لراوبر ته له کندهار ښار څخه رارسېدلى تازه خبر وايي د کندهار پر ولايت مقام وسله واله حمله سوې ده.
يوه عيني شاهد د تيلفون په ذريعه لراوبر ته وويل چي د ارګ بازار له دوو لوړ پوړو تعميرونو څخه د ولايت پر مقام د سپکو او درنو وسلو ډزي شروع سوې، چي تر يوه ساعت پوري يې لا دوام درلودئ.
د کندهار چارواکو تر اوسه د پېښي د مرګ ژوبلي په هکله جزيات نه دي ورکړي، او نه هم طالبانو تر اوسه په دې باب څه ويلي دي.
د کندهار پر ولايت مقام دوه کاله دمخه د ځانمرګو حمله سوې وه چي د ولايت ساتونکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
د يادوني وړ ده چي په ارګ بازار کي همېشه بيروبار وي او ياد سوي دوه تعميرونه د ټوکرانو د خرڅلاو مرکز دئ، که جنګ دوام وکړي ښايي دکاندارانو ته مالي تاوان سربېره ځاني تلفات هم واړوي.