پلان جوړ شو ،د پسرلي له رارسېدو سره سم سي آى اې ته د افغان اجنټانو له خو ارپوټونه ورسېدل ،چې د پاكستان څارګرې ادارې اوس په پټه په كابل كې د حكمتيار پر قدرت كېنولو لپاره د خپل پلان د پلي كولو پر لور مخ پر وړاندې خوځېدل . د سي آى اې اجنټانو خبر وركړ ،چې اسامه بن لادن په مليونونو ډالره د حكمتيار په هكله له آى اس آى سره د مرستې په موخه وركول .د ۱۹۹۰ كال دمارچ په ۷ مه دا توطيه په كابل ښار كې په رڼا ورځ بربنډه شوه . د افغانستان د هوايي ځواكونو افسرانو ،چې د نجيب الله د دفاع د سخت دريځه كمونېست وزير شهنواز تڼي ته وفادار وو د جمهوري رياست د ماڼۍ پر سر الوتنې پيل او پر بامونو او انګړ كې د ننه يې بمونه وغورځول ،هيله يې داوه ،چې نجيب الله د خپل مېز تر شا ووژني ،خو ناكام شول ،هغه وخت د افغانستان مجاهدينو ته لږ ترلږه اسامه پيسې وركولې ،ده له سيمه ييزو اسلام پالو سره يوازې مرستې كولې .د پاكستان د خلكو د ګوند وژل شوې مشرې او د اوسني جمهور رييس اصف علي زرداري وژل شوې مېرمنې د رپوټو سره سم ،چې هغه وخت د پاكستان لومړۍ وزيره وه ،د ۱۹۸۹ كال كې پاكستاني څارګرو ادارو هم د هغې د راپرزولو لپاره له بن لادن څخه پيسې غوښتې وې ،چې د پارلمان غړيو ته يې رشوت وركړي . دې ويلي ،چې څارګرې ادارې بن لادن له سعودي څخه راوغوښت ،چې او پارلماني غړو ته د پوټو پر ضد د رايو د كارولو په موخه رشوت وركړي . په هغه ژمي كې بن لادن هم په كابل او هم په اسلام اباد كې د ډاكټر نجيب الله او بې نظيرې د نسكورولو لپاره پر فعاليت لګيا و . د ۱۹۹۰ كال په وروستيو كې بن لادن سعودي عربستان په جده كې خپل كورني تجارت ته ستون شو بن لادن د افغانستان د جهاد د زمانې د سعودي او يمني رضاكارانو په راغونډولو لاس پورې كړى و ،چې په سويلي يمن كې د شوروي پلوه ماركسيستانو د ادارې پرضد جهاد پيل كړي .بن لادن نوموړو رضاكارونو ته پسيې او تجهيزات وركول ،چې د سويلي يمن د حكومت پرضد د چريكي چړې جبهه پرانيزي ،خو د يمن حكومت دغه ډله ونيوه او رياض ته يې د بن لادن پر ضد شكايت وكړ .په ۱۹۹۰ كال كې سعودي د عراقيانو تر ګواښ لاندې و ،چې پر كوېټ يې هم يرغل كړى و ،خو بن لادن يې پرضد د جنګياليو د مشرۍ لپاره زړه ښه كړى و ،چې د عراقيانو پر ضد د نوي جهاد مشري وكړي ،خو د سعودي عربستان د شاهي كورنۍ پر هغې پرېكړې غبرګون وښود ،چې د خپلې دفاع لپاره يې له امريكا مرسته غوښتې وه .ده په ښكاره توګه اعلان وكړ ،چې له صدام سره جهاد وكړم ،زه د اسلامي پوځ مشر يم ،له زندانه نه وېرېږي ، سعودي د هغه مبارزې ته د لومړيتوب پر ځاى د خپلې د فاع لپاره امريكايان وروغوښتل .بن لادن په قيرجنه لهجه يې وويل ،چې تاسې پر خپل بادار امريكا تكيه كوئ . دى د سعودي عربستان د دفاع وزير ته د خبرو لپاره ورغى هلته د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر منشي عبدالله ال تركي چې په نړۍ كې د الاسمي دعوت د سعودي تر تولو ستر سازمان دى ،هم غونډې ته د بن لادن د پوهولو لپاره راغلى و ،چې دلته د امريكايانو رابلل روا دي . د سعودي د دفاع وزير ورته ويل ،چې د عراق پوځ څلور زره شوبلې لري او په كوېټ كې سمڅې نشته ته به هغوى سره له غرونو او سمڅو څخه نه جنګېږې ،كه هغوى ستا پر خوا د كيميايي او بيولوژيكي وسلو توغندي در خوشي كړي ،نو بيا به څه كوې ؟
