کور / سياسي / د ويښتابه اړتيا!

د ويښتابه اړتيا!


په تېره اوونۍ كې د افغانستان د تاريخ د دوه تورو روځو ياد، يو ځلې بيا زموږ خلك د خپلو سترو تېروتنو د كړاوونو ژورتيا ته ځېركړل.


تېره اوونۍ د ثور اوومه هغه روځ وه چې دوه دېرش كاله مخكې د افغانستان د خلكو ډيموكراتيك ګوند ځوانو وسله والو، د سردار محمد داود خان د جمهوري دولت په وړاندې كودتا وكړه او د دوى په اند يې د افغانستان په تاريخ كې يوه نوې پاڼه پرانسته.


اوس چې له دغه كودتا څخه دوه دېرش خونړي كلونه تېرشوي دي، په زغرده ويل كيداى شې چې د افغانستان د خلكو ډيموكراتيك گوند مشرانو او كدرونو، د خپل هېواد (عيني او ذهني) شرايط په پام كې و نه نيول او په يوه نيمه قبايلي، وروسته پاته كرنيزه ټولنه كې يې د زيار ايستونكيو د پاڅون او بري د كارګري حاكميت بنسټ كېښود!!


د انقلابي دولت مشرانو او كشرانو ډېر ژر د افغانستان د خلكو د پراخه پرګنو په ديني باورونو، دودونو او ژوند ورودانګل او وې غوښتل چې د يوه پراخه هېواد، ميليونونه وګړي د فرمانونو او برچو له لارې د اوښتون لارې ته سم كړي او پرته له دې چې د تاريخي ودې پړاوونه په پام كې ونيسي افغانستان د يوې نيمه قبايلي _ بزګري ټولنې څخه، نيغ په نيغه سوسياليزم او د كارګرې طبقې  واكمنۍ (جنت) ته ورسوي او د خپل ګوند كړنلاره تطبيق كړي!


د ثور د كودتا او د دولت د بېړنيو اجراتو له لامله، د افغانستان ډېرو خلكو له دولت او انقلاب څخه واټن ونيو او په دې توګه د دولت د فكري مخالفينو صفونه پياوړي شول. په هېواد كې خونړۍ جګړه ونښته او د سيمې او نړۍ د ډېرو استخباراتي كړيو پښه افغانستان ته خلاصه شوه.


په جګړه كې د (انقلابي دولت) څپ څپانده حالت، شوروي اتحاد ته پلمه په لاس وركړه چې د خپلو هغو خوبونو د رېښتيا كېدو له پاره، چې ان د تزار له وخته يې تودو اوبو ته د رسېدلو له پاره ليدلي وه، افغانستان ته يو لك و پېنځلس زره سرتېري ولېږل او هغه ستره جګړه ونښته چې افغانستان په كې ډېر وران شو؛ خو د شوروي اتحاد ارمان هم نه يوازې دا چې  پوره نه شو، بلكې د شوروي لويه واكمني ونړيده او شوروي اتحاد په پېنځلس خپلواكه هېوادونو تجزيه شو، په نړۍ كې د سړې جګړې دوران پاى ته ورسېد، امريكا خپلو تاريخي هيلو ته ورسېده او د نړۍ د واكمنۍ خوب يې رښتيا كېدو ته نژدې شو.


د شوروي اتحاد په ړنګېدو د افغانستان ناورين پاى ته ونه رسيد، په پاكستان او ايران كې ډېرو وسله والو ډلو د دولت پر ضد جګړې ته دوام وركړ، استخباراتي لوبو او د واكمن ګوند او دولت په مشرانو كې افتراق دولت له ماتې سره مخ كړ او داسې وسله والې ډلې ښارونو ته ننوتې چې له جګړې پرته په هېڅ نه پوهېدل. د دې ډلو (چور) په حاكميت كې كورنۍ جګړه پيل شوه، جنګي ډلو پر ځانونو  د اقوامو او مذاهبو د ګټو د ساتونكيو نومونه كېښودل او د افغانستان د ورانولو، ړنګولو، دړې وړې كولو، بې تاريخه كولو، بې هويته كولو او تباهۍ هنګامه يې توده كړه.


اوس چې له دې (بري) يا كابل ته د جنګي ډلګيو د ننوتو يا د ثورد اتمې له غوبل څخه هم اته لس كاله تېريږي، تاريخ يو ځلې بيا وښوده چې دا كوم برى نه، بلكې د افغانستان د پوره ورانولو د شيطاني فكر د پاكستاني او نورو استخباراتي كړيو د ډرامې يوه بله صحنه وه چې افغانستان يې له ډېرو سترو ستونزو، كړاوونو او بدمرغيو سره مخ كړ.


اوس د دې ډرامې په يوه بله صحنه كې د امريكا متحده ايالاتو په مشرى د اووه څلوېښت هېوادونو يولك و پنځوس زره وسله وال سرتېري په افغانستان كې پرجګړه بوښت دي، هر ورځ هلته افغانان مري، افغانستان ورانېږي، زموږ تاريخي برمونه له خاورو سره خاورې كيږي او د افغانستان د اتل ولس د تباه كولو هڅې پياوړې كيږي.


د ثور د اوومې او اتمې د غميزو او تورو روځو په اړه كتابونه ليكل كېداى شي. د بدمرغيو د لاملونو سپړل په كار دي.


پوهان وايي تاريخ؛ ځكه ولولئ چې جنګې پخوانۍ تېروتنې بيا _ بيا تكرار نه شي؛ خو د هېواد د ژرغونې او د افغانستان د سلامتيا له پاره سړو مغزو، هيله منو زړونو، پياوړو مټو، يووالي او ورورۍ ته اړتيا ده.


د ثور يا غوايي د اوومو او اتمو روځو درس بايد بار _ بار ولولو، په خپلو ناكردو اعتراف وكړو،  د خداى او د افغانستان له خلكو څخه بښنه وغواړو، د افغانستان د سترو خلكو غوښتنو، تاريخ، اتلانو او تېر برم ته د عقيدت ګلونه كيږدو. ځانونه د پرديو له افسون څخه خلاص كړو، هيڅ ميره له موره مهربانه نه ده، ګاونډيان د افغانستان تباهي غواړي او دا وياړلى هېواد پخپلو اولادونو ورانول غواړي؛ خو په كار ده چې ټول او په تېره بيا هغوى چې  د افغانستان په ړنګولو كې يې فعاله برخه اخستې، د دنيا د ګټو په ځاى خپل وجدان ته مراجعه وكړي، ويښ شي د (مور) له پيو سره خيانت پرېږدي او د افغانستان د ژرغونې او سلامتيا په جهاد كې برخه واخلي، زړونه سره يو كړي او فكرونه سره يو كړي او د (خسر الدنيا والاخره) له ذلت څخه ځانونه وژغوري.


هو! په افغانستان كې د ويښتابه اړتيا ډېره زياته شوې او د يون، بدلون او بري له پاره كار په ټولو(فرض) ښكاري! هغوى چې ځانونه افغانستان ته پوروړي ګڼي او هغوى چې په خپلو انساني، اسلامي او وطني مسووليتونو پوهيږي، بايد د دې يون او بدلون په سرلارو كې ودريږي او ځانونه له وطن جار كړي!