کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا د اسامه مرګ د امريکايي جګړو د ختم معنا لري؟

ایا د اسامه مرګ د امريکايي جګړو د ختم معنا لري؟

تروریزم اونا امنی که په انفرادی شکل وی که په ګروپی او یاهم په دولتی شکل سره وی نړی کی دخپل توان  په اندازه ناامنی را منځ ته کولای شی .


نن ورځ دالقاعده تروریستی ډلی مشر اسامه بن لادن په نړی کی دډیرو بی ګناه ملکی وګړو دوینی تویدو سبب ګرڅیدلی وه د پا کستان دایبټ اباد ښار کی  (۰۲/۰۵/۲۰۱۱) ووژل شو.


اسامه په خټه عرب او یوی بډایه کورنی سره یی تړاو درلوده په (۱۹۵۷) کال کی زیږیدلی وه چه دبن محمد له (۵۲) اولا دو څخه (۱۷) اولاد یی وه دسعودی عربستان دجدی ښار کی دانجنیری زده کړی کړی وی


نوموړی دافغا نستان جهاد کی فعاله ونډه واخیسته او غربی منابعو هم هڅاوه تردی چه نظا می  مرستی یی هم ورسره کولی کله چه دامریکی عسکر ( ۱۹۹۱) په سعودی عربستان کی ځای پر ځای شول نور دامریکی څخه یی کرکه مخ په زیا تیدو شوه تر څو په (۱۹۹۴) کال کی سعودی عربستان تابعیت ور څخه واخیسته  او دسوډان هیواد هم په کال (۱۹۹۶)په ورته عمل داسامه په وړاندی لاس پوری کړ اسامه په (۱۹۹۸) کال کی دیهودانو او امریکی دپلویانودوژلو فتوا صادره کړه جه وروسته په تا نزانیا او کینیا افریقایی هیوادو کی دامریکی سفارت خانو کی دبمی چاودنو له امله په لاس لرلو سره پړ وبلل شو او پر سر یی (۲۵) میلونه ډالره


انعام کیښودل شوی وه اود(۱۱) سپتا مبرد(۲۰۰۱) کال څخه وروسته امریکی د اولنی دښمن په سترګه ورته کتل


اسامه دافغانستان په جهادکی یوه لسیزه وځلید چه وروسته دسوډان له هیواد څخه برها ن الدین ربانی چه ځان یی پر افغان ولس  دولسمشر په توګه ورتپلی وه او له پخوا یی ورسره نږدی اړیکی درلودی ددو الو تکو په وسیله یی ننګر هار ته را وستلو هر اړخیزی اړیکی یی نوری هم ورسره ټینګی شوی چه مالی مرستی یی هم ورڅخه ترلاسه کولی کله چه ربانی طالبا نو دکابل څخه وشړلو نورخانه بدوش دتاجکستان کو لاب او د        بد خشان سوړو کی پټ شوی وه .


دامر یکی ولسمشر بل کلنټن چه دننه په کور دمونیکه لوینسکی  پرکتی کنتی  درسوایی سره مخا مخ وه غوښتل یی چه دامریکی ولس ذ‌هن بل لوری ته واړوی او اسامه په خوست کی مرکز در لوده نور دکروزر راکټونو برید پری وکړ چه پدی برید کی اسامه ته کوم تاوان ونه رسیده مګر په خواکی یی امکا ن درلوده چه ځینی راکټونه په هغه وخت کی نه وه چاودلی چه طالبا نو او پاکستانی ادارو ته پلاس ورغلی وه او دا تخنیک یی په ګرانه بیه نه وه پلورلی لکه دپخوانی شوروی ځینی درنی اوسپکی وسلی چه مجاهدینو ته پلاس ور تلی نورهغه به چینایی فتو کاپی ماشین ژر ترژره کاپی کولی


پدی وخت کی چه ربانی دجمهوری ریاست چوکی هم دځان سره  د تاجکستان کولاب  ته تښتولی وه دببرک په شان له هغه ځایه سوری شروع کړی چه دتروریزم  ځاله مو وویشته او افغانستان دتروریزم مرکز ګرځیدلی دی مګر ربانی کور خود بینایی مردم خپل پرونی روابط یی هیرکړی وه فکریی کولو چه افغان ملت هم هیرکړی دی .


بن لادن دالقا عده بډایه مشروه په خواکی یی ایمن ا لظوا هری  دطب ډاکتر په خټه مصرۍ دالقاعده مفکر ګڼل کیږی  امکان لری چه دالقاعد ه مشر وټاکل شی ګر چه ځینی نور مشران هم لری لکه سیف العادل  اعظم امریکایی  (ادم ګراهم) او ابو یحی  چه اوس هغوی په جګړو کی لګیا دی په وروستیو کلونو کی یی سختی ضربی خوړلی دی ډیر مشران یی دلاسه ورکړیدی دلویو حملو توان یی له لاسه ورکړ ی اما دغچ اخستلو هڅی به وکړی  په تیرووختونو  کی هم غرب کی ملکی هدفونه په نښه کړی وه .


ا لقا عده دومره لویه ډله نه وه څومره چه فکر کیده هغه څوک چه دامریکی او اسریلو خلاف او دفلسطینیا نو سره یی خواخوږی درلود ه دالقا عده په ډله کی شمیرل کیده در حال چه القاعده یو جهانی سازمان دی دنړی هیوادو ته یی اجندا در لوده او په ځینی هیوادو کی یی خپل پلویا ن روزل اووروسته یی ملاتړ  ورڅخه کولو .