بن لادن وويل : (( موږ به له هغوى سره د ايمان پر زور وجنګېږو )) .له هغې وروسته د سعودي د څارګرۍ مشر د بن لادن په شخصيت كې راديكال بدلونونه وليدل ،هغوى ته جوته وه ،چې اوس بن لادن كولاى شي ،د خپل پوځ په زور كوېټ ازاد كړي . خو داسې ونه شول ،اسامه يې خپلې مخې ته پرې نه ښودل شو ،ده او ملګرو يې په كسېټونو خپرولو لاس پورې كړ ،چې سعودي ته دامريكايانو ورتګ حرام دى .د لومړي ځل لپاره امريكايي پټڅارو ادارو داسې رپوټونه تر لاسه كړي وو ،چې په افغانستان كې مېشت عرب رضاكارانو سعودي عربستان له ګواښ سره مخ كړى و .كله ،چې په ۱۱۹۲ كال كې ډاكټر نجيب ته وفادار كمونست قومندان دوستم په شمال كې د احمدشاه مسعود ځواكونو ته واوښت ،نو د نجيب الله حكومت هم د نسكورېدو په حال كې و ،په پېښور كې د آى اس آى او د سعودي عربستان د څارګرې دارې مشران په افغانستان كې د انتقالي حكومت پر جوړولو لګيا وو ،د سعودي علماو ژر ډګر ته ورو ودانګ ،چې په خبرو كې ونډه واخلي او ديني فتواوې وركړي ،بن لادن پېښور ته لاړ ،چې د حكمتيار او معسود تر منځ د پخلاينې لارې ولټوي ، دواړو ته يې د نيم ساعت راډيويي خبرو زيمنه برابره كړه ،خو پايلې ته ونه رسېدل . په ۱۹۹۳ كې د امريكا د پټڅارې ادارې بودجه مخ په خلاصېدو وه ،چې د ترهګرۍ ضد فعاليتونو ته ځانګړې شوې وه ،خو په ۱۹۹۵ كال كې د امريكا جمهور رييس كلټن دا مبارزه پياوړې كړه ،رپوټونه داسې وو ،چې كېداى شي ترهګر پر امريكائيانو سخت بريدونه وكړي . د اف بي اى ادارې په دغو بريدونو كې د اسامه بن لادن د لاس لرلو په اړه هم رپوټونه تر لاسه كړل .په ۱۹۹۴ كې هغه ترهګرۍ ته د مالي ملاتړ كوونكې په توګه پېژندل شوى او تر څار لاندې نيول شوى و ، په ۱۱۹۳ كال كې پاكستان د عرب افراطينو پر ضد د خپل پړاويز وهل ټكول اعلان كړل ،بن لادن هلته پيسې استولې وې ،چې په پايله كې يې ۴۵۰ جنګيالي د سودان پلازمېنې خرطوم ته په الوتكه كې ولېږدول . دى هم په خرطوم كې مېشت شو هلته يې په پراخې كرنيزې ځمكې او د مالګې فارم وپېرل . ده د خپلې سوداګرۍ په لارې په افريقا كې اسلام پالو ته مرستې رسولې . ده دوه سوره زره ډالره په ټكساس كې خپل ملګري ته ولېږي ،چې يوه شخصي جيټ الوتكه وپيري او وروايې ستوي ،چې له پاكستانه سوډان ته د وسلو ساتلو په ګډون د مالونو د لېږدونې لپاره استعمال كړي او مصر ته يې د دښتو له لارې پر اوښانو ولېږي . په اسامه پسې به وسله وال تلل او د جهاد ،ترهګرۍ او اسلام په اړه به يې خبرې كولې .يوه جمعه يې په خرطوم كې په جومات كې خبرې كولې ،چې ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې وكړې ،خو ترې روغ ووت ،خپلو ملګرو ته يې وويل ،چې داسې څوك ده ته وپرې نږدي ،ځكه په ۱۹۹۴ كال كې د افغان جګړې څلورو عربو رضاكارانو د ده د وژلو هڅه وكړه ،هغه داسې وو ،چې له اسلام څخه د لادن تعبير په كافي توګه انقالبي نه و .په خرطوم كې ډزو څو لونځ كوونكي ووژل ،خو دى ترې پاتې او نور هم مشهور شو . په خرطوم كې ډېر شتمن او واكمن و ،چې د وګړو د اعدام حكم يې هم وركولاى شواى .هغه په جلاوطنۍ كې پر لوړېدونكي ځواك او سياستوال بدل شو .لادن هغه مهال په لندن كې له يوې سعودي مخالفې ډلې سره لاس يو كړ ،چې د فاكس ماشينونو او كمپويو ټر له لارې يې د ټولاكې كورنۍ د نه مړېدنكو شهواني غريضو غندنه كوله . ده دا هم ويل ،چې د سعودي دولت مات شي ځكه خاوره يې د السعود يوې نامشروع او يواځنۍ كورنۍ په لاس كې ده ،ده د لوى يمن او لوى حجاز په نامه د دوه هېوادونو د جوړېدو وړانديز كړى و ،چې د سعودي خاوره به پرې ووېشل شي .بيا سعودي د هغه د پخلا كولو هوډ وكړ ،خو دا هڅې بريالۍ نه شوې . په پاى كې د سعودي دولت هغه له تابعيت څخه ويوست امريكايي څارګرو په ډاګه كړې وه ،چې لادن په خرطوم كې د ګڼ ولسي شخصي پوځ پر جوړولو لاس پورې كړى . يو كال وروسته هغوى په خرطوم كې د بن لادن مركز د افراطي عملياتو د سره ته رسولو لپاره تيار وباله. مصري او نورو اسلامي راديكالانو به د عملياتو په اړه بن لادن ته وړانيزونه كول ،هغه به منل او پيسې به يې وركولې ، د ۱۹۹۴ كال په دسامبر كې دوسلوالې اسلامي ډلې څلورو الجزايري ترهګرو د فرانسې د هوايي كرښې يوه الوتكه وتښتوله او پلان داو ،چې په پاريس كې يې له اېپل برج سره وجنګوي ،خو فرانسوي چارواكو هغوى پر دې تېراېستل ،چې ګنې په الوتكه كې دومره تېل نشته ،چې تر پاريسه پورې يې ورسوي .په ۱۹۹۵ كال كې د امريكا جمهور رييس كلټڼ يو ځل بيا د ترهګرۍ پرضد د امريكا تګلارې لارښود لاسليك كړ د ۱۹۹۶ په جنوري كې سي آى اې د ترهګرۍ ضد يو نوى دفتر پرانيست ،چې اسامه بن لادن وڅاري . هغوى بن لادن په نړۍ كې د اسلامي افراطيت د فعاليتونو د خورا ستر تمويلوونكي په توګه پېژاند . همدا مهال د امريكې څارګرې ادارې ښه وبلله ،چې د لادن په اړه د استخباراتي مالوماتو پر ځاى دې په سودان كې د هغه د نيولو لپاره لاس په كار شي ،خو هغه افغانستان ته راغى او نيول يې ګران شول . لومړى ننګرهار اوبيا په كندهاركې د وسله والو طالبانو مشر ملاعمر ته ورغى . كله ،چې وسله والو طالبانو كابل ونيو ،نو سعودي عربستان ته يې خبر وركړ ،چې اسامه دلته دى ،كه يې در غوښتل غواړئ ،دركوو يې ،موږ پناه وركړې ده .د سعودي حكومت دا ښه وبلله ،چې په افغانستان كې پاتې شي . له طالبانو سره يو ځاى شو او د امريكا پرضد يې فعاليتونه پراخ كړل امريكا هم د قابايلي چريكانو يوه ډله جوړه كړه ،چې پر اسامه بريد وكړي او ژوندى يې وتښتوي ،هغوى په ۱۹۹۷ كې كندهار ته نږدې پر يوه سړك د هغوى پر وينا د بن لادن پر كاروان د يوه نابريالي بريد تكل په اړه رپوټ وركړ ،چې په دغه بريد كې ګڼ شمېر عرب ووژل شول ،خو هغه ترې روغ رمټ پاتې شو .لادن په ۲۹۸۹ كې له هغه ځواك څخه پرده پورته كړه ،چې د ده د زياتېدونكې لوړتيا غوښتنې او نړيوالې كريزما ښاروندوى د يهودو او صليبيانو پر خلاف د اسلامي جهاد جبهه په نوم يې يو نوى جوړښت اعلان كړ . امريكا له طالبانو وغوښتل ،چې ترهګر بن لادن دې له افغانستانه وباسي ،سعودي حكومت هم د لادن د شړلو غوښتنه كوله . په ۱۹۹۸ كال د اګسټ پر ۷ مه جمعه سهار د ځان وژونكو دوې ډلې د افريقا په دوو پلازمېني ښارونو كې د په نښه كړو موخو پر لور وخوځېدې ،په نايروبي كې په كورنيو جوړو شيو چاودېونكو توكيو بار يوه لارۍ د امريكا د سفارت شاته د فولادي پنجرې يوه ديوال ته ودرېده د بريد كوونكو يوه تن له لارۍ څخه ټوپ كړ لاسي بم يې د كينايي سرتېري پر خوا غوځار كړ او وتښتېد .د لارۍ له چاوندې سره سم د امريكا د سفارت شاتنى ديوال ړنګ شو . دې چاودنې ګڼ وګړي ووژل .له دې پېښې نهه دقيقې وروسته د تانزانيا په پلازېمنه دارالسلام كې له چاودېودونكو توكو ډكه بله لارۍ د امريكا سفارت د موټر درولو انګړ ته ورتاو او وچاوده .د نايروبي په ځانمرګي بريد كې ۲۱۳ تنه ووژل شول ،چې ۱۲ يې امريكايان وو ، ۳۲ كسان يې كينايان وو ،چې دامريكا په سفارت كې يې كار كاوه د ۴۰۰۰ كسانو په شاو خوا كې ټپيان وو ،په همدغه وخت كې د امريكا د پټڅارې ادارې له خوا داسې اوازه خپره كړې وه ،چې اسامه بن لادن د شيميايي ،بيولوژيكي او نورو زهرجنو وسلو د بريدونو تكل لري . امريكا شواهد لرل ،چې په دواړو سفارتونو د بريد تر شا د لادن لاس دى ،د سعودي د څارګرې ادارې مشر يو ځل بيا ملاعمر ته ورغى او ترې يې بن لادن وغوښت ،خو ملاعمر ورنه كړ ،كله ،چې يې خبرې پاى ته رسېدې ،شهزاده تركي ترې پورته شو او ملاعمر ته يې ښه په زغرده وويل ،چې هغه څه ،چې ته يې كوې ،نه يوازې د ستا پر تاوان دي بلكې د ګرد افغانستان پر تاوان هم دي . امريكا هم د ده پرضد د بريدونو تكل وكړ په ۱۹۹۹ كې په هلمند كې بن لادن د عربي شيخانو سره په كمپ كې مېلمه و امريكا پرې د بريد تكل لاره ، خو پرې بريد ونه شو . په همدغه كال كې يې په خوست كې د ده پر نپډغالي د كروز توغونديو بريدوكړ ،چې دا په افغانستان كې د امريكا لومړى بريد و او اسامه ترې روغ ووت ،خو ګڼ عربان يې ووژل .وروسته په كابل كې يو كور وو ،چې د اسامه يوه ښځه پكې اوسېده ،دى هلته ورته ،پلان داسې وو ،چې د هغه دورتګ وخت مالوم شي او د كندهار دترنك د فارم په څېر له پلان سره سم يې وتښتوي ،خو لادن پر دغه پلان خبر او شنډ شو . وروسته د امريكا بل بريد هم هغه مهال وځنډېد ،چې له ملا عمر سره بن لادن په كندهار كې يو ځاى خبرې كول ،چې تر دفتر يې شټيګر توغوندي تاو كړي وو او امريكا ته يې نه وركول ،امريكا په يوه غشي دوې نخښې وېشتلې ،خو وايي ،چې په څنګ كې يې د جاعم جومات د درناوي په پام كې نيولو سره دغه بريد ونه كړ .په دوه زرم مېلادي كال كې د اسامه ګواښونه ډېر شول ،چې په پايله كې يې د ۲۰۰۱ كال دسپټمبر په يوولسمه د امريكا پر سوداګريزو برجونو ،د دفاع پر وزارت او نورو ځايونو بريدونه وكړل ،يوازې په سوداګريزو دوو بريدونو كې ،چې مسافر وړونكې التكې يې پرې ورټكر كړې درې زره كسان ووژل .د امريكا جمهور رييس بوش د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لاسخته كړه او له وسله والو طالبانو يې د دغه عمل د سزا وركولو په موخه ترې بن لادن وغوښت ،خو طالبانو يې د سر په بيه ساتنه وكړه او په پايله كې امريكا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړه ليك له مخې پر افغانستان يرغل وكړ او د اسامه په ګډون يې واكمن طالبان هم له واكه راوغورځول . په توره بوره كې يې اسامه كلابند كړ ،خو ترې سلامت قبايلي سيمو ته وتېښتېد .هلته بيا فعال او تر مرګه په پاكستان كې پټ و ،چې په پايله كې اسلام اباد ته څېرمه د ايبټ اباد په سيمه كې د امريكا د بريد ښكار شو . امريكايانو ډېره هڅه كوله ،چې هغه ژوندى ونيسي او د قانون منګولو ته يې راكاږي ،خو پرې بريالي نه شول ،جمهور رييس اوباما وايي ،چې يوه اوونۍ وړاندې مو پر هغه د بريد نخچه جوړه كړه او په تبادله ډزو كې مو له منځه يووړ .د هغه مړى په سمندر كې خښ شوى ،چې پرې مشهور زيارت جوړ نه شي .