کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسامه ريښتیا هم په دې وروستیو کې ووژل شو؟

اسامه ريښتیا هم په دې وروستیو کې ووژل شو؟

د روان کال د می د میاشتې لومړۍ نېټه د یکشنبې ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما خبري کانفرانس له مخې چې د اسامه بن لادن د مړینې په هکله یې د نړۍ رسنیو ته واوراوه، ددې سبب شو چې د امریکا په ګوټ ګوټ کې د خوښۍ نغارې وډنګول شي، چې د القاعده نړیوالې ډلې مشر ښاغلی اسامه له فعالیتونو نور په امان شول، او دا د امریکا حکومت ته یوه لویه لاسته راوړنه ده، په افغانستان کې هم زموږ ولسمشر چې تل د امریکا په څپاري پسې روان دی، د هېواد مطبوعات راوبلل پداسې حال کې چې معاونین یې تر څنګ وو، افغانانو ته د خوښۍ پیغام واورولو، او دا پېښه یې ددې جوګه وبلله چې ګویا طالبان به د اسامه له مړینې وروسته د القاعده ډلې له کاري پوښښ ځان باسي او له القاعده سره به یې اړیکې پرې کړي، له بلې خوا په پاکستان کې د اسلامي تحریک پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف دا رسنیو ته وايي چې د اسامه مړینه به په روان جنګ کومه اغېزه ونکړي، امریکا هم د دې ادعا لري چې زموږ موخه یوازې د اسامه وژل نه بلکې د دې ډلې د ټولو غړو پوپنا کول دي، دا هغه څه دي چې په ټوله نړۍ کې یې ګنګوسې راپارولې، او د نړۍ مطبوعات پرې مصروف دي.


له بلې خوا سوال دلته دی، چې آیا امریکا په دې کار کې ریښتینې ده او که نه، او په اړه یې د پاکستان پالیسي څه ده، د القاعده نړیوالې ډلې مشر اسامه بن لادن د مړینې خبر دا دی په داسې حال کې اعلانیږي چې له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا د دریځ د بدلون وخت رارسیږي، یانې په دې مانا چې یا به له افغانستان څخه د وتلو اراده تړي او یا به په دې هېواد کې د تل لپاره د پاتې کېدو شونتیا ویني، او له بلې خوا دا دي کال وروسته په خپله د امریکا په متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي، همدارنګه د پاکستان او ایران سره د امریکا کړکېچ بله داسې مسئله کېدای شي چې له دې پیښې سره تړاو ولري.


خو ایا دا تر کومه بریده ريښتیا بولئ چې اسامه د پاکستان په هبېټ اباد نومې سیمه کې د مارچ په لومړۍ نېټه وژل شوی وي، ولې یې د مړينې خبرونه یو ناڅاپه پیل شول، په دې اړه د پاکستان دریځ څه ؤ، ولې اسامه په داسې یو ځای کې وژل کیږي، چې د اسلام اباد په څو کیلومترۍ کې واقع دی، او په نوموړي ځای کې د پاکستان د فوج اعلا سرقومندانان هم میشت دي، همدارنګه د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی هم دومره فعاله معلومیږي چې سیاستونه تغیرولای شي، دا ټولې پوښتنې دي چې کېدای شي د هر چا په ذهن کې راوګرځي، خو زما په اند د اسامه جسد کوم چې په د تلویزیونونو په سکرین ښکاره شو داسې یو جسد نه ؤ چې دا دې وښيي دا جسد د اسامه اوسنی جسد دی چې د یکشنبې په ورځ وژل شوی، تاسو د اسامه د لس کلونو، پینځه کلونو، دوه کاله مخکې او حتی یو کال مخکې ویدیوګانو سره دا تصویر پرتله کړئ نو به حتما درته شک پیدا شي چې دا اسامه اوسنی جسد نه دی، دویم دا چې کله دا عملیات ترسره کیږي د سیمې خلک له دې هېڅ نه خبریږي، د شپې په لسو بجو عملیات پرې کیږي، بیا په یو آن کې یې جسد امریکا ته رسول کیږي او بې له دې چې د نړۍ ژورنالستان یې وګوري یا یې عکس واخلي دریاب ته اچول کیږي، د سیمې د خلکو په وینا د عملیاتو په ترڅ درب او دروب اوري او دا هم ګوري چې د امریکایانو یوه چورلکه رالویږي، له لیرې د امریکايي عسکرو د جامو ټوټې ویني، خو ځای ته هېڅوک نه پرېښودل کیږي، همدارنګه د همدې عملیاتو په لړ کې یو دخیل کس بې له نوم ښودلو سهر مطبوعاتو ته وايي چې دلته اسامه نه بلکې د القاعده د ډلې نور غړي اوسېدل چې پرې عملیات وشول او یوازې یوه ښځه پکې وژل شوې او بس! خو د امریکا ولسمشر بیا ددې ادعا کوي چې دده په امر یوه کوچنۍ ډلګۍ امریکايي فوځیان په کور عملیات ترسره کوي، پداسې حال کې چې په امریکا کې هم پرې څوک خبر نه دي، دا ډلګۍ د شپې دویمه نیمايي کې د کور عملیات په موفقانه ډول عملیات بشپړوي، اسامه وژني او جسد یې په لاس راوړي، بې له دې چې کوم امریکايي فوځي ته پکې زیان ورسیږي، له بلې خوا پاکستاني مطبوعات بیا ددې ادعا کوي چې دا کار دوی ترسره کړی او وایي چې امریکايي ځواکونه یوازې له دوی سره مله وو، خو امریکا بیا یوازې پاکستان په دې کې دخیل بولي چې دوی سره یې یوازې د ځای په ښودلو کې مرسته کړې او بس، پداسې حال کې چې د کور ځانګړتیاوې دا ښيي چې اسامه د اسلام آباد سره ټینګې اړیکې درلودې.


دا ټول هغه شکونه دي چې زه یې یوازې د امریکې، پاکستان او ورسره ملو ملګرو یوه بله لوبه او دسیسه بولم. چې پایلې به یې وخت خپله روښانه کړي.