دلته پوښتنه پیداکیږی چه څرنګه کیدای شی چه اسامه په یوه پر امنه  نظامی اکاډمی ته څیرمه چه له (۲۰۰) څخه تر (۸۰۰) متروپه واټن کی چه هلته دتلاشی ډیری څوکۍ موجودی وی او هم دعربو ښځو تګ اوراتګ تر سترګو کیده  ژوند کاوه څوک پری نه خبریدل ؟


دلته دافغانانو ادعاوی ثابتیږی چه افغانان تروریست نه وه  او نه یی تروریست روزلی  اونه یی هم دبل کورته تروریست لیږلی دی او افغانانو همیشه دا ویل چه دتروریزم ځاله پاکستان کی دی مګر امریکا یانو دواړ ه پښی په یوه موزه کی کړی وی تر نن ورځی پوری چه په افغانستان کی دتروریزم جرړی باسو که طالبا ن دی هغوی دافغانستان لپاره اجندا لری نه دبل کوم هیواد لپاره او نن ورځ جګړه دامریکی  اوطالبا نو تر منځ دی چه دواړه خواوی دملت دښمن او دا مظلوم ځوریدلی ولس هره ورځ وژنی  او رحم نه پری کوی چه دا ټولی نا امنی هیواد کی د امریکا یانو د اشغال له امله دی تر څو چه امریکایان اقغانستان کی وی ارامی به رامنځ ته نشی چه تاریخ داثابته کړی چه افغانان اشغالګر په خپله خاوره کی نشی زغملۍ دا اوس په امریکا یانو پوری اړه لری چه دوتلو لیاری و لټوی او طالبان ورځ تربلی پیاوړی کیږی دملت همکاری ورسره زیا تیږی چه عمده عامل یی اشغال او دتجرید شویو جنګی جنایتکارانوقدرت ته رسول دامریکی له لوری دی چه هغوی به نوی یمه لسیزه کی هم ترستونی دملت په وینو کی ډوب وه او او س تر پخوا هم ګړندی شوی دی   .


دامریکی ولسمشران چه دننه په هیواد کی دستونزو سره مخا مخ شویدی بیا یی داسی کړنو ته لاس اچولی چه دملت ذهن بل لوری ته وګرځوی او دننه په کور ستونزی یی هیری شی لکه بل کلنټن  بوش  بارک حسین اوباما او نور .


دامریکی ولسمشری انتخابات را روان دی یعنی په (۲۰۱۲) کال کی تر سره کیږی دا چه تیر ولسمشریز انتخابات اوباما د چنج  تر نامه لاندی ملت پری باوراو رایه یی ورکړه ګټونکی شو چه وروسته یی جګړه تر بوش  څخه هم زیاته کړ ه دوه جګړی بی انجامه روانی وی دریمه یی دلیبیا شروع کړه نور دامریکی هیواد کی دیوه جګړه مار ولسمشر په سترګه ورته کتل کیږی او ډیری نوری تبصری په خواکی ورسره کیدی تر څو یی خپل دتولدی اسناد دنشر لپاره مطبوعاتو ته و سپارل چه دامریکی ملت ډاډه شی چه بارک حسین اوباما په امریکی کی زیږیدلی دی .


اوبا ما دامریکی ګوډ او مات اقتصاد دجګړو له امله نورهم وځپلو دبی ګناه امریکایی عسکرو دمړینی شمیره لوړه شوه افغانستان کی یی ډیری پیسی ولګولی وینی یی تویی شوی دافغانانووینی تویوی نفرت ورڅڅه ورځ تر بلی مخ په زیاتیدو شوی تردی پوری ورسیده چه ددوی لاس پوڅی رژیم مشر کرزی هم ددوی دوتلو غوښتنه وکړه کومه لاس ته راوړنه یی نه درلوده لدی امله راتلونکی ولسمشری ګټل ورته ګران وه .


داسامه  پټن ځای دپاکستان دایبټ اباد په ښارکی ګرانه دی چه ووایو دپاکستانی استخباراتی ادارو او دامریکی داستخباراتی ادارو څخه پټ پاته شوی وی  ځکه دواړو خواوو په استخباراتی شبکو تکیه درلوده دیوه لوری دبل لوری دامریکی انعام کیښودل داسامه پرسر لټونه  نوره هم ګړندی کوله .


نن ورځ امریکی ولسمشر دا کار دنورو مخو تر خوا ددوو مخو لپاره هم وکړلمړی داچه خپل ولس او دناتواشر باڼو هیوادو ته دا په ډاګه کړی چه دلس کلنی جګړی په جریان کی مو دادی اسامه د القاعده مشروواژه ځکه هغه هیوادونه چه افغانستان کی فوځی حضور لری دننه په کورو کی دتلفاتواو مالی لګښتونو بی له کومو لاسته راوړنو تر فشارونو لاندی دی دوهم ددوهم ځل لپاره داوبا ما کاندیدی دولسمشری لپاره چه ملت ته خپلی لاس ته راوړنی په ډاګه کړی اود ولسمشری لپاره بیا دملت ملا تړ تر لاسه کړی .


امریکی په (۲۱) پیړی کی د جګړی لپاره مټی دامپراطوری جوړولواود دطبعی ذخایرو دتر لاسه کولو لپاره را نغښتی دی او القا عده یی یوه بها نه یوه وسیله ګرځولی دی په عراق او لیبیا کی القا عده نه وه چه د امریکی اوسنۍ جګړی ته دامریکی  اقتصادی جګړه هم ویلای شو .


اوس چه دالقاعده مشر ووژل شو امریکه هم خپلی جګړی ته دپای ټکی ږدی اوکه دوام ورکوی په کوم نوم سره دوام ورکوی او دافغانستان اشغال ته نور تر کومه او په څه نامه ادامه ورکوی .