کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داحمدګل شهید جنازه تر اوسه یرغمل ده

داحمدګل شهید جنازه تر اوسه یرغمل ده

۱-۵-۲۰۱۱


د محمدګل خان تره خیل مېنه د نن نه ۵۰کاله پخوا د شهيد احمد ګل پیلوټ په زېږد روښانه شوه.د ماشوم غوښن مخ٬خلاصې ټندې غټو تورو سترګو ښکلي پنډ تړلو مضبوطو موټو پراخ ټټر یې د هر لېدونکي زړه ته لار مونده. او د ده له معصومانه رعب نه د لویو او سترو کار نامو تمه کېده٬چې دڅښتن په حکمت او د زمان په مساعدت یې وکړل. په ريښتیا چې ننګ٬غېرت٬وفاداري فطري ویاړ دي نه کسبي.


هر انسان دا دپلار له وینې او د مور له پيو اخلي٬ نه د متاع په شان له مارکېټه.له انسانیت٬اسلامیت او وطن سره بې ريا مینه د سترو انسانانو په زړه او وینه کې وي.چې د خوار ولس تنده په خپلو خولو او د شړ وطن تنده د خواږه بدن په وینه ماته وي. شهید احمد ګل د مېړانې او عبرت سبق د مور په غېږه او د خپلواکۍ لپاره د سر نظرانه د تره خيلوپه سمسوره لمنه کې زده کړل.


سرښندونکې د څلورو کالو وه چې د کلي په حمام او لوی جومات کې ملاته د دینې زده کړې لپاره کښېناست. د ژوند شپږم پسرلی یې وه چې پلار یې د کار ځای ته د نژديوالي په خاطر ښار ته کډه شوو.په همدې وجه یې لومړنې او منځنې ښوونځۍ په ښار کې ولوستلې. د ۱۳۵۴سم کال په پسرلي کې حربي ښوونځۍ ته ولاړ او په۱۳۵۷سم کال کې ورڅخه فارغ او د وخت د رژیم د قانون له مخې چې ژمني رخصتي یې له مینځه وړيوه.د همدې کال په مني کې د لوړه زده کړو په هېله د هوابازۍ له مسلک سره دمینې په اساس هوایې پوهنتون کې شامل شو او د ۱۳۶۰تم کال په پسرلي کې د ډېر شه بريلیک په اخستو سره د دوهم بریدمن په رتبه فارغ شو.


پر خپلواکۍ مین پتنګ هيڅکله ځان په سیاست رنګ نکړ.په حربي ښوونخۍ او حربي پوهنتون کې چې د ملت د عزت او د هېواد د خپلواکۍ دساتنې لپاره سوګند ورکړ شوی وه د ژوند تر اخرې شېبې پورې ورته ژمن پاتې شو. هغه د شها دت نه پخوا هم درې پلاه خپله وینه دسوګند داعادې په اساس انعام کړی وه.دهغه سیاست له افغان او افغانستان نه دفاع وه. کره ثبوت یې دادي چې د لس کلنې کورنۍ جګړې په موده کې د هېڅ یوې ډلګې په خواکې ونه درېد.او د هېواد په ۳۳کلن ناورین کې یې ان کابل پرې نه ښود.


نن یې د شهادت څلورمه ورځ ده.مړي یې د بشري حقونو ضمه وار؟ دبګرام هوایي اډې کې له ځان سره یرغمل کړی. ښکېلاکګر او د بشري حقونوسرغړونکې دخپلو جنایتود پټولو په خاطر په ننې خپره شوی اعلامیه کې د وطن مخلص بچی یی له طالبانو سره په تړاو تورن کړي. داهسې پوچ او حقیقت شرمونکي بهتان دي.لکه لس کاله پخوا چې بوش او ملګرو یې د نیویارک او واشنګټن په حمله کې له ثبوت پرته القاېده تورنه کړه٬او پدې پلمه يې په افغانستان یرغل وکړ.


د نیوزویک او ګارډین راپورونو په اساس د یرغل په لومړیو ۴۰ ورځو کې ۵۳۲۰ تنه ملکې افغانان چې ماشومان٬بډاګان او مېرمنې وي د بوش د احساساتو د سړولو قرباني شول.او دوخت د دفاع وزیر رونالد رامزفېد اعلان وکړ چې القاېده نوره په افغانستان کې نشته٬جګړه ختمه ده٬ او دبیارغونې کار پیله وو.د بن لادن پر ضد د جګړې خرېداران چې کم شول٫د جګړې د غځېدو لپاره یې د لږه کیو٬ ښځو او بشري حقونه پلمه کړه .


پدې ډول یې د ۸۰۰۰پوځیانو شمېر یې ۱۸۰۰۰۰زروته پورته کړ او د جګړې موده یې لس کالوته وغځوله.امریکایې اداره چې پخپله د ریا ٬تذویر او مکارویو ځاله ده.غواړي چې د شهید احمدګل ريښتنې سرښندنه تاریخ ته جعلي ور وپېزني.هغه چې د پراخ فکر او لوی آرمان څښتن وه د بل د لاس اله یې نوموې.او پښتنو پسې کړي محض بهتان ته د دحقیقت رنګ ورکړي.چې هر طالب القاېده او هر پښتون طالب او ترهګر وښیې. زه د حق وژونکو او د انسانیت مسخه کونکو ته وایم .په وینا د تاسو چې د خپل د هېواد د ملې ګټو او د خلکود امنیت د خوندي کولو په خاطر په افغانستان کې جګړه په مخ بیول د ځان حق ګڼي. احمد ګل شهید هم عیناً حق لري.


تاسو د هغه هېواد راغلي يې. نه هاغه د تاسو ته٫ دا تاسو یی چې دوه میاشتی دمخه مو په کنړ کې ۷۰تنه په هلمند کې ۱۵تنه په لغمان کې ۲۰ تنه ملکي اوسېدونکي په هوایې بمباریو کې ووژل. لېکن هغه خو د تاسو کوم هېواد وال ته په زړه کې هم نه وه راوړي چې په مخ دې څو ګلونه دي٬تاسو هغه پخپل هېواد کې تره ټه٬خپل د کار ځای ته مو د ننوتو او وتلو اجازه نه ورکوله٬د پوځي تجهيزاتو استعمال٬ په جزوتام باندې د قوماندې واک مو ترې سلب کړي وه. امرکایی ګډوله ملت دې نشنلستي جذبات ولري٬هاغه تره خیل٬غلجی پښتون دې ونه لري؟ تاسې دقام د احتمالي غلیمانو په ټس کې بې ګنا پښتانه وژني٫لېکن هاغه دې د قوم د ماشوما نو او لویانو له بربنډ و قاتلانو غچ وانخلي ؟


که ښکېلاکګر یې په کور کې نه واي٬ ولي به داپېښه رامینځته کېده؟ دافغانستان غلیمانو او انسان خوړنکو واورۍ!تاسو داحمد ګل غازي هېواد اشغال کړ٬خو هغه مو غلام نشو کړاي.ژوند مو ترې واخست لېکن د ننګ شمله یې لکه شوه.مړې به یې ټوټې ټوټې کړې خو اروا به یې د پښتون قام تر بقا پورې ژوندۍ وی. حامد کرزیه او رحیم وردګه !یو چې ځان دپوځ سر اعلی قوماندان او بل ځان د دفاع وزیر نوموی احمد ګل ستاسو پيلوټ افسر وه٬ستاسو د بيرغ لاندي یې لس کاله خدمت کړی .هغه ستاسو مخالفینو ته یې لاره نه وه ورکړې٬پوځې تجیزات یې ندي پلوري٬بډې او اختلاص یې نده کړی٬دواکمن اوځواکمنېدو لېوال نه وه تاسو به وایې چې دا ټول ورته معاف وه ٬ خو ز موږ باداران به یې نه وژل .


زما ځواب داده .د تاسو چې له دولت نه زړه نه صبريږي. دهغه له پت او عزت نه زړه نه شکېده. واورۍ لويو څټو ؟ اوس تر سره شوي عمل ده .د مړي جزه ول امریکایانوته هېڅ ګټه نکوي. دا څلورمه ورځ ده چې د احمدګل له ۲۰ کلن اولاد نه نیولې تر درې کلن پوري او دهغوی سربېره یو نیم زر کوره تره خيل قوم په ویر کې غرک دي٫ په ګولیو دغلبیل شوی شهید دجنازي د لیدو او خاوروته د سپارلو په تمه ویني غړپه وي . که په زړه کې مو اسلامی مینه او پښتني جذبات وي نو خداي حضور کړې جنازه ژر راوسپارۍ چې د بورۍ مور٬ملا ماتي پلار٫ کونډي مېرمن٫ یتیمو بچو د خويندو٫ورونو او قوم وروستي ليدنه ورسره وشي